د افغانستان لپاره نوې کیدونکي انرژۍ

ددې لپاره چې په افغانستان کې اوږدمهال هم د برښنا د انرژۍ برابرول په دوامداره او اغیزمنه توګه تامین شي د المان فدرال حکومت د افغانستان څخه د نوي کیدونکې انرژۍ پر بنا د غیرمتمرکزې برښنا د تولید د ودانیو د ودانولو په لاره کې ملاتړ کوي.

وضعیت

په افغانستان کې د برښنا د انرژۍ برابرول اوس هم په ځینو سیمو کې شتون نلري یا ډیر محدود دی. د هیواد د کلیوالي سیمو ۷۰٪ سلنه د برښنا د برابرولو یو منظم سیستم ته لاسرسۍ نلري. خو په یوه هیواد کې د برښنا ډاډمنه برابرول د اقتصادي پرمختګ، کارموندنې، روغتیایي څارنې او ښوونې او روزنې اساس او بنسټ شمیرل کیږی. سربیره پردې، د موجوده برښنا ۷۰٪ سلنې څخه ډېره برښنا د بهر نه واردیږي. دغه کار د دې سبب کیږي چې دا هیواد ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان ته تل اړ وي.

موخه

د دې پروګرام موخه داده چې د افغانستان خلکو او اقتصادي شرکتونو ته د نوی کیدونکي انرژۍ پر بنا د برښنا انرژي برابره شي. سربیره پردې، په پام کې ده چې د کارمونې کچه لوړه شي، اقتصادي پرمختګ وهڅول شي او د افغانانو د ژوند شرایط سمون ومومي.

ګام اخیستنه او پایلې

د نوي کیدونکي انرژیو پر بنسټ د برښنا د غیرمتمرکز تولید له لارې زیات شمیر کورنیو ته د برښنا انرژي برابریږي – نه لکه د پخوا په شان چې د دې موخې دپاره ډیزلي جنراتورونه کارول کیدل چې ډیر ګران وو او د ژوند د چاپیریال سره یې سمون نه درلود. د برښنا د لیږدونې او ویشلو د موډرنو شبکو په پراخولو سره د ګازونو د پیداکیدو څخه مخنیوی کیږي. په داسې حال کې چې بیخبنایي اقدامونه د برښنا د لیږدونې د ظرفیت د لوړوالي سره هم مرسته کوي.

اوس په فیض آباد کې د ښارې شبکې پراختیا پایته رسیدلې ده. د اوبو څخه د برښنا د تولید د کارخانې ودانیز کارونه د فیض آباد په ښار کې د پخوا نه پیل شویدي. دلته تر ۷۰۰۰۰ تنو پورې اوسیدونکي (شاوخوا ۹۲۰۰ کورنۍ) د نوموړې کارخانې د بشپړیدو او د ښارې شبکې سره د هغې د نښنولو نه وروسته به د نوی کیدونکي انرژیو له لارې ددې پروژې نه ګټه پورته کړی. 

په یو نظر کي

په بلخ، بغلان، کندوز، تخار او بدخشان ولایتونو کې فعالیتونه
پروګرام:
د نوي کیدونکي انرژیو له لارې د برښنا د غیرمتمرکزې انرژۍ انرژې برابرول
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)
شریک:
د افغانستان د انرژی او اوبو وزارت، د افغانستان د برښنا شرکت
پلی کونکي اداره:
د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بدخشان, بلخ, بغلان, کندز, تخار
د پروګرام موخه:
په ټاکلو کلیوالي سیمو کې د برښنا د انرژۍ برابرول
ټوله موده:
د ۱۳۸۶ کال د غبرګولي څخه تر وری د ۱۳۹۹ پورې
Twitter icon
Facebook icon