بیځایه کیدل او مهاجرت

په افغانستان کې بیځایه کیدل او مهاجرت

افغانستان د هغو کډوالو یو تر ټولو لویو مبدا هیوادونو څخه ګڼل کیږي چې د جګړې، ځورونې او تاوتریخوالي له امله تښتیدلي دي. کابو ۲٬۶ میلیونه افغان کډوال په ټوله نړۍ کې راجسترشوي دي، او د ملګرو ملتونو د سوچ سره سم دوه میلیونه نور ناراجسترشوي افغان کډوال هم شتون لري. اکثر افغان کډوال ګاونډیو هیوادونو لکه پاکستان یا ایران ته تښتي. ډیرو نورو افغانانو هم د مهاجرت لاره غوره کړیده: د کار د مهاجرو په شمول څه نا څه ۵٬۶ میلیونه افغانان دهیواد نه بهر ژوند کوي – چې د ټول نفوس ۱۸٬۴ سلنه جوړوي. برسیره پردې، نږدې ۱٬۲ میلیونه مهاجر اوس مهال د خپل هیواد په دننه کې بیځایه شوي دي، په داسې حال کې چې باور کیږي ۱۲۵۰۰۰ پاکستاني کډوال په افغانستان کې ژوند کوي.

د خلکو د بیځایه کیدو دپاره زیات شمیر دلایل لیدل کیږي. افراد د ظلم او ځورنې، جګړې او د بشر د حقونو د سرغړونو له لاسه تښتي. د هغوی د ژوند وضعیت هغوی دیته مجبوري چې خپل اصلي هیواد پریږدي.  برعکس، که چیرې بهرني عوامل هم نه وي چې دوی د هیواد وتلو ته اړ کړي، مهاجر په شعوري توګه هم پریکړه کوي چې خپل هیواد پریږدي. په تیره بیا ځوانان د خپل ژوند د شرایطو او لرلیدونو د سمون په موخه مهاجرت کوي. دلته د کارموندنې، عاید، د اوبو او برښنا د ډاډمنې رسونې، خوراک، روغتیایې څارنې او استوګنې په شمول یو اوږد لست د پام وړ رول لوبوي. نور کسان د طبیعي پیښو له امله تیښتې ته اړ شوي دي؛ په افغانستان کې افراطي پیښې لکه سیلابونه، د مځکې ښوئیدل، وچکالي او زلزلې د متاثرشوو خلکو ډلو معیشت ته یو ګواښ دی.

څه نا څه ۱۵۴۰۰۰ تنه افغانان په ۲۰۱۵ کال کې او شاوخوا ۵۰۰۰۰ تنه په ۲۰۱۶ کال کې المان ته راغلل. یوازې د ۲۰۱۶ د جنوري په میاشت کې د ۱۲۰۰۰۰ تنو نه زیات افغانی اتباع المان ته راورسیدل. خو د ۲۰۱۶ کال د اپریل د میاشتې نه وروسته دغه رقم په میاشت کې ۳۰۰۰ تنو ته را ټیټ شو. په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۱۳۰۰۰۰ تنو افغاني اتباعو په المان کې د پناه غوښتنه وکړه.

د ۲۰۱۶ کال د اوړي د موسم نه را پدې خوا، زیات شمیر افغان کډوال چې په پاکستان او ایران کې اوسیدل – په ټولیزه توګه شاخوا یو میلیون تنه کډوال – هم خپل هیواد ته بیرته راستانه شول. د زیات شمیر کورني بیځایه شویو کسانو د ادغام د حلولو تر څنګ دولت دنده درلوده چې دغو خلکو ته استوګنه او عادی خدمتونه هم برابرکړي.

