افغانستان چې د نړۍ یو له تر ټولو بی وزلو هیوادونو څخه شمیرل کیږي، د المان د همکارۍ دپاره د لومړیتوب هیواد دی. په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم د نسکوریدو راهیسې نړیواله ټولنه د دې هیواد د ملکي بیارغونې څخه ملاتړ کوي. المان د بدخشان، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان او تخار په ولایاتو او د هیواد پایتخت کابل کې ځانګړۍ مسئولیت په غاړه لري.

د افغانستان سره د المان د همکارۍ اساسي تمرکز په دې دی چې داسې یو افغان دولت جوړکړي چې د بشرحقونو ته درناوۍ وکړي، دا حقونه وساتي او تضمین یې کړي، د اداري فساد او مخدره توکو د کرنې په وړاندې مبارزه وکړي، کورنۍ امنیت تامین کړي، یو باوري حقوقي سیستم منځته راوړي، او د خپلو اتباعو له خوا د هغوی د مشروع استازي او د دوی د بنسټیزو اړتیاوو د رفعې د خدمتونو د برابرونکي په توګه وپیژندل شي. داسې دولت چې خپلو اتباعو ته حقوقي امنیت او د هغوی د راتلونکي دپاره لرلیدونه او هغه امکانات برابر کړي چې په اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې برخه ولري او خپل ژوند جوړکړي. المان د افغانستان سره د بې وزلۍ په وړاندې د مبارزې او د هغه د حکومتوالۍ او اقتصادي فعالیتونو د سمون په لاره کې مرسته کوي چې په دې توګه د غیرښاري سیمو په شمول په هیواد کې پایښتونکي ثبات او امنیت ته لاره اواره کوي.

د لومړیتوب په شپږو شمالي ولایاتو کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروګرام د فعالیتونو په شان المان داسې پروژې تمویلوي چې د بامیان، فاریاب، دایکندي، هرات، جوزجان، کندهار، خوست، ننګرهار، پکتیا او سرپل ولایاتو ته رسیږي.

BALKH SAMANGAN BAGHLAN KUNDUZ TAKHAR BADAKHSHAN KABUL