غښتلي ښځې

د افغانستان په شمال کې، د بلخ ولایت دهدادي ولسوالۍ په امنیه قوماندانۍ کې له همکارانو سره د یوې غونډې پر مهال، آزاده سیفر په دهلېز کې غوسه ناکو غږونو له امله اندېښمنه شوې ده. يوه ښځه او يو سړی تود بحث کوي. پرته له اجازې څخه، اندېښمنه ۴۷ کلنه له ښځې او خاوند سره خبرې پیلوي او له هغوی څخه پښتنه کوي چې څخه خبره ده.

 مایوسه ځوانه ښځه داسې وایي: 'که څه هم، زه د ښوونکي په توګه کار کوم او پخپله پیسې ګټم خو زه یې کارولای نه شم. د ما خاوند له اسانۍ سره له ما څخه د ما معاش اخلي. زه دا ډول ژوند نه شم کولای، نو غواړم چې د خپل خاوند په اړه پولیسو ته راپور ورکړم. ‘د دې خبرې له اورېدلو سره یې خاوند ډېر په غوسه کېږي او بیا استدلال پیلوي. آزاده هغوی ته د رسیدګۍ کولو لپاره په ماهرانه توګه مخ پر وړاندې ځي او د هغوی دواړو په آرامه کولو کې بریالۍ کېږي. وروسته هغوی دواړو ته خپل دفتر ته د ورتللو لپاره بلنه ورکوي.

آزاده هم یوه ښوونکې او یوه له هغو مېرمنو څخه ده چې د افغانستان په شمال کې د جنډر مسؤلې په حیث خدمت کوي. د ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې، د المان حکومت د ښځو چارو له وزارت سره د دغه شبکې د جوړولو په هڅو کې، مرسته کوي څو د اړو ښځو او نجونو لپاره دغه شبکه جوړه کړي. دغه د جنډر مسؤلین رضاکارانې دي او بېلابېل مسلکي او ټولنیز سوابق لري. دوی خپل کلیو کې هغه ښځو ته مشورې ورکوي څوک چې په حقوقي موضوع ګانو کې مرستې غواړي او هغوی ته د هغوی د حقونو په اړه پوهاوی ورکوي. په سربېره شوي موضوع ګانو کې اکثره کورني شخړې شاملې دي، خو له ډېرو جدي ستونزو لکه کورني تاوتریخوالي، جبري ودونه او جنسي تېري اړوند هم کېدلای شي. نوموړي مسؤلین هڅه کوي څو له هغه خواوو سره چې په شخړو کې ښکېل وي، مرسته وکړي چې دواړه خواوې خپل اختلافات حل کړي او که اړتیا وي، نو قضیې قانوني ادارو او منځګړي چې د حقوقي دفترونو په نامه یادېږي یا د ښځو چارو وزارت ولایتي څانګو ته استول کېږي. د جنډر مسؤلینو دغه کار ډېر مهم دی، ځکه ډېری ښځې او نجونې اکثره پر دې باندې نه پوهېږي چې په بیړني حالتونو کې چا ته مراجعه وکړي او یا هم کافي اندازه د اعتماد احساس نه کوي چې مسؤل ادارو سره اړیکه ونیسي. د جنډر دغه مسؤلین په منظمه توګه په روزنو کې ګډون کوي څو په دوامداره توګه حقوقي پوهه ترلاسه او پراخه کړي چې دوی ورته اړتیا لري او د منځګړیتوب هغه تخنیکونه زده کړي چې د دوی د کار لپاره ضروري وي.

د وخت له تېرېدو سره، آزاده په شخړو کې ښکېلو غوسه ناکو خلکو سره په معاملو کې ماهره شوې ده. د یوې افغان مېرمنې په صفت، هغه د هېواد کلتوري او ټولنیز جوړښتونه پېژني او ورباندې پوهېږي او په اسانۍ سره تصور کولای شي چې ښځه او مېړه څه فکر او احساس کوي. په خپل دفتر کې، دغه ماهره رضاکاره دواړه خواوو ته له حوصلې سره غوږ نیسي. بیا قضیه د کلیمو له انتخابولو سره، د مېرمنې حقوق په څرګنده توګه دواړو ته په حقیقي توګه بیانوي. نوموړی خاوند له دقت سره غوږ نیسي او بیا د موضوع په اړه خپل نظر ورکوي. په پیل کې هغه بیا به هم داسې فکر کوي چې هغه په حقه دی. له اوږودو بحثونو څخه وروسته، برخلاف، هغه پر دې باندې پوهېږي چې د هغه کارونه هیڅ قانوني بڼه نه لري. وروسته، هغه له خپل ښځې څخه بخښنه غواړي او وعده کوي چې ځان به اصلاح کوي. په یوه آرامه ماحول کې دغه ښځه او خاوند له آزادې سره مخه ښه کوي. مسکۍ شوه، هغه بیا داسې کیسه کوي: "یو څو اوونۍ وروسته مې هغه سړی په دوکان کې ولیدل. هغه د ما ډېر درناوی وکړ او په حقیقت کې یې د خپلې ستونزې د حل لپاره له ما څخه ډېره مننه وکړه. "