د المان حکومت نیت دادی چې د افغانستان په دننه کې د بیځایه کیدلو او غیرقانونی مهاجرت د لاملونو کچه راټیټه کړي او په هیواد کې خلکو ته لرلیدونه منځته راوړي، لکه د هغو کسانو ادغامول چې پناه غوښتنه یې رد شویده او هغو افغاني اتباعو ته چې د ګاونډیو هیوادونو څخه بیرته راستنیږي او په هیواد کې دننه مهاجرو ته د مرستې برابرول. په ۲۰۱۰ کال کې د طالبانو د رژیم د نسکوریدو راهیسې، د المان حکومت په افغانستان د یو زیات شمیر پراختیایي پروژو څخه ملاتړ کوي. د هیواد د ملکي بیارغونې تر څنګ د افغانستان سره د المان د همکارۍ پاملرنه په تیره بیا دیته اړول شویده چې د قانون د واکمنۍ پر بنسټ یو افغاني دولت ته وده ورکړي، یعنې داسې یو دولت چې د بشر د حقونو رعایت او ساتنه وکړي، د اداري فساد او نشه یي توکو د کښت سره مبارزه وکړي، ملي امنیت تامین کړي، او یو ډاډمن حقوقي نظام منځته راوړي. دا ډیره ضروري ده چې اتباع دولت د خپل مشروع استازي او د خدمتونو د برابرونکي په توګه وپیژني چې د دوی لومړنی اړتیاوې پوره کوي. دولت باید خپلو اتباعو ته حقوقي ډاډ ورکړي او لرلیدونه منځته راوړي، د هغوی برخې اخیستنې ته لاره اواره کړي، او فرصت ورکړي چې د خپل راتلونکي او د هیواد د اقتصادي او سیاسیي راتلونکي په جوړولو کې شخصي ونډه واخلي. المان د افغانستان څخه د بې وزلۍ سره د مبارزې، د حکومتوالۍ د سمون ورکولو او همداراز د هیواد د اقتصادي وضعې، او د اوږدمهال ثبات او امنیت د بنسټ د منځته راوړلو  په لاره کې ملاتړ کوي.

د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان په باب د بروکسل په کنفرانس کې د المان حکومت د افغانستان سره پر خپل هوډ ټینګار وکړ او په افغانستان کې د یو زیات شمیر مرستندیو ملکي پروژو د تمویل په شمول، د هیواد د ثبات او ملکي بیاجوړونې دپاره د راتلونکي مالي ملاتړ ژمنه وکړه.

د المان حکومت د اوبو رسولو، انرژۍ، پوهنې، روغتیا او اقتصاد په ډګرونو کې د زیات شمیر افغاني پارټنرانو سره د همکارۍ تر څنګ، د افغانستان د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو د وزارت، د ولایتي او ښاري ادارو او د افغانستان د مالیې وزارت سره همکاري کوي چې د کورني بیځایه شویو کسانو وضعې ته سمون ورکړي او محلي اوسیدونکي د طبیعي پیښو سره د مبارزې په لاره کې لاښه سمبال کړي. د دغو اقدامونو موخه داده چې په اضطراري حالاتو کې په محل کې د خلکو د ژوند د سمون سره مرسته وشي او د هغوی اړتیاوې نیغ په نیغه پوره شي.

د دې دپاره چې نور معلومات په لاس راوړی چې د المان حکومت په ټوله نړۍ کې د بیځایه کیدو او غیرقانوني مهاجرت د لاملونو د کچې د راټیټولو، د کوربه سیمو د ثبات جوړونې، مهاجرو ته د مرستې او د مهاجرت د فرصتونو نه د ګټې اخیستنې په لاره کې څه کارونه کوي، دلته د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) او د المان د بهرنیو چارو فدرال وزارت (AA) انترنټي مخپاڼې وګورۍ.

 

Bundesentwicklungsminister Dr. Gerd Müller

د بې ځایه کیدو حل لاره په پراختیا کې پانګه اچونه ده.
ګرد مولر، د آلمان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزیره
 

 

څه ته اړتیا ده؟

د کال ۲۰۰۱ نه راهیسې افغانستان د روغتیا، پوهنې، بیخبنا او د ښځو د حقونو او په خپلې دولتي ادارې کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. دغه پرمختګ باید پیاوړۍ او پراخه شي. دا هم مهمه ده چې د هیواد د بی ثباتۍ د مخنیوي اقدامونه پلي شي. په دې برخه کې ولسمشر اشرف غني او د مدني ټولنې زیات شمیر استازو په وار وار د "معزونو د تېښتې" یعنې د هیواد څخه د افغان ځوانانو د وتلو خبردارۍ ورکړی دی چې ګڼ شمیر یې تعلیم لرونکي او مسلکي دي.

د دې دپاره چې د بیځایه کیدلو د سببونو سره مبارزه وشي باید د هیواد په دننه کې د امنیتي وضعې د پایدارۍ او د سیاسي تعقیب، د قدرت پر سر د پوځې انحصار، او افراطیت پرضد د مبارزې په لاره کې ګامونه اوچت شي. دا هم اړینه ده چې د افغانستان خلکو ته ښکاره شي چې دوی په خپل هیواد کې لرلیدونه لري. په دې کار کې د بیرته ستنیدونکو ادغام هم شاملیږي.

