بلخ

د بلخ ولایت چې د افغانستان په شمال لویدیز کې د ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان تر منځ پروت دی ۱٬۳ میلیونه نفوس لري او د هیواد څلورم لوی ولایت شمیرل کیږي. اصلي ژبه چې خلک ورباندې خبرې کوي دري او وروسته بیا پښتو ده. د دې ولایت مرکز مزارشریف چې ۴۱۰۰۰۰ اوسیدونکي لري د هیواد په شمال کې اقتصادي مرکز ګڼل کیږي.

بلخ د نورو ولایتونو په پرتله د ښاري کیدلو دوهمه لویه کچه لري او د هغه د کار د عوایدو د پام وړ برخه د خدمتونو او صنایعو د سکتورونو څخه په لاس راځي او د ښوونې او روزنې کچه یې د منځنۍ کچې څخه لوړه ده. په مزارشریف کې د هوایي ډګر څخه هره ورځ کورني او نړیوال الوتنې کیږي او د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې مثبته ونډه اخلي.

د بیخبنا د پراخولو، پوهنې، روغتیایي څارنې، او انرژۍ او اوبورسونې په ډګرونو کې د پام وړ پرمختګ او په هغه پورې تړلې اقتصادي ودې سره سره، دغه ولایت د پخوا په شان د عمده ننګونو سره مخامخ دی. د ښار او کلیو د اوسیدونکو تر منځ د ژوند د کچې له پلوه د پام وړ توپیرونه لیدل کیږي. طبیعي ناروي په پسرلي او مني کې په کراتو پیښیږي.

د افغانستان سره د المان د همکارۍ پروګرام د بلخ په ولایت کې د ډیرو کلونو راهیسې کارکوي او په ډیرو ډګرونو لکه د پوهنې، د کرهنې د پراختیا، د پایښتونکي اقتصادي پراختیا، د قانون د واکمنۍ، اداري اصلاحاتو، د اوبو او برښنا د رسونې، او روغتیایي څارنې په اړه بیلابیل پروګرامونه پرمخ بیایي چې دغو پروګرامونو مرسته کړیده چې بدلونونه منځته راشي او د اوسیدونکو د ژوند شرایط سمون ومومي.

په دغه برخه کې په بلخ کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروګرام د فعالیتونو په باب یوه لنډه کتنه لوستلای شی.

