د افغانستان د خلکو دپاره د روغتیایي څارنې سمون

د دې لپاره چې د خلکو دپاره روغتایي څارنې د هیواد د پایتخت کابل نه بهر هم تامین شي، د المان حکومت په افغانستان کې د روغتیایی مرکزونو د بیارغونې او سمبالولو، او همداراز د هغو ګامونو څخه هم ملاتړ کوي کوم چې د پولیو د کورني «وحشی» رنځ سره د مبارزې په لاره کې، چې د نایجریا او پاکستان تر څنګ اوس هم په افغانستان کې شتون لري، پورته کیږي.

وضعیت

په افغانستان کې اوس مهال د خلکو منځنی عمرنږدې ۶۳ کلونو ته رسیږي.. د مورګانو د مړینې کچه لا تروسه لوړه ده. په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې کچه د نړۍ په پرتله تر ټولو لوړه ده: د ۱۰۰۰ تنو نوي زیږیدلي ماشومانو څخه۷٪سلنه یې  ۵ کلۍ ته تر رېدو د مخه مری. ډېرئ ماشومان د خوارځواکۍ څخه رنځ وړي. د روغتیایي څارنې کچه په تیره بیا د کابل د ښار نه بهر مطلوبه نده. زیات شمیر روغتونونه زاړه شوی دی او په اړونده عصري طبي وسایلو سمبال ندي.

موخه

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د روغتیایي څارنو د دوامداره سمون په موخه، د افغانستان د ملکي بیارغونې په چوکاټ کې اړونده پروژې په پام کې لري چې یو مناسب روغتیایي سیستم منځته راوړي چې د روغتونو موډرنه بیخبنا، د مدیریت ښه سیستمونه او ماهر کارکوونکي ولري.

پایلې

د موډرنه روغتیایي بیخبنا په جوړولو او د طبي کارکوونو په روزنې سره به په نوموړو ولایتونو کې د خلکو روغتیاي څارنه سمون ومومي. هلته به د تشخصیص د سمون ورکړل شویو میتودونو تر څنګ، نوې تکنولوژۍ لکه تیلی میډیکل (یا د لیرې څخه معالجه) هم کارول کیږي. نوي روغتونونه د حفظ الصحې او د انرژۍ څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې په معیارونو ودان شویدي و د ناروغانو او کارکوونکو دپاره د روغتیایي خدمتونو د عرضه کولو یوه مطلوبه فضا برابروي.

وروسته له هغه چې د مزار شریف ښار په مرکز کې د بلخ د سیمه ایز روغتون ودانۍ د اور لګدنې له امه ورانه  یوه نوې ودانۍ جوړه شوه چې ۳۶۰ بستره، د جدې څارنې  څانکه ، او همدا رواز د عملیاتو  خونې او همدارنګه د سملاسی سرویس تسهیلات او د اکسریز وسایل او د تشخیص لابراتوار او د ټیلی میدیکل تجهیزات لري. د مزارشریف سیمه ایز روغتون د یوې مرکزي روغتون په حیث د مزارشریف د ۵۰۰۰۰۰ تنو اوسیدونکو او د یوې ارجاعي روغتون په حیث د بلخ د ګاونډویو ولایتونو د دوو میلیونو اوسیدونکو په خدمت کې ده. دغه روغتون د یوه اکادمیک روزنیز روغتون په توګه چې د پرستارانو او قابلو دپاره یو الحاقی ښوونځۍ هم لري، د کارکوونکو او پرستارانو د نوي نسل په روزنه کې یو با اهمیته رول لوبوي.

د دې روغتون له ۴۰۰ تنه ډېر کارکوونکو تر اوسه پورې په روزنیزو پروګرامونو، د کار په ترڅ کې د عملي لارښودنو او سلامشورو کې برخه اخیستې ده. په المان کې د فرایبورګ پوهنتون او په ایران کې د مشهد پوهنتون د دې روغتون روزنیز شریکان ګڼل کیږي. د ۲۰۰۹ کال را په دې خوا په مزارشریف کې د دې روغتون اداره په تیره بیا د ماشوم او مور د ساتنې او د منجمنت په اړه لازمې سلامشورې په لاس راوړي. په دې توګه او دوامداره هڅو په پایله کې، د کار لړۍ تعریف او څرګندې شوې، د ناروغانو د معالجې پروسه له سره جوړه شوه، د خونو څخه ګټه اخیستنې سمون وموند، د ناروغانو د سندونو د ساتنې سیستم دیجیتال شو، او همداراز د جنسونو ساتنه، د فاضله موادو دفع کول او تجهیزاتو تمرمیم هم سمون وموند. د روغتون په ټولو څانګو کې سمون او پرمختګ لیدل کیږي. سربیره پردې، اوس یو  مسلکي ټیم چې د ۱۴ فنی کارکوونکو څخه جوړشوی دی د وسایلو د ترمیم او څارنې او ساتنې دنده یې په غاړه اخیستې ده. دغه روغتون اوس کولای شي د ترمیم او څارنې او ساتنې ټول کارونه په یوازې توګه سرته ورسوي.

نوموړی روغتون به په راتلونکي کې د ماشوم او مور د ساتنې د یوه مرکز په جوړولو سره ۳۰۰ نوي بستره او همداراز نوې خونې او طبي تجهیزات ولري. په دې توګه به د ۲۰۱۸ کال د منځ ته وروسته به د امیندواره میندو او ماشومانو دپاره روغتیایي څارنه د پخوا په پرتله ډیر زیات سمون ومومي. 