د جنډر دغه مسؤلینو ډېر ښه کار پر غاړه باندې اخیستلی دی. دوی غواړي چې له افغان مېرمنو سره د هغوی د حقونو په تطبیقولو کې کې په ښه توګه مرسته وکړي. ورو ورو، د خپل کار له طریقه د هېواد ټولنیز پوهاوی هم بدلوي. سکینه نجرابي هم د جنډر مسؤله ده او د بلخ ولایت نهر شاهي په ولسوالۍ کې کار کوي. هغه خپله تجربه داسې بیانوي: "د ښځو حالت ښه نه دی. اکثریت یې خپل حقونه هم نه پېژني. نه یواځې د دوی کورنۍ او ټولنه، بلکه خپله نجونې فکر کوي چې له کومې ورځې څخه پیدا شي، هغه باید په کور کې کښېني، واده شي او کوچنیان ولري. موږ دغه چلند خپل د کار له طریقه په تدریجي ډول بدلوو. " دغه ژمن مدني فعالان د ښځو حقونو په اړه پوهاوی زیاتوي، د معلوماتو ورکولو غونډې جوړوي او ملاتړ/خدمات وړاندې کوي. سکینه وايي چې د نهر شاهي ډېری قضیې یې د ښکېلو خواوو او د هغوی د کورنیو له قناعت سره سم حل کړي دي. دغه مشوره وړیا ده او په پراخه توګه اړمنو ښځو او نجونو منلې ده. که څه هم د آزادې او سکینې په څېر مسؤلینو ملاتړ تل کافی نه وي. سکینه حالتونو ته داسې کړنلاره پلي کوي: 'زه پېچلي او ډېر جدي قضیې محکمې ته لېږم ځکه چې دقیقې پلټنې ته اړتیا لري، او د پروسې په اوږدو کې له ښکېلو مېرمنو څخه ملاتړ کوم. "  

د دې لپاره چې د جنډر مسؤلینو مسلکیتوب لا زیات کړي، اوس، د افغانستان په شمال کې په اته ولایتونو کې د ښځو چارو وزارت د المان حکومت په مرسته پرله پسې غونډې، کانفرانسونه او ورکشاپونه جوړوي. دلته، نوموړې ښځې خپلې تجربې یو له بل سره شریکوي، یو بل ته مشورې ورکوي، شبکې جوړوي او نظرونه ورکوي. په دغه مراسمو کې د افغان حکومت، حقوقي ادارو، پولیسو، مؤسساتو او د مشرانو شورا ګانو استازي ګډون کوي. دا کار د حکومتي ادارو او رضاکارانو ترمنځ اړیکې پیاوړي کوي. د ۲۰۱۸ میلادي کال اپرېل په میاشت کې د دغه ډول غوڼدو په یوه غونډه کې د بغلان والي په لنډ ډول داسې وویل: 'زه له هرې حقوقي ادارې څخه هیله کوم چې د جنډر له مسؤلینو سره چې هر چېرته او هر کله چې ممکنه وي، مرسته وکړي.'

د خپرونې نېټه: ۰۶/۲۰۱۹

پروګرام: د قانون د واکمنۍ د ټینګښت (RoL)

اداره کوونکی: د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ)

همکاره ادارې: د عدلیه وزارت

تطبیقوونکې اداره: د المان نړیوالو همکاریو ټولنه (GIZ)

ولایتونه: کابل، بلخ، بغلان، سمنگان، کندز، تخار، بدخشان

د دغه پروګرام موخې: د افغان ادارو د مشورې او د شخړو د حل لپاره د قانون حاکمیت سیسټمونو په واسطه د اتباعو لپاره حقوقي ډاډ رامنځته کول.

ټوله موده:  وری ۱۳۸۲ – غویي ۱۴۰۰

د ښځو وضعیت اسانه نه دی. ډیری یې د دوی حق نه پیژني.
د ښځو حالت ښه نه دی. اکثریت یې خپل حقونه هم نه پېژني.
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector