بغلان

د بغلان ولایت د افغانستان په شمال کې د هندوکش د غرونو په لمنه کې پروت دی او ۱۶ ولسوالۍ لري. د دې ولایت شاوخوا  ۹۲۰۰۰۰ تنه اوسیدونکي په درې ژبه خبرې کوي. بغلان د یوې ترانزیتي سیمې په توګه شهرت لري ځکه د کابل او د افغانستان د منځنۍ آسیا د ګاونډیو تر منځ ټرافیک د دغه شمالي ولایت څخه تیریږي. سره له دې د زیات شمیر سړکونو د خراب حالت له امله اوسیدونکي نشی کولای په آسانۍ سره د ولایت مرکز او نورو سیمو ته تګ وکړي. سربیره پردې، زیات شمیر کلي د برښنا د شبکې سره ندي نښلول شوي.

د ولایت په ډیرو ولسوالیو کې خلک تر زیاده حده پورې خپل عواید د کرهنیزو محصولاتو څخه په لاس راوړي. خو د ولایت مرکز پلخمري د کان ایستنې پخوانۍ میراث لري. د افغانستان سره د المان د همکارۍ پروګرام د بغلان په ولایت کې د ډیرو کلونو راهیسې کارکوي او په ډیرو ډګرونو لکه د کرهنې او اقتصادي پراختیا، د قانون د واکمنۍ، د سړکونو د جوړولو، د اوبو او برښنا د رسونې، او اداري اصلاحاتو په اړه بیلابیل پروګرامونه پرمخ بیایي چې دغو پروګرامونو مرسته کړیده چې بدلونونه منځته راشي او د اوسیدونکو د ژوند شرایط سمون ومومي.

په دغه برخه کې په بغلان کې د افغانستان سره د المان د همکارۍ د پروګرام د فعالیتونو په باب یوه لنډه کتنه لوستلای شی.

Projects in Focus

د افغانستان په شمال کې پاکې اوبه د افغانستان په شمالي ښارونو کې د اوبو رسونې د شبکې د سمون او همدارنګه د څښاک د اوبو د کیفیت د تامینولو په موخه د المان فدرال حکومت د اوبو رسونې د بیخبنا د اړینې پراختیا څخه ملاتړ کوي. more
د افغانستان لپاره نوې کیدونکي انرژۍ ددې لپاره چې په افغانستان کې اوږدمهال هم د برښنا د انرژۍ برابرول په دوامداره او اغیزمنه توګه تامین شي د المان فدرال حکومت د افغانستان څخه د نوي کیدونکې انرژۍ پر بنا د غیرمتمرکزې برښنا د تولید د ودانیو د ودانولو په لاره کې ملاتړ کوي. more
د ټولو ښاریانو دپاره حقوقی مصونیت د ۲۰۰۲ کال را پدې خوا د المان فدرال حکومت د هالند او فنلند سره یوځای د افغانستان ملاتړ کوي چې یو اغیزمن دولتی عدلي سیستم منځته راوړي. که څه هم په دې لاره کې ښه پرمختګونه شویدی، خو بیا هم یو لړ سمونتیاوو ته اړه شته تر څو د ښاریانو دپاره د قانون حاکمیت هم په ښاري سیمو کې او هم په کلیو کې تضمین شي. more
د افغانستان د شمال د ثبات جوړونې په موخه پیاوړي حکومتي جوړښتونه د دې لپاره چې محلي جوړښتونه د ولایاتو په کچه غښتلي شي او په عین حال کې په کلیوالي سیمو کې د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط سمون ومومي، د المان فدارل حکومت په دې ډګر کې د اړینو ظرفیتونو د جوړولو او همداراز په افغانستان کې د کوچنیو بیخبنایي اقدامونو څخه ملاتړ کوي. more
دولتی ارګانونه د ټولنې د استنادي ستنو په توګه د دې لپاره چې په دولتي ادارو باندې د افغانستان د خلکو باورتیا غښتلې شي، د المان فدرال حکومت د دولتي جوړښتونو د پراختیا او مسلکي کارکوونکو د روزنې څخه په ځانګړې توګه د هیواد په کلیوالي سیمو کې ملاتړ کوي. more
د پراختیا شفافه طرحه کول او پلۍ کول په افغانستان کې ولایتې ادارې دنده لري چې د خلکو دپاره بیخبنا او عامه خدمتونو ته لاسرسۍ تامین کړي. د المان فدرال حکومت د دغو ادارو څخه ملاتړ کوي چې د افغانستان په شمال کې بیخبنایي اقدامونه پلۍ کړي، د کارونو لړۍ د پلان سره سم طرحه کړي او هغه په یوازې او ښه توګه ترسره کړي. په دې ډول دا حکومت مرسته کوي چې د افغانستان د خلکو ټولنیز-اقتصادي پراختیا وده وکړي. more

کيسې