Projects in Focus

په شمال کې د ټرانسپورټ د یوې څلورلارې په توګه نړیوال هوایي ډګر د دې لپاره چې سیمه ایزې سوداګرۍ ته وده ورکړل شي، د ټرانسپورټ شرایطو ته سمون ورکړل شي او د مساپرینو زیاتیدونکی شمیر په مصونه توګه مدیریت شی، د المان حکومت د مزارشریف د هوایي ډګر د پراخولو څخه ملاتړ کوي. دغه کار به د مزارشریف د ښار او د ټرانسپورټ د دې څلورلارې د چارچاپیر د ټولې سیمه ایزې اقتصادي ساحې پراختیا پیاوړې کوي. more
د افغانستان په شمال کې د پایښتونکي اقتصادي ودې ټینګښټ د دې لپاره چې پایښتونکي اقتصادي وده تحریک شي، د افغاني کروندو محصولات زیات شي او کارموندنه پیاوړې شي، د المان حکومت د افغانستان په شمالي سیمو کې د اقتصادي پروګرامونو څخه ملاتړ کوي. more
د پاکو اوبو دپاره څرګنده مقررات او روزل شوي مسلکي کارکوونکي د څښاک اوبو ته لاسرسۍ او د فاضله اوبو دوامداره مدیریت په سیمه کې روزل شوي مسلکي کارکوونکو او همداراز واک لرونکي او اغیزمنو نهادونو ته اړتیا لري. په همدې سبب دالمان فدرال حکومت د افغانستان څخه د اړینو حقوقي او اداري جوړښتونو او د اغیزناکه مدیریت د کړنلارو د جوړولو او د سیاسي لارښوونو د ستراتیژیک پلې کولو په لاره کې ملاتړ کوي. more
د افغانستان په شمال کې پاکې اوبه د افغانستان په شمالي ښارونو کې د اوبو رسونې د شبکې د سمون او همدارنګه د څښاک د اوبو د کیفیت د تامینولو په موخه د المان فدرال حکومت د اوبو رسونې د بیخبنا د اړینې پراختیا څخه ملاتړ کوي. more
د بیځایه شویو کډوالو ادغام – یوازې لوژشتیکې ننګونه نه ده د مهاجرو د ژوند د شرایطو د اوږدمهال سمون په موخه، د المان فدرال حکومت په افغانستان کې د کورني بیځایه شویو د ملي ستراتیژۍ څخه ملاتړ کوي. دغه ستراتیژي په نویو سیمو کې د هغوی میشته کول او ادغام غواړي. more
د افغانستان د خلکو دپاره د روغتیایي څارنې سمون د دې لپاره چې د خلکو دپاره روغتایي څارنې د هیواد د پایتخت کابل نه بهر هم تامین شي، د المان حکومت په افغانستان کې د روغتیایی مرکزونو د بیارغونې او سمبالولو، او همداراز د هغو ګامونو څخه هم ملاتړ کوي کوم چې د پولیو د کورني «وحشی» رنځ سره د مبارزې په لاره کې، چې د نایجریا او پاکستان تر څنګ اوس هم په افغانستان کې شتون لري، پورته کیږي. more
انرژي د اقتصاد عامل – د یوه حقوقي چوکاټ جوړول او د پانګونې آسانه کول د المان فدرال حکومت د افغانستان د نهادونو او موسسو څخه ملاتړ کوي چې په اوږدمهال کې د برښنا برابرولو ته په ټول هیواد کې زیاتوالۍ ورکړي او په دې دې ډګر کې پانګونې وهڅوي ترڅو چې په راتلونکي کې په ټولو لړیو کې همغږي د افغانانو په لاس کې وي – هم په ولایتونو کې او هم په ملي کچه. more
برښنا د افغانستان په شمال کې د اقتصاد د ودې لپاره د دې لپاره چې د انرژۍ یوه ډاډمنه سرچینه منځته راشي او په دې توګه اقتصادي وده په دوامدار ډول تامین شي د المان فدرال حکومت د افغانستان د شمال په کلیوالي سیمو کې د برښنا د لیږدولو او ویشلو د شبکو د ودانولو څخه ملاتړ کوي. more
د افغانستان لپاره نوې کیدونکي انرژۍ ددې لپاره چې په افغانستان کې اوږدمهال هم د برښنا د انرژۍ برابرول په دوامداره او اغیزمنه توګه تامین شي د المان فدرال حکومت د افغانستان څخه د نوي کیدونکې انرژۍ پر بنا د غیرمتمرکزې برښنا د تولید د ودانیو د ودانولو په لاره کې ملاتړ کوي. more
په افغانستان کې د پراختیا دپاره سپورت په ښوونځۍ کې سپورت د یوه مضمون په توګه – له دې حقیقت څخه ګڼ شمیر زده کوونکي په افغانستان کې تر اوسه خبرتیا نلري. خو سپورت د ځوانانو د بدني، حرکتي او روانې پراختیا دپاره زیات ارزښت لري. د همدې امله، د المان فدرال حکومت د هیواد په ښوونځیو کې د یوه تدریسي مضمون په توګه د سپورت د شاملولو څخه ملاتړ کوي. more
د ښوونې او روزنې د سکتور اصلاح کول – د ښوونکو دپاره نوي سټنډرډونه او درسي نصابونه په افغانستان کې دلومړنیو زده کړو د اوږدمهال سمون ورکولو په موخه د المان فدرال حکومت د سویس د حکومت سره یوځای د افغانستان د پوهنې د وزارت څخه د هغه وزارت د ښوونکو د روزنې په برخه کې ملاتړ کوي او د لوست په محتوا کې د تنوع د تنظیمولو او د زده کوونکو له خوا د هغه د ښه پوهیدلو په اړه مرسته کوي. more
د ټولو ښاریانو دپاره حقوقی مصونیت د ۲۰۰۲ کال را پدې خوا د المان فدرال حکومت د هالند او فنلند سره یوځای د افغانستان ملاتړ کوي چې یو اغیزمن دولتی عدلي سیستم منځته راوړي. که څه هم په دې لاره کې ښه پرمختګونه شویدی، خو بیا هم یو لړ سمونتیاوو ته اړه شته تر څو د ښاریانو دپاره د قانون حاکمیت هم په ښاري سیمو کې او هم په کلیو کې تضمین شي. more
د پراختیا شفافه طرحه کول او پلۍ کول په افغانستان کې ولایتې ادارې دنده لري چې د خلکو دپاره بیخبنا او عامه خدمتونو ته لاسرسۍ تامین کړي. د المان فدرال حکومت د دغو ادارو څخه ملاتړ کوي چې د افغانستان په شمال کې بیخبنایي اقدامونه پلۍ کړي، د کارونو لړۍ د پلان سره سم طرحه کړي او هغه په یوازې او ښه توګه ترسره کړي. په دې ډول دا حکومت مرسته کوي چې د افغانستان د خلکو ټولنیز-اقتصادي پراختیا وده وکړي. more
دولتی ارګانونه د ټولنې د استنادي ستنو په توګه د دې لپاره چې په دولتي ادارو باندې د افغانستان د خلکو باورتیا غښتلې شي، د المان فدرال حکومت د دولتي جوړښتونو د پراختیا او مسلکي کارکوونکو د روزنې څخه په ځانګړې توګه د هیواد په کلیوالي سیمو کې ملاتړ کوي. more
د سولې دپاره ځوانان د دې لپاره چې د افغانستان د ټولنې سوله ایزه وده تامین شي، داسې ټولنه چې د خلکو د پاره راتلونکي لرلیدونه پرانیزي، د المان فدرال حکومت په افغانستان کې د سولې د ملکي خدمتونو څخه ملاتړ کوي تر څو په هیواد کې اوسنۍ تاوتریخوالی له منځه ولاړشي. more
په افغانستان کې د کارپوهانو ادغام په افغانستان کې د وزارتونو، مهمو ادارو او د حکومت د اداري ارګانونو د منجمنت د کچې د لوړولو په موخه د المان فدرال حکومت د افغانستان د کار په بازار کې د ادغام شویو کارپوهانو د معرفي کولو څخه ملاتړ کوي. more

کيسې