د مکروب له وېرې پرته د څښاک اوبه

نن د مزار شریف ولایت په مرکز بلخ کې د فریده بلخ په ښونځي کې یو لمرین سهار دی. شاو خوا ۴،۰۰۰.۰۰ زده کونکی هره ورځ دلته ښونځي ته ځی. د ښونځی په انګړ کې زده کونکی روغ او په زده کړه خوښ ښکاری. اما دا د تل په شان یوه پېښه نوه.

د ښونځی تجربه لرونکی سرښونکې آغلې نادره څوک چې کلونه کېږی دلته دنده تر سره کوی په یاد لری: ˮما به هره ورځ له لسو تر شلو پورې ناروغان درلودل. زده کونکی به له ناروغیو او پیچش کړېدل او مور او یا پلار به یې مجبور وو چې دوی روغتون ته بوزی“ دې زیاته کړه، تل به د دوبی په ګرم فصل کې دا بد حالت وو. البته چې موږ ټول پوهېدو چې ولې به دوی ټول وخت ناروغ وو – دا د څښاک د ابو د ټیټ کیفیت له وجه وو. تږئ ماشوم مجبور دئ چې په ورته نږدې څاه باندې باوروکړی لکه څنګه چې په بلخ کې ګڼ شمېر وګړی ژوند کوی. ۱۳ کلنه زده کونکی یاسمین چې یوه له دوی نه وه په یاد راوړی ’اوبه به تل خړې او له چټلیو ډکې وې. کله چې ما هغه اوبه وڅکلې نو زه ناروغه شوم او سخت د ګېډې درد مې درلود زما پلار مجبور وو چې ما روغتون ته بوزی. مؤثره او خوندوره زده کړه تر هغه شرایطو لاندې شونې نه وه‘

په هر حال، دغه وضیعت اوس د تېرو یوه برخه ده. دآلمان هېواد د افغانستان د اوبو رسونې له ادارې سره په بلخ ولایت کې شاوخوا د ۶ میلیونه یورو پانګونې مرسته وکړه ترڅو اوسېدونکو ته عصری او صحی د څښاک اوبه برابرې کړي. اوس مهال، نږدې ۳۳ کیلومتره د اوبو رسونې شبکه، د ۳۰۰ مکعب مترو په ذخیرې سره د اوبو یو لوړ برج او دوه نوی کوهی کېندل شوی او په اوبو را اېستونکو پمپونو سمبال شوی دی. ترټوله ښه لا دا چې په کوهیانو کې د کلورینو اچول اوس اوبه له مکروبی کېدو ژغوري. د افغانستان د اوبور رسونې د ادارې د نوی سیستم د جوړولو د عمومی مدییر انجینیر حمید الله یلانی وسپړله، ’موږ د اوبو د معالجی د درملخونې په ګډون یوه نوې ودانۍ لرو. اوبه د تل لپاره په نویو سمانونو او د خوند کتلو په ماشینو سره په کلورینو وهل شوو ټانکیو کې زېرمه کېږی، موږ کولای شو چې د څښاک د اوبو له کیفیت څخه په مکرره توګه څارنه وکړو‘ ددغه سا مانونو پایله ښه ده – د څښاک د ابو کیفیت خورا ښه شوی دی.   

د انجینر یلانی د خبرو په دوام، له ۷۸۰ ډېرې کورنۍ او د څښاک د اوبو له نوې شبکې سره نښلول شوې دی، او د ابو رسونکئ په نظر کې لری چې دغه شمېره له ۷۸۰ کورنیو څخه ۲۰۰۰ کورنیو ته لوړه کړی – چې نږدې ۴۰۰۰ وګړی اوس له پاکو اوبو خوند اخلی. په شمالی ولایتونو کې د اوبو رسونې د دفتر مشر ښاغلئ وحید الله راشېد ټنګار کوی، ’دا خورا مهمه ده چې خلک د اوبو د لګښت بېل په وخت سره تحویل کړی. که د پلی کونې لګشتونه تحویل کړل شی.موږ کولای شو چې د څښاک د پاکو اوبو رسونې لړۍ د بلخ ټول ولایت ته ورسو.

ډېرئ کورنۍ چې په بلخ کې استوګنه کوی اوس مهال د څښاک پاکې اوبه ترلاسه کوی. اما د افغانستان پ کلیوالی سیمو کې ډېرئ افغانان بیا د رودونو، سرلوڅو څاګانو، ډنډونو اویا هم د باران اوبه کاروی. په باور سره چې د څښاک ککړې اوبه په افغانستان کې د وړ وړ ناروغیو او روغتونونه ته داخلې لآمل کیږی. آغلې نادرې د پاکو اوبو تآثیرات په څو لغتونو کې راجمع کړل: ’له کومه چې موږ د ابورسونو نوی چوپړتیاوې تر لاسه کړي دی ماته دنارغي کومه رقع نده راغلی نه مې د خواګرځي او یا پیچش د ناروغیو کومه پېښه ثبت کړې ده.

د څښاک ککړې اوبه د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې یوه ستونزه ده. ۱۳۸۳ کال را پدې خوا د آلمان دولت د هېواد په شمال کې له ۷۷،۰۰۰.۰۰ نه ډېرې کورنۍ د څښاک د پرمختللو پاکو اوبو له سیستم سره نښلولې دی. ۱۳۸۸ او ۱۳۹۶ کلو ترمنځ تر ۴۰۰،۰۰۰.۰۰ وګړی پاکو اوبو ته لاسرسئ لری. آلمان د بلخ ولایت د ابو رسونې د سیست په ساختمانی چارو کی له ۱۳۹۱ څخه تر ۱۳۹۵ کلو کې ونډه وال وو.

خپرونه: :څنګاښ 1397
پروګرام: د کوچنیو او منځینو ښارنو د پاره د اوبو رسونه (NC I + II)
دستور ورکوونکي اداره: د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک: د افغانستان د ښار جوړونې وزارت، د افغانستان د ښاري اوبورسولو او کانالیزاسیون ریاست
پلی کونکي اداره: د KfW پراختیایی بانک
ولایتونه: بدخشان, بغلان, بلخ, کندز, تخار
د پروګرام موخه: د ولایاتو د ټاکلو کوچنیو او منځنیو ښارونو کې د اوسیدونکو د روغتیایي وضعې او د ژوند د کیفیت سمون
ټوله موده: له ۱۳۸۷ نه تر ۱۳۹۷

 

له کومه چې موږ د ابورسونو نوی چوپړتیاوې تر لاسه کړي دی ماته دنارغي کومه رقع نده راغلی نه مې د خواګرځي او یا پیچش د ناروغیو کومه پېښه ثبت کړې ده
Twitter icon
Facebook icon
More stories in this sector