په خپل دولت باندې د افغانانو باور باید بیاورغول شي. د بیخبنایي اقدامونو، د اقتصاد د ودې لپاره د ابتکارونو، او د څښاک د اوبو او برښنا د رسولو د شبکو د پراخولو ترڅنګ افغانستان د خپلو خلکو دپاره د یوې راتلونکې په جوړولو کې د یو شمیر ننګوونو سره مخامخ دی لکه د اداري فساد سره مبارزه، د قانون د واکمنۍ دپاره د میکانیزمونو جوړول او د یوې فعالې ادارې منځته راوړل. د المان حکومت د نوموړو ننګوونو د رفع کولو په لاره کې د افغانستان سره مرسته کوي.

د انتباهونو او تحقیقي موردونو د لوستلو لپاره دلته ټس وباسۍ.

زمونږ لاسته راوړنې څه دي؟

د ۲۰۰۹ کال راهیسې د المان حکومت د ۳٬۱۷ میلیاردو یورو نه زیاتې پیسې د افغانستان په پراختیایي پروژو کې لګولي دي. د لومړیتوب ډګرونه دادي: ښه حکومتوالي، بشري مرسته او ثبات، انرژۍ، اوبه، ښوونه او روزنه (مسلکي روزنه)، او همدارزا پایښتونکي اقتصادی وده او د کارموندنې ترویجول. په دې لاره کې بیلابیل پروګرامونه پلي کیږي، د بیخبنا د پراخولو او د زیات شمیر روغتیایي مرکزونو او د برښنا د کارخانو د ودانولو څخه نیولې بیا تر هغو اقدامونو پورې چې د مسلک دوام د روزنې او د کارموندنې د ودې په لاره کې ترسره کیږي.

موخه: مونږ غواړو افغانانو ته وښیو چې دوی په خپل هیواد کې دننه لرلیدونه لري او د افغاني چارواکو سره خپلو خلکو ته د مناسبو خدمتونو د برابرولو په لاره کې مرسته وکړو. شاوخوا ۲۲ میلیونه افغان ښځې او نارینه – د ټول نفوس دوه دریمه برخه – اوس مهال د هغو پروژو څخه ګټه پورته کوي چې د المان له خوا ورځنې ملاتړ کیږي.

بریالیتوب له ورایه لیدل کیږي: یوازې یو څو بیلګې په لاندې توګه بیانیږي. د لا ډیرو معلوماتو دپاره مهرباني وکړی د افغانستان سره د المان د همکارۍ د اوسني ارقامو کتنې ته مراجعه وکړی.

  • د ۲۰۰۹ کال راهیسې ۳۵۰ ښوونیزې ودانۍ – ۱۶۹ لومړني ښوونځي، ۱۲۴ منځني ښوونځي، ۱۵ پوهنتونونه او ۴۲ مسلکي ښوونځي – ودانې شوي، پراخې شوي یا نوې شوي دي. شاوخوا ۳۶۵۰۰۰ تنه افغانان له دغو اقدامونو څخه ګټه پورته کوي.
  • د ۲۰۱۰ کال راهیسې کابو ۷۵۰۰ اوږدمهاله کارونه منځته راغلي دي، او ۳۳ سوداګریزې موسسې او همداراز ۱۸ کارخانې جوړې شوي یا په وسایلو سمبال شویدي.
  • د ۷۵۰۰۰ تنو نه زیاتو ځوانانو چې کابو ۲۰ سلنه یې ښځې دي د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۵ کلونو تر منځ یو مسلکي روزنیر کورس بشپړ کړیدی.
  • د ۲۰۰۹ کال راهیسې شاوخوا ۷۳۰۰۰۰ تنو افغانانو چې ۱۳۵۰۰۰ تنه یې ښځې دي، د مسلک د دوام روزنه په لاس راوړې ده.
  • د ۲۰۰۹ کال راهیسې د ۷۷۰۰۰ نه زیاتې کورنۍ د اوبو رسولو د عمده شبکې سره تړل شوي دي چې په دې توګه ۴۰۰۰۰۰ تنه خلک د هغه څخه ګټه پورته کوي.