سربیره پردې، د افغانستان په نورو ښارونو کې هم روغتونونه او روغتیایي مرکزونه ودان شوي یا بیارغول شوی دي. د بیلګې په توګه، کولای شو د فیض آباد د ولایتي روغتون څخه یادونه وکړو چې د هغې د ودانۍ د بیارغونې ترڅنګ، د روغتون سازمان ورکونه او مدیریت هم نوۍ شو. دغه روغتون د بدخشان په ولایت کې، چې شاوخوا یک میلیون نفوس لري، د مرکزې روغتون په حیث خدمت کوي. همدارنګه کولای شو د بهارک او کشم په ولسوالیو کې د دوو روغتونونو او د وردج په ولسوالۍ کې د یوه روغتیایي مرکز څخه یادونه وکړو. د کندز په ولایت کې د کندز ولایتي روغتون پراخ شو او په خان آباد کې د ولسوالۍ روغتون نوی ودان شوی دی. په تخار کې د ګلاباتور صحی مرکز ودان شوی او په تالقان کې ۱۷۰ بستریزه روغتون تیر کال نوی جوړ شو چې په ۱۳۹۶ کال کې یې ودانیزې چارې بشپړې شوې. د روغتیایي خدمتونو د عرضې ټول مرکزونه په لازمو طبي وسایلو لکه د عملیاتو خونې، اکسریز څانګې او لابراتور سمبال دي. د کوچنیانو د معالجې، تغذیې، آزموینې، تخنیکی او اداري څارنې او ساتنې په باب پراخه روزنیز پروګرامونه تر سره شوی دي. د نوموړو پراګرامونو په چوکاټ کې د آغاخان د بنسټ د کمپیوټر د زده کړې کورسونه د "e-health-courses" تر سرلیک لاندې هم په فیض آباد کې جوړشول. سربیره پردې، د ۱۳۸۸ کال را هیسې د تخار، بدخشان، بغلان او کندز په شمالي ولایتونو کې کوچني روغتیایي مرکزونه تمویل او ودان شوی دي. د ۱۳۸۹ کال راهیسې په ټولیزه توګه د روغتیاي خدمتونو د عرضې ۶۵ مرکزونه ودان شوی دي.

د روغتیایي خدمتونو د سمون په لاره کې د بیخبنایي ګامونو په اوچتولو سره به، په تیره بیا د بې وزلو خلکو دپاره د افغانستان په شمال کې، چیرته چې یوازې د بدخشان، کندز او تخار درې ولایتونه د اټکل په توګه څلور میلیونه نفوس لري، د پاملرنې وړ مرستې وشي.

د المان فدرال حکومت د افغانستان څخه د ماشومانو د فلج کیدو په وړاندې د مبارزې په لاره کې د پولیو د له منځه وړلو د نړیوال نوښت (GPEI) په چوکاټ کې ملاتړ کوي. دغه نوښت د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) او د ملګرو ملتو د سازمان د یونیسف (UNICEF) د ادارې له خوا په افغانستان کې اجرا کیږي. المان د دې پروګرام په تمویل کې په تیره بیا د پولیو د واکسین په تامین او یخ کوونکو وسایلو، د پولیو د رنځ د ناروغانو د معلوماتو په نظارت، تخنیکي مرستو او د امنیتي لګښتونو په برابرولو کې برخه اخلي.

د کوچنیانو د فلج د ناروغۍ په وړاندې د مبارزې په لاره کې د جنوبي او ختیزو سیمو ته خاصه پاملرنه کیږي، ځکه په دغو سیمو کې د پولیو ویروس هنوز هم په بومي توګه شتون لري یا د پاکستان د پولي نه هیواد ته ننوزي. دلته په افغانستان کې هغه ماشومان چې عمر یې د پنځو کلونو نه کم وي او شمیر یې ۵٬۷ میلیونو ته رسیږي په خطر کې دي. د ۱۳۹۵ کال د لړم د میاشتې د پیل نه یوازې د ګوزڼ اوه مورده په افغانستان کې ثبت شویدي، یعنې اوس مهال یو واقعي شانس شتون لري چې دغه وحشي ویروس ژر تر ژره له منځه ولاړ شي. دا کار به نه یوازې د افغانستان دپاره یوه لاسته راوړنه ولي، بلکه یوه نړیواله بریا لۍ قصه به  به وګڼل شي.

په یو نظر کي

د تخار، کندوز، بلخ او بدخشان په ولایتونو کې فعالیتونه دی
پروګرام:
په مزارشریف کې د بلخ د سیمه ایز روغتون بیارغول او همداراز د ماشوم او مور د ساتنې د یوه نوي مرکز ودانول، د مزارشریف د سیمه ایز روغتون دپاره ظرفیت جوړونه، د بدخشان ولایت په فیض آباد کې د ولایتي روغتون بیارغول، د بدخشان، کندز او تخار د ولایتونو په اوو ځایونو کې د روغتونونو او روغتیایي مرکزونو بیارغول (د هغې له ډلې نه د کندز سیمه ایز روغتون او د تالقان په ښار کې ولایتی روغتون)، د ماشومانو د فلج د رنځ (پولیو) د له منځه وړلو په ډګر کې د ګامونو ملاتړ
دستور ورکوونکي اداره:
د المان د بهرنیو چارو وزارت (AA)، د المان د اقتصادی همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ)، د جاپان د نړیوالې همکاری اداره (JICA)، د سویدن د نړیوالې پراختیا د همکارۍ اداره (SIDA)، د ناروې حکومت
شریک:
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت
پلی کونکي اداره:
د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره، د KfW پراختیایي بانک
ولایتونه:
بدخشان, بلخ, کندز, تخار
د پروګرام موخه:
د هیواد د ملکي بیارغونې په موخه د روغتونونو او ماهرو کارکوونو په شمول په یوې عصري بیخبنا باندې د یوه فعاله روغتیایي سیستم جوړول
Twitter icon
Facebook icon