یو محلي کلینیک – د خلکو د ژوند د ژغورلو وسيله

د تخار ولایت مرکز تالقان څخه د موتړ په واسطه د شګو او ډبرینو لارو د شاوخوا یوه ساعت واټن د مزل کولو نه وروسته سړئ د ګلاباتور کلي ته رسیږي. په دې ځای کې د خوبیولې هوساینې هوا شتون لري خو د دوانیو د یوې ودانۍ په شاوخوا کې چې په ټیټه ارتفاع کي موقعیت لري، زیات شمیر فعالیتونه روان دي. دا یو محلي روغتیایي مرکز دئ.

د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې دغه کلینیک چې په ۲۰۱۳ کال پرانیستل شو، د دې سیمې د ۲۴ کلیو اوسیدونکو ته روغتیایي څارنه برابروي. د کلینیک د ناروغانو زیات شمیر امیندوارې او ځوانې مورګانې او د هغوی ماشومان دي. د هغو له ډلې څخه یوه ځوانه افغانه ښځه څرګندوی چې دا د خپل زوی په باب اندیښنه لري: «دئ یوازې دوې میاشتې عمر لري او په سر باندې یې یوه عجیبه دانه ختلې ده. زه هیله لرم چې ډاکټر به وکولای شي زمونږ سره مرسته وکړي.»

ځوان ډاکټر شاه محمد چې نوموړې ښځه د هغه څخه د مرستې تمه لري، د دریو کلونو راهیسې په دې کلینیک کې دنده ترسره کوي. «دا روغتیایي مرکز د دغو کلیوالي ټولنو دپاره دیر زیات ارزښت لري. زیات شمیر اوسیدونکي نشي کولای چې د تالقانو ولایتي روغتون ته ولاړ شي. د دې روغتیایی مرکز د پرانیستلو نه وړاندې هغو طبي څارنې ته ډیر لږ لاسرۍ درلود. یوازې په بیړنیزو حالاتو کې هغو د ولایت د مرکز روغتون ته بعضاً مراجعه کوله. خو اوس د دوی ژوند بدلون موندلی دی.»

نوموړئ کلینیک د هغه جامع پروګرام په چوکاټ کې ودان شوی دی چې د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د حکومت په استازیتوب تمویلیږي. دا روغتیایي مرکز د پخواني کلینیک پرځای جوړ شو او د نږدې کلیو شاوخوا ۱۵٫۰۰۰ تنو اوسیدونکو ته روغتیایي څارنه برابروي.

که چیرې د انتظار خونې ته یوه کتنه وشي لیدل کیږي چې د دې کلینیک د خدمتونو لپاره ډیره زیاته غوښتنه شتون لري. شاه محمد څرګندوي: «مونږ هره ورځ شاوخوا ۶۰ تنه ناروغان معاینه کوو. زمونږ تر ټولو لویه ننګونه داده چې د هر سړي دپاره بسیا روغتیایي څارنه برابره کړو. زه دلته یوازینۍ ډاکټر یم، خو زه د دوو نرسونو، یوې قابلې او روغتیایي مرستې کوونکو په شمول اووه همکاران لرم چې زما څخه ملاتړ کوي. زمونږ کارونه دلته ډیر زیات دي او کله کله هم مونږ حیرانیږو چې څنګه به وکولای شو د هر ناروغ د مراقبت امکان برابرکړو.» خو تر اوسه هیڅ ناروغ پرته له معالجې پریښودل شوی ندئ. دا کار به د ټیم د اخلاقي دندې پرخلاف وي ځکه زمونږ کاروکوونکي پوهیږي چې زیات شمیر ناروغان د لیري واټن په وهلو سره دلته راځي تر څو خپل د اړتیا وړ طبي څارنه په لاس راوړي.

د ټیم د زیارونو په پایله کې د بیلګې په توګه د کوچنیانو د مرګ کچه په وروستیو کلونو کې ډیره راټیته شوې ده. ډاکټر شاه محمد وایي: «زمونږ تر څارنې لاندې ماشومانو یو مورد هم زه نه پیژنم چې ماشوم د خپل ژوند په لومړیو پنځو کلونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی وي.» د دې لامل نه یوازې د څارنې کیفیت یا د تجهیزاتو لوړ سټنډرډ بلکه همدارنګه نور مهم عوامل دي لکه د حفظ الصحې بنسټیزه پوهاوي: «زمونږ د کار یوه لویه برخه داده چې ښځو ته وروښیو چې څنګه خپل د ماشومانو روغتیا د حفظ الصحې او پاکوالي له لارې وساتي. کله کله، دوی یوازې ابتدایي سپارښتونو ته اړه لري، د مثال په توګه مونږ هغوی ته وایو چې مخکې له دې چې خپلو ماشومانو ته غواړه ورکړي باید خپل لاسونه پاک پریمینځۍ. مورګانې زمونږ دغه نصیحت د زړه له کومي مني.»