د افغانستان سره د المان د همکارۍ موخې څه دي؟

په افغانستان کې د ملاتړ د اوسنيو کارونو موخه داده چې د بیځایه کیدلو د لاملونو کچه راټیټه شي او د افغانی اتباعو سره مرسته وشي چې د بې وزلۍ او افراطیت د پولو نه تیرشي او په خپل هیواد کې، په تیره بیا په شمالي ولایاتو کې، لرلیدونه راوسپړوي. د همکارۍ پام لاندې ډګرونو ته اړول شویدی:

  • ښوونې او روزنې ته هم د نجونو او هم د هلکانو لاسرسۍ
  • مسلکي زده کړې او روزنې ته لاسرسۍ
  • په کلیوالي سیمو کې هم ښځو او هم نارینه وو ته د کارموندنې فرصتونه
  • د بیخبنا ترمیمول او پراخول
  • د عامه ادارې اصلاح کول
  • د قانون د واکمنۍ او دموکراتیکو جوړښتونو پراخول او د اداري فساد په وړاندې د مبارزې اقدامونه
  • د برښنا د تولید د کارخانو، د څښاک د اوبو د سیستمونو او د روغتیایي څارنې د ودانیو پراخول او جوړول

په افغانستان کې افغانو کډوالو او مهاجرو سره د بیرته تګ او ادغام په لاره کې مرسته 

مرکې

د بیځایه شویو او مهاجرت په سیمو کې د جي آی زید د فعالیتونو همغږکوونکي ښاغلي ارنو تومووسکي سره مرکه 

ویدیو

GIZ Video Thumbnail picture

په هیواد کې دننه بیځایه شوي کسان اکثراً د لویو ښارونو په څنډو کې، چیرته چې ځمکه لا تراوسه په ارزانه بیه په لاس راځي خو تر ټولو لومړنۍ اړتیاوې اغلباً شتون نلري، هستوګنه غوره کوي. د هغو راتګ د کار پر ځایي بازار او په بیخبنا باندې فشار زیاتوی او په دې توګه د باروتو یوه بوجۍ  منځته راوړي چې اغلباً د ځایي کوربه خلکو سره د شخړې سبب ګرځي. اکثر بیځایه شوي کسان هیڅ کومه سرچینه یا لرلید نلري، او دلته دی چې جی آی زید د مرستې لپاره راځي. ß

https://www.giz.de/fluchtundmigration/en/html/3562.html

 

په افغانستان کې د لرلیونو منځته راوړل

د بیاجوړونې او پراختیا کارپوهان

د دې لپاره چې د افغان حکومت د وزارتونو او مهمو نهادونو د منجمنت مهارتونو ته سمون ورکړل شي، د المان حکومت د افغانستان د کار په بازار کې د ادغام شویو کارپوهانو او بیرته راستانه شویو کارپوهانو د ګمارلو څخه ملاتړ کوي. دغه کسان په لومړي ګام کې د افغانستان د وزارتونو، مهمو نهادونو او ادارو سره مرسته کوي. ماهره کارپوهان او منجران کولای شي د روښانو او اغیزمنو جوړښتنو په جوړولو، د مشرتوب د کیفیتونو په منځته راوړلو او د روڼتوب او شفافیت په تامینولو کې مرسته وکړي. د هغو اکثریت افغانی سابقه لري چې دوی دیته توانوي چې عمده پوستونه په غاړه واخلي او د مقرراتو او د پالیسۍ د جوړښتیزه بدلون لارښوونه وکړي.

نوموړي کارپوهان د ښې حکومتوالۍ، امنیت، کورني او بهرني پالیسۍ، اقتصاد، ترانسپورت، پوهنې، لوړې زده کړې، کلتور او رسنیو په ډګرونو کې په کار بوخت دي او خپله پوهه خپلو همکارانو ته لیږدوي.

د ۲۰۰۲ کال راهیسې د ۱۰۰ تنو نه زیات ادغام شوي کارپوهان د المان د حکومت په ملاتړ د افغانستان په عمده پوستونو کې ګمارل شوي دي. اوس مهال ۱۳ ادغام شوي کارپوهان په کابل او د بلخ په ولایت کې په کار بوخت دي، په داسې حال کې چې ۱۶ تنه بیرته راستانه شوي کارپوهان (د ۲۰۷ کال د جنوري د میاشتې د احصایې له مخې) په ټول هیواد کې دندې ترسره کوي. په افغانستان کې د کارپوهانو د ادغام د لړۍ په باب د لانورو معلوماتو دپاره دلته ټس وباسۍ.

 

د کورنیو بیځایه شویو کسانو ادغامول

په افغانستان کې د نړۍ د نورو سیمو په شان کورني بیځایه شوي کسان د ملي پولو نه د تیریدو پرځای د خپل هیواد په دننه کې نورو سیمو ته کډه کوي. په ۲۰۱۵ کال کې د ملګرو ملتو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په افغانستان کې د کورنیو بیځایه شویو کسانو شمیر په زیاتیدونکي توګه ۱٬۵ میلیونه اټکل کړی وو. دغه راز کسان خصلتاً د ځایي اوسیدونکو په پرتله خدمتونو ته ډیر لږ لاسرسۍ لري او د استوګنې ځای، خوراک، اوبو، روغتیایي څارنې، پوهنې او کارموندنې د نیمګرتیاوو سره لاس او ګریوان وي.

د خپل ځان سره د مرستې د ترویج په موخه په افغانستان کې د کورنیو بیځایه شویو کسانو د ادغامولو پروژه د نوموړو کسانو سره مرسته کوي چې په خپل نوي چاپیریال کې ادغام شي تر څو وکولای شي بیرته خپل عاید پخپله په لاس راوړي. د روزنې په مرسته د حکومت د وزارتونو افغان کارپوهان او د غیرحکومتي سازمانونو کارکوونکي روزل شوي دي چې د محتاجو کډوالو سره د مرستې په موخه اړین اقدامونه را په ګوته کړي او په سمه توګه هغه پلۍ کړي.

د هغو پلي شویو فعالیتونو بیلګې چې د کورنیو بیځایه شویو کسانو د ژوند شرایطو ته د پام وړ سمون ورکوي، دادي: د شاوخوا ۲۷۵۰ کورنیو دپاره دوه ښوونځۍ؛ د څښاک د اوبو ۷۶ نوې څاګانې؛ تر ټولو زیات زیان منونکو کورنیو دپاره ۳۴۴ د استوګنې موقت یونټونه؛ د شاوخوا ۲۰۰۰ کسانو دپاره د اوبدلو، ګڼډلو او لوم جوړولو لومړنۍ او دوامداره روزنه؛ د کورنیو بیځایه شویو کسانو دپاره د شخړو د حل او حفظ الصحې په باب روزنیز کورسونه؛ د ۷۶۰۰ کسانو دپاره د لیک او لوست او حساب ابتدایي روزنه. د دې پروژې په باب د لازیاتو معلوماتو دپاره دلته ټس وباسۍ.

د عوایدو او کار د فرصتونو له لارې د لرلیدونو منځته راوړل 

په افغانستان کې د کسب او کار د پراختیا په باب ویډیو: https://www.giz.de/fluchtundmigration/en/html/3594.html

هر کال شاوخوا ۸۰۰۰۰۰ تنکي ځوانان د سم کار د پیداکولو د کمزورو لرلیدونو سره د کار بازار ته ننوزي. دلته دوه دلیلونه شته: په افغانستان کې کار کم دی، خو روزنه هم اغلباً نشي کولای د کار د بازار غوښتنې پرځای کړي او داسې مهارتونه منځته راوړي چې هیواد ورته اړتیا لري. ځوانان د عملي تجربې او پوهې د نشتوالي سره مخامخ دي او نشي کولای د بیزنیس لړۍ په اغیزناکه او موثره توګه اداره کړي.

د المان حکومت د تشبثي نظریو د فرصتونو د تمویلولو او د ځانګړو پراګرامونو د پلۍ کولو له لارې د محلي اقتصاد په تحریک کې مرسته کوي. بزګران، عرضه کوونکي، پرچون پلورونکي، متشبثین، سوداګریزې ټولنې او سیاسي برخه وال په تخنیکي او سازماني ډګرونو او د بیزنیس په منجمنت کې دوامداره روزنه او د کارپوهنې ملاتړ ترلاسه کوي. غونډې لکه د سوداګرۍ نندارتونونه فعالې تبادلې او سوداګرۍ ته وده ورکوي په داسې حال کې چې بیلابیلې ودانیزې پروژې د سوداګرۍ د بیخبینا د سمونتیاوو سره مرسته کوي. د اوبو لګولو سیستمونه او ګدامونه هم د کرنې د تولید د واحدونو او لړیو په سمون کې لویه ونډه اخیستې ده.

د خلکو د ټولو ډلو دپاره د عاید د لاډیرو ګټورو فرصتونو برابرول د هغوی باورتیا او ټولنیز یووالي ته وده ورکوي. د ۲۰۱۰ کال راهیسې د بیلګي په توګه کابو ۷۵۰۰ اوږدمهال کارونه رامنځته شوي دي، نوښتونه هڅول شوي دي، بازارونه پراخ شوي دي او د تولید لړۍ لااغیزمنې شوي ډي چې د زیات شمیر متشبثینو عواید یې هم غوړولي دي. د المان حکومت په استازیتوب په افغانستان کې د پایښتونکي اقتصادي پراختیا او د کارموندنې د ترویج په باب د لا نورو معلومات دپاره دلته ټس وباسۍ.

ښوونه او روزنه – د لاروښانې راتلونکې لاره ده

Students at a TVET school

د وولفګانګ ګیرهارد (Wolfgang Gerhard) په نامه یو الماني سیاستوال داسې ویلي وو: "ښوونه او روزنه زمونږ د راتلونکي پاسپورت دی." د یوه هیواد اقتصادي بریالیتوب د ښوونې او روزنې د کچو سره لاس په لاس روان دی: یوازې یو ښه روزل شوی نسل کولای شي د موجوده فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او په پراختیا کې مثبته ونډه واخلي. د شخړې او تاوتریخوالۍ درې لسیزې او د طالبانو رژیم خپلې نښې پر افغانستان باندې پرې ایښې دي: یوازې د نیم میلیون نه لږ ماشومان د طالبانو په وخت کې ښوونځي ته ولاړل او نجونو په پټه لوست وایه. اوس شاوخوا نهه میلیونه ماشومان بیرته ښوونځي ته ځي چې ۷۴ سلنه د لومړني ښوونځي د عمر نجونې او ۹۸ سلنه د لومړني ښوونځي هلکان زده کړه ترلاسه کوي.

د المان د حکومت پروګرامونه د مسلکي ښوونځیو ښوونکو د پاره د ابتدایي او مداومې روزنې څخه ملاتړ کوي چې د زیات تیوریکې لوست څخه د عملي روزنې په لور چې د کار د بازار اړتیاوې منعکسوي، خوځیږي. لږترلږه ۱۰۰۰ تنه ځوانان اوس مهال د ښوونکو په توګه روزل کیږي چې په کابل او مزارشریف کې په نویو ودان شویو مسلکي ښوونځیو کې لوست ورکړي. یو لړ نور اقدامونه هم ترسره کیږي چې د ښوونیزو نهادونو او شرکتونو سره همکاري هڅوي چیرته چې زده کوونکي کولای شي عملي کارونه پرمخ بوزي او ځان د اشتغال د ورځني چارو سره آشناکړي چې دا د کار ژوند ته د هغوي ننوتل آسانه کوي. په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړې او روزنې (TVET) د ملاتړ پروژه چې د ۲۰۱۴ کال راهیسې جاري ده تر اوسه پورې شپږ مسلکي ښوونځۍ په کابل، مزارشریف او د کندز په ولایت کې ودانې کړې یا نوې کړي دي. برسیره پردې، ۵۰ مسلکي ښوونځۍ په ورکشاپونو او د ټولګیو په میز او څوکیو سمبال شوي دي او شپږ نوي تخنیکي او د صنایعو د روزنې مسلکونه منځته راوړل شوي او په ۳۵ مسلکي ښوونځیو کې شامل شوي دي. د ۱۱۰۰۰ تنو زیات ځوانان اوس مهال په نوي مسلکي ښوونځیو کې روزنه مومي. په تخار کې یو مسلکي روزنیز انستیتوت د بشپړیدو په حال کې دی چې د روان کال په ترڅ کې به شاوخوا ۶۲۰ تنه د موټر د میخانیک شاګردان، برقیان، میخانیکي انجینران، احداث کوونکي، اداره چیان، محاسبان او د سوداګرۍ او د معلوماتو د تکنولوژۍ په ډګرونو کې کارپوهان وروزي.

د ۲۰۰۹ کال راهیسې د ښوونې او روزنې په ټولو ډګرونو کې په ټولیزه توګه ۳۵۰ روزنیز نهادونه ودان شوي یا نوي شوي دي چې په هغو کې ۱۶۹ لومړني ښوونځۍ، ۱۲۴ منځنۍ ښوونځۍ، ۱۵ پوهنتونونه او ۴۲ مسلکي ښوونځۍ شامل دي. د افغانستان سره دغه د همکارۍ ډګرونه شاوخوا ۳۶۵۰۰۰ تنو خلکو ته ګټه رسوي. د ښوونې او روزنې د اقدامونو د ملاتړ په باب د لانورو معلوماتو دپاره دلته ټس وباسۍ. 

د ټولو افغاني اتباعو دپاره یوه سوله ایزه راتلونکې

International Children's day - kids painting for the 'pictures of hope' exhibitionد افغانستان ټول خلک باید وتوانیږي چې د جرم او افراطیت د اغیزې نه پرته ژوند وکړي. د سولې د ملکي خدمتونو (ZFD) پروژه په ۲۰۰۴ کال کې له دې موخې سره پیل شوه چې د تفکر، د ډار او قهر د منځه وړلو د خلاقو اسلوبونو، د باور د جوړولو د اقدامونو، د تاوتریخوالي نه پرته کمونیکشن، جوړونکي نیوکو، د ځان سره مرستې، او د شخړې د وساطت له لارې د نژادي، مذهبي او ټولنیزو ډلو تر منځ سوله پیاوړي کړي. د هغو د ملاتړ او فعالیتونو له برکته د سولې اوږدمهالې موخې په لاس راغلي دي: د نژادي او ژبني خنډونو او د جندر د عنعنوي رولونو هاخوا، په ډیرو ډګرونو کې بدلون منځته راځي. د بیلګي په توګه، دا پروژه په فعاله توګه کار کوي چې ځوان مجرمین په جزایي نهادونو کې ادغام کړي او د بند څخه د هغوی د خوشي کیدو نه وروسته هغوی ته لرلیدونه ورکړي. دا پروژه همدارنګه د کوڅو هلکانو ته ښوونه او روزنه برابروي او په ټولنه کې د هغوي د ادغام په لاره کې مرسته کوي. د مدنې ټولنې د سولې د لړیو د ملاتړ په باب د لانورو معلوماتو دپاره دلته ټس وباسۍ.
 

د ملي روغتیا خدمت نوي لرلیدونه منځته راوړي

New facilities open at the Kunduz Regional Hospital with funding from Germany.زیاتره افغانان مناسبې روغتیایي څارنې ته لاسرسۍ نه لري ځکه په ګڼ شمیر مواردو کې کلینیکونه، روغتایي مرکزونه او روغتونونه د څو ورځو په واټن د هغوی نه لیري پراته دي. د روغتیا د نوې او عصري بیخبنا ودانول، د زیات شمیر روغتیایي مرکزونو تجهیزول او د طبي کارکوونکو دپاره د مداونې روزنې برابرول هم په کلیوالي او هم په ښارې سیمو کې د خلکو دپاره د روغتیاي څارنې د سمون سره مرسته کوي. نوي روغتونونه د حفظ الصحې د عصري نورمونو او د انرژۍ د اغیزمنتیا د معیارونو سره سمون لري او رنځورانو او پرسونل دواړو ته د روغتیاي څارنې یو ډیر ښه چاپیریال برابروي. په عین حال کې، نور بیخبنایي اقدامونه د محلي اوسیدونکو دپاره د هغوی د ښارګوټي یا کلي نه بهر روغتیایي مرکزونو ته لاسرسۍ ډیر آسانه کوي.

د تشخصیص د سمون ورکړل شویو میتودونو تر څنګ د روغتیاي څارنې زیات شمیر تاسیسات هم اوس نوښتیزه تکنالوژۍ لکه ټیلي میدیسن کاروي. د ۲۰۰۹ کال راهیسې په ټولیزه توګه ۵۸ روغتونونه او روغتیایي مرکزونه په ټول هیواد کې ودان شوي یا نوي شوي دي چې د ۳ میلیونو نه زیاتو وګړو ته ګټه رسوي.

                                                                  

په ټول هیواد د روغتیایي څارنې د پراخوالو او د روغتیایي څارنې سیستم ته د سمون ورکولو په باب د لا نورو معلوماتو دپاره دلته ټس وباسۍ. 

#د المان په باب آوازې – په افغانستان کي یو معلوماتي کمپاین

د المان د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاقوړونکو د آوازو او درواغو په شنډولو کې د خپلو هڅو د یوې برخې په توګه په افغانستان کې یو پراخ معلوماتي کمپاین پیل کړی دئ. دغه وزارت د بیلابیلو کانالونو لکه راډیو او ټلویزیون، ټولنیزې رسنیو، د سفارت د خپرونو او مدنې ټولنې د غونډو په کارولو سره غواړي چې دا خبره تامین کړي چې هغه افغاني اتباع چې اروپا ته د تیښتې په فکر کې دي په اروپا کې د ژوند یو واقعبینانه انځور ولري او خپل ژوند د غلطو معلوماتو پر بنسټ په خطر کې وانه چوي. موخه داده چې خلک باخبر کړي نه دا چې هغوی وډاروي: ß http://www.rumoursaboutgermany.info

 

#RumoursAboutGermany

په هغو ډنډورو او غلطو معلوماتو چې د انسانانو د سوداګرو له خوا د ګویا آسانه سفر او په المان کې د آسانه ژوند په اړه په عمدي توګه خپریږي باور مه کوئ.

اروپا ته د تیښتې د هڅې له لارې خپل ژوند په خطر کې مه اچوئ.

د انسانانو سوداګر جنایتکاران دي چې یوازې د پیسو سره مینه لري. هغوی رښتیا نه وایي او د بشر د ژوند پروا نلري.

المان د افغانستان څخه خپل سرتیري وباسي.

دا خبره غلطه ده! المان به له افغانستان سره ملاتړ ته دوام ورکړي او د هیواد د ثبات جوړنې دپاره به د افغان وسله وال پوځونو د روزنې او په افغانستان کې، په تیره بیا د پوهنې او مسلکي روزنې په ډګرونو کې، د خلکو سره د مرستې له لارې خپلې هڅې پرمخ بوزي.

هغه څوک چې د افغانستان وي د پناه غوښتنې حق لري.

دا خبره سمه نده! یوازې هغه کسان چې تر تعقیب لاندې وي کولای شي د پناه ورکونې هیله ولري.

ټول افغانان چې زه په اروپا کې پیژنم بریالي دي.

په اکثر مواردو کې، مهاجر خپلې یا اغلباً د خپلو خپلوانو پیسې اروپا ته د تګ په لاره کې لګوي. هغوی یوازې په دې نامه چې اروپا ته ورسیدل خپلو هیوادوالو ته خبر ورکوی چې دوی بریالي دي سره له دې چې دلته د ژوند واقعیت له بده مرغه بیخي بل ډول دی. په المان کې زیات شمیر افغانان چې کوم کسب یې زده نه دی یا د الماني ژبې سره آشنایي نلري، وزګاره پاتې دي.

زه به وکولای شم چې په المان کې کار وکړم.

د المان حکومت مهاجرو ته کار نه برابروي. ډیر کلونه په کار دي تر څو یو مهاجر ته اجازه ورکړل شي چې په المان په قانوني توګه کار وکړي.

زه به د ښه راغلاست پیسې ترلاسه کړم.

د قاچاق وړونکو د ډنډورو او ناسمو معلوماتو پرخلاف، د راتلو په مهال چاته د ښه راغلاست پیسې د المان له خوا نه ورکول کیږي. د انسانانو سوداګر د داسې ډنډورو په خپرولو سره د ډیرو زیاتو انسانانو ژوند په آګاهانه توګه په خطر کې اچوي!

په المان کې به زه وکولای شم چې یو معاش واخلم او مرستې ترلاسه کړم.

د المان حکومت مهاجرو ته کار نه برابروي. برسیره پردې، په المان کې د ژوند لګښت د افغانستان په پرتله د پام وړ لوړ دی.

په المان کې د انګریزي ژبې په پوهیدو سره څوک د هیڅ ډول خنډ سره نه مخامخ کیږي.

په ورځني ژوند کې، د المان په دولتي دفترونو او اکثرو شرکتونو کې یوازې په الماني ژبه خبرې کیږي.

المان کولای شي ۸۰۰۰۰۰ مهاجر ومني.

دا خبره سمه نده! په المان کې د استوګنې دپاره معین حقوقي شرطونه په کار دي. په غیرقانوني توګه استوګنه یو جرم دی. هغه کسان چې د استوګنې اجازه ورنکړل شي د هیواد څخه ایستل کیږي.

Twitter icon
Facebook icon