افغانان ډیره لیوالتیا لري چې خپله او د خپلو ماشومانو روغتیا ته سمون ورکړي د بیلګي په توګه ښځې دیته چمتو دي چې د یوه نارینه ډاکتر له خوا معاینه شي او د هغوی کورنۍ هم په دې باب موافقه کوي. ښځینه ناروغانې د ډاکټر شاه محمد څخه د هغه د روغتیایي څارنې له امله ډیره زیاته مننه کوي. په ځینو حالاتو کې کیدای شي د ښځینه ناروغانو له ډلې څخه یوه ښځه په دې دلیل چې د یوه نارینه ډاکټر له خوا درملنه مومي یو څه اندیښنه ولري، خو بیا هم هغه تش لاس بیرته کورته نه ځي. «زه د نرسونو سره ډیر نږدې کار کوم. له دې امله کله چې یوه ناروغه و نه غواړي چې د یوه نارینه ډاکټر له خوا درملنه ومومي، زه د خپلو ښځینه همکارانو څخه غوښتنه کوم چې دا کار پرمخ بوزي. زه هغې ته څرګندوم چې څنګه فزیکي معاینه ترسره کړي او د هغې نه وپوښتي چې د خپل حالت په باب ماته توضیحات راکړي. په ټولیزه توګه، دا کار په ښه توګه ترسره کیږي.»

د نوموړي مرکز د لوړ کیفیت روغتیایي څارنه نه یوازې د د ډاکټر، نرسونو او قابلې تر منځ د کار د ښو اړیکو له برکته په لاس راغلې ده. د مرکز د پرانیستل کیدلو وړاندې، ټولو کارکوونکو د دندې په مهال د مسلکي پراختیا په پروګرامونو کې برخه واخیستله چې د اصلي روزنې څخه ډیر وړاندې ولاړ او هغوی ته یې اړین مهارتونه ور وبښل چې د مرکز طبي تجهیزات وکاروي چې اوس ورځنې ډیر زیات کار اخیستل کیږي. «مونږ په تیره بیا د نورو کلیوالي روغتیایي مرکزونو په پرتله یو ډیر مجهز کلینیک لرو. د بیلګې په توګه، مونږ خپل یو کوچنۍ لابراتوار لرو چې کولای شو دلته د توبرکلوز موردونه تشخیص کړو. دا واقعاً د خلکو د ژوند د ژغورنې یوه وسیله ده.»

د ډاکټر شاه محمد پر مخ د ویاړ موسکا لیدل کیږي. دئ یوازې ۲۷ کلن دی او هغه دنده ترسره کوي چې تل یې د هغې خوب لیده: دی خپل ژوند نورو ته د مرستې د پاره پرمخ بیایي.

خپرونه: زمرئ ۱۳۹۶
پروګرام: په مزار شریف کې د بلخ د سیمه ایز روغتون بیا رغونه او ورسره په نوموړي روغتون کې د مور او ماشوم صحی مرکز رغونه: د مزار شریف د روغتون د کار کونکو وړتیا اوچتونه، د بدخشان ولایت په فیض آباد ښار کې د ولایتی روغتون صحي کچه لوړونه، د بدخشان، کندز او تخار په ۷ سیمیو کې د صحی مرکزونو او روغتونونو پراختیا، او د( کندز په ګډون د تالقانو د سیمه ایزو روغتونونو پراختیا) او د ګزڼ د کچې را ښکته کول.
پانګه ورکونکئ:  د آلمان د فدرالی هېواد د بهرنیو چارو او د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارتونه (AA), او (BMZ), د جاپان د همکاریو اداره (JICA), د سوېډن د نړیوالو پراختیایی چارو اداره (SIDA), او د ناروې حکومت.
شریک: د افغانستان د روغتیا وزارت
پلې کونکې مؤسسه: (Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ او د آلمان پراختیایی بانک KfW
ولایتونه: بدخشان، بلخ، کندز او تخار
د پروګرام مؤخه: ‌د ښه روغتیایی سیستم د رامنځته کولو لپاره د روغتونونو بنسیټیزه وده او د هېواد د ملکی بیا رغونې په توګه د وړ او لایقو کارکونو ونډه اخیستنه.

 

زيات شمېر ځايي خلک د تالقانو ولايتي روغتون ته د رسيدو لاره نه لري، له دې امله د دې روغتيايي مرکز له پرانستلو دمخه، هغوى طبي پاملرنې ته لږ لاسرسى درلود.
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector