ستراتیژی

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د آلمان د صدراعظم انجیلا میرکل سره په خبرو اترو کې.
 

داسې تمه کیږي چې د بدلون او تحول د پړاو (۲۰۱۵-۲۰۲۴)، یعنې د ژورو بدلونونو د بهیرونو د پړاو په پای کې به افغانستان د یوه عادي پرمختیایی هیواد وضعیت ته ورسیږي. دا په دې مانا ده چې افغانستان به د دغه مهال نه وروسته که څه هم بیاهم پراخ بهرني ملاتړ ته اړ وي، خو د دې توان به ولري چې خپله بودجه او امنیتي لګښتونه تر زیاته حده پورې په خپله غاړه واخلي. اوس مهال، د افغانستان دولت تر اوسه په داسې موقف کې نه دی چې د هیواد پایښتونکي پراختیا د خپلو سرچینو څخه تمویل کړي.

د افغانستان سره د المان همکاري به د افغانستان د اوږدمهال ثبات او سوله ایزې پراختیا د شرایطو په منځته راوړلو کې مرسته وکړي. دغه همکاري یو هراړخیز او شبکه لرونکۍ چلند تعقیبوي چې د ډیپلوماټیکو هڅو او "د افغانستان د ثبات د بستې" د ثبات جوړونې د پروژو، د ناتو د روزنې او سلامشورې په ماموریت کې د ګډون، د پراختیایي همکارۍ، د پولیسو د جوړولو او بشرپالونکو مرستو په واسطه ترسره کیږي. دا چلند په لومړي ګام کې د المان د بهرنیو چارو، د اقتصادي همکاریو او پراختیا، د کورنیو چارو او د فاع د وزارتونو له خوا پلۍ کیږي. په راتلونکو برخو کې د افغانستان د ملکي بیارغونې ته پام اړول کیږي چې په تیره بیا د المان د بهرنیو چارو او د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارتونو له خوا ورځنې ملاتړ کیږي.

د المان پراختیایي همکاري د افغانستان څخه ملاتړ کوي تر څو دا هیواد خپل داسې یو دولت جوړکړي چې د خپلو اتباعو له خوا د هغوی د ګټو د مشروع استازي او د هغوی د اساسي اړتیاوو د پوره کوونکي په توګه وپیژندل شي. دې موخې ته د رسیدلو د پاره باید افغان حکومت په داسې یو موقف کې وي چې خپلو خلکو ته د بیوزلۍ، کډوالۍ، مهاجرت او افراطیت نه پرته د دوی د راتلونکې لرلیدونه پرانیزي.

نړیواله ټولنه د افغانستان څخه خپل بسیاتوب ته د رسیدو په لاره کې ملاتړ کوي او د اصلاحاتو بهیر او د هغو موخو پلۍ کول تعقیبوي چې ورباندې یې د افغان حکومت سره هوکړه کړیده. دا ټولنه د افغانستان په باب د وزیرانو غونډه چې په کال ۲۰۱۲ کې په توکیو کې جوړه شوې وه تر ۲۰۲۴ کاله پورې د افغانستان سره د ملکي ژمنو غزونه منظوره کړ. همدارنګه د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په میاشت کې د وزیرانو په غونډه کې چې په بروکسل کې جوړه شوې وه نړیوالې ټولنې د هغو اصلاحاتو د موخو پر بنسټ چې د افغان حکومت سره ورباندې هوکړه شوې ده د ۲۰۱۷ کال نه تر ۲۰۲۰ کلونو پورې په افغانستان کې خپلې ملکي ژمنې او مالي مرستې چې ټولیزه کچه یې ۱۵،۲ میلیاردو امریکایي ډالرو ته رسیږي، اعلان کړې. د دغې مودې لپاره د المان فدرال حکومت په کال کې د ۴۳۰ میلیونو یورو ملکي ملاتړ ژمنه وکړه (چې ۲۵۰ میلیونه یورو د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت او پاتې ۱۸۰ میلیونه یورو د المان د بهرنیو چارو د وزارت له خوا برابریږي). د نوموړو ژمنو سرته رسونه د اصلاحاتو د هوکړو، په تیره بیا د ښې حکومتولۍ، د بشر د حقونو، د قانون د واکمنۍ او د اداري فساد سره د مبارزې په واقعي پلۍ کولو او همدارنګه د کډوالو او مهاجرت د چارو په همکاري پورې تړلې ده. د منل شویو اصلاحاتو د پلۍ کیدو د پرمختګونو په اړه به د افغانستان په باب د نړیوالې ټولنې د وزیرانو په غونډه کې چې د ۲۰۱۸ کال د نوامبر د میاشتې په ۲۸ نیټه په ژنیو کې جوړیږي، خبرې اترې وشي او د اصلاحاتو د راتلونکو موخو په اړه به هوکړه وشي.

لاندې ډګرونه په افغانستان کې د المان د کړنو په مرکز کې ځای لري:

  • د سولې او پخلاینې د پروسې هڅونه

د المان فدرال حکومت د افغانستان د دولتي نهادونو د پیاوړي کولو تر څنګ د افغانستان د مدني ټولنې څخه هم ملاتړ کوي. په دې ډګر کې په ځانګړې توګه د هغو چلندونو څخه ملاتړ کیږي چې په هیواد کې د سولې او پخلاینې سره مرسته کوي. برسیره پردې، د المان حکومت د افراطیت د مخنیوي او همداراز د سیمه ایزې همکارې د ټینګښت په لاره کې هڅه کوي.

  • ملکي ثبات جوړونه او د پولیسو پیاوړي کول

ملکي ثبات جوړونه او د پولیسو پیاوړي کول په یوه شبکه یي چلند کې د پراختیایي همکارۍ او پوځي ملاتړ بشپړوونکي او اړینه برخه ګڼل کیږي. مهمه داده چې د ثبات جوړونې مثبتې پایلې وساتل شي او د سولې د پروسې د پاره شرایط منځته راشي. د عامه مصونیت د سمون ورکولو په موخه د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت څخه د پولیس ځواکونو د پیاوړي کولو په ډګر کې ملاتړ کیږي تر څو هغوی په دې موقف کې وي چې امنیت د قانون د واکمنۍ د اصولو په پام کې نیولو سره پلۍ کړي.

  • د لرلیدونو په توګه د افراطیت په وړاندې د کارځایونه

هر کال کابو ۴۰۰٬۰۰۰ تنه  ځوانان د کار بازار ته درومي. د کارموندنې هڅونه او د کار د نویو ځایونو جوړول باید خلکو ته لرلیدونه منځته راوړي او د ښځو او نارینه وو لپاره په مساوي توګه یوه ډاډمنه راتلونکې برابره کړي.

  • د ښوونې او روزنې له لارې ښه راتلونکې

ښه ښوونه او مسلکې روزنه د کارموندنې او سیاسي برخې اخیستنې بنسټ جوړوي. د کار د بازار پر بنا مسلکي روزنه او بنسټیزه ښوونه د خلکو د پاره لاښه امکانات پرانیزي چې خپل ژوند ته بڼه ورکړي. مونږ د ظرفیت جوړونې او بیخبنایي اقدامونو له لارې د مسلکي روزنې د کیفیت د سمونتیا او همدارانګه د لومړنیو او ثانوي ښوونو سره مرسته کوو. مونږ همدارنګه د شته فعالو جوړښتونو لکه د استاد-شاګردۍ د دودیزې روزنې څخه ګټه پورته کوو او هغو ته لا پراختیا ورکوو.

  • د ښې حکومتولۍ له لارې د عدالت تامینول

اغیزمن مقامونه، ادارې او نهادونه د نظم، ټولنیزې سولې او حقوقي مصونیت تامینوونکي دي. هغوی د قانون د واکمنۍ د جوړښتونو او د غیرمتمرکز حکومتولۍ د ظرفیت د کچې د لوړولو له لارې باید داسې مهارتونه او پوهه په لاس راوړي چې خپلې دندې په شفافه توګه ترسره کړي، د اداري فساد په وړاندې په اغیزمنه توګه مبارزه وکړي او د ښځو حقونه پیاوړي کړي.

  • په کلیوالي سیمو کې اقتصادي وده

د افغانانو درې څلورمه برخه په کلیو او بانډو کې ژوند کوي چې د هغو ډیر شمیر د کرهنې په ډګر کې په کار بوخت دي. له دې امله، مونږ په دې ډګر کې په ځانګړې توګه، د بیلګې په توګه د ارزښت د ځنځیرونو، لکه شیدو او غنمو، د پراخولو او پیاوړي کولو له لارې د دوامداره او همداراز موقتو تولیدي فرصتونو د منځته راوړلو څخه ملاتړ کوو.

  • د بنسټیزې بیخنا چمتو کول

عامه بیخنباوو، خدمتونو او د استوګنې ځایونو ته د افغانانو لاسرۍ د ټولو پرمختګونو سره سره، په تیره بیا په کلیوالي سیمو کې ډیر محدود دی. زمونږ د ژمنې موخه په دې ډګر کې داده چې خلکو په تیره بیا زیان منونکو ډلو لکه کورني بیځایه شویو خلکو دپاره د بنسټیزې بیخبنا لکه د انرژۍ او اوبو برابرولو ته سمون ورکړل شي او ښارجوړونه پراختیا ومومي تر څو د کلیو او ښارونو د دوامدارې پراختیا سره مرسته وشي. یوه فعاله بنسټیزه بیخبنا په دولتي نهادونو باندې د خلکو باورتیا ټینګوي.

  • د محلي جوړښتونو پیاوړي کول

د پراختیا یو مهم شرط د محلي شریکانو له خوا د مسئولیت منل دي. له همدې کبله، د المان فدرال حکومت محلي پریکړه کوونکي جوړښتونه پیاوړي کوي او په زیاتیدونکي توګه هغوی ته د پلان جوړونې په پریکړو او د اقدامونو په پلۍ کولو کې برخه ورکوي. دا چلند همداراز د ګټو د تنازع په حل کې مرسته کوي. تر هغه ځایه پورې چې امکان ولري ودانیز کارونه د محلي کارګرو او محلي ودانیزو توکو په کارولو سره ترسره کیږي تر څو په هغه ځای کې د خلکو د پاره د کارځایونه او عواید منځته راشي.

  • بشرپالنې مرستې

د سولې او پراختیا د ټولو هڅو سره سره، خلک په افغانستان کې پایښتونکو خیریه مرستو ته اړه لري (چې د ملګرو ملتونو د سازمان د ریپوټ پر اساس د محتاجو خلکو شمیر په ۲۰۱۸ کال کې ۴،۲ میلیونو تنو ته رسیږي). د افغانستان خلک د پرله پسې طبیعي نارویو او د څو لسیزو پوځي شخړو څخه رنځ وړي. دواړه ناروینونه د زیات شمیر کورني بیځایه شویو خلکو سبب ګرځي چې د پاکستان او ایران د ګاونډیو هیوادونو څخه د راستنیدونکو کډوالو په شان بشرپالونکي مرستو ته اړه لري.

  • د مدني ټولنې رول

مدني ټولنه د دولتي نهادونو څخه د روڼتوب او ځواب ورکونې په غوښتلو او د ټولنیز بدلون په ودې کې مهم رول لوبوي. له همدې امله، د المان فدرال حکومت د مدني ټولنې د سازمانونو سره له نږدې نه کار کوي او هغوی ته سلامشوره ورکوي تر څو هغوی په دولتي لړیو کې لا زیات ګډون وکړي او په دې توګه د مدني حقونو په پلۍ کولو کې خپله ونډه ترسره کړي.

  • ملاتړ د اصلاحاتو د هڅونې په توګه

د مالي ملاتړ په بدل کې، د المان فدرال حکومت د افغان حکومت څخه تمه لري چې د ښې حکومتولۍ، د فساد په وړاندې د مبارزې، د ښځو د حقونو د ملاتړ او د اقتصادي برخه اخیستنې په ډګرونو کې د اصلاحاتو خپلې ژمنې په عمل کې پلۍ کړي. برسېره پردې، د آلمان حکومت تمه لري چې افغان حکومت د کډوالۍ او مهاجرت موضوعاتو کې همکاري وکړي.

د المان فدرال حکومت په پام کې لري چې په راتلونکې کې په موخه ایز ډول خپله همکاري د افغاني لوري د اصلاحاتو د شریکانو سره پراخه کړي او د دې ترڅنګ د روڼتوب، ځاني مسئولیت او د پراختیا د لورموندنې د پاره لا زیاتې هڅونې برابرې کړي.

له دې کبله، لازیات ملاتړ او مرستې د افغان حکومت له خوا د اصلاحاتو په پلۍ کولو پورې تړاو لري چې په ګډه توګه ورباندې هوکړه شوې ده. که چیرې په یوه ډګر کې د بسیا پرمختګ نښانې ونه لیدل شي، مونږ به د خپل ملاتړ کچه هلته راټیټه کړو یا به هغه ته د پای ټکۍ کیږدو. المان او د ډونرانو نړیواله ټولنه خپلې مرستې یو له بل سره همغږې کوي.

 

د افغانستان سره د المان همکاري – په یوه نازکه چاپیریال کې شتون

د المان د همکارۍ اداره، د بحران او شخړې د ځایونو په شمول، په بیلابیلو سیمو کې فعالیت کوي. دغه سیمې د المان حکومت د بنسټیزې ژمنې ته خورا اړتیا لري. ملي سازمانونه او د مدني موسسات د سولې او سیاسي امنیت او ثبات په فضا کې د ژوند د تضمینولو او د اقتصادي لرلیدونو د منځته راوړلو او د ټولو خلکو د برخې اخیستنې د وړتیا په لاره کې ملاتړ ته اړتیا لري.

د المان همکارۍ پام د افغانستان د خلکو او په هیواد کې د ملي شریکانو سره د مساوي شرایطو پر بنا په نږدې همکارۍ باندې متمرکز دی. وروسته له هرڅه، یوازي دغه شریکان باید د دې وړتیا پیداکړي او وکولای شي چې اړین مهارتونه منځته راوړي او اړین ګامونه وټاکي تر څو په اوږدمهال کې پراختیایي پروګرامونه په خپلواکه توګه طرحه او پلۍ کړي. له همدې کبله، د المان د حکومت یو له مهمو لومړیتوبونو څخه هم دادی چې د افغان شریکانو سره په نږدې سلا مشورې کار وکړي تر څو پروګرامونه د افغانستان د ځانګړي شرایطو سره سم تنظیم شي او د ځایي اړتیاوو سره سم هغوی ته په ډیر ښه ډول سمون ورکړل شي.

د نوموړو هڅو په ترڅ کې، افغان کارپوهان چې په پلۍ کوونکو سازمانونو کې په دنده بوخت دي، د پام وړ رول لوبوي. د تخنیکي او مالي همکاریو د چلندونو دوامداره موخه داده چې افغان پرسونل د المان د همکارۍ د لړیو سره آشنا شی او هغوی د پروګرامونو د پلۍ کولو د لړۍ د مدیریت دپاره وروزي. لوړه موخه داده چې مهارتونه او کارپوهنه د هیواد په دننه کې منځته راشي تر څو په تدریج سره مسئولیت افغان کارکوونکو ته وسپارل شي ځکه چې په زیاته توګه عملي تجربه په لاس راوړي او هغوی د مدیریت په لړیو کې ښکیل شي. د نړیوالو کارپوهانو سره یوځای هغوی باید د دې وړتیا ولري چې د پروګرامونو د مسلکي پلانجوړونې، د هغوی د پلۍ کول د مدیریت او د ټولو اقدامونو د اغیزمنتوب او پایښت د تامین په لاره کې د افغان شریکانو سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ملي او نړیوالو کارکوونکو امنیت د المان حکومت لومړیتوب دي. په هیواد کې وضعه په دوامداره توګه څارل کیږي او که اړتیا وي د خویندیتوب مناسب اقدامونو نیول کیږی او اړینو نورمونو ته ځای په ځای  سمون ورکول کیږی. که چیرې اړتیا وي چې نړیوال کارپوهان په موقته توګه افغانستان پریږدي، کارونه به نه شنډیږي. د افغان پرسونل د ظرفیتونو د پیاوړتیا په پایله کې پروګرامونه بې له ځنډه دوام مومي. برسیره پردې، د کار د دوام مدیریت په دوامدار ډول آزمویل کیږي: کله چې نړیوال کارکوونکي ونشي کولای په موقته توګه په ساحه کې شتون ولري، د کارونو پرله پسې مدیریت بیا هم تضمین لری. دغه موډل خپل برۍ ثابت کړی دئ او په دوامداره توګه پراختیا مومي. د پلانجوړونې د پړاو نه وروسته، پروګرامونه په داسې توګه طرحه شوي دي چې د دې امکان ورکوي چې حتي که د هیواد نه بهر د لرې واټن نه مدیریت کیږی. د ټولو امنیتی نورمونو په پام کې نیولو سره دا کار د ملي همکارانو د فعال ګډون او د هغوی سره د نږدې همکارۍ له امله د المان د همکارۍ په ټولو پروژو او پروګرامونو کې امکان لري. له همدې کبله، د المان د همکارۍ پروګرامونه کولای شی په سختو امنیتی شرایطو کې پلۍ شي او د هغو کیفیت او اغیزمنتیا تامین شي.

د المان د پراختیایي همکاریو پایلې
 

Screen shot CevTracker

د پایلو په لاس راوړنه، څارنه او نقادانه ارزونه – د افغانستان سره د المان پراختیایي همکاري څنګه پر مخ ځي

د دې لپاره چې د افغانستان سره د همکارۍ د اقدامونو چلندونه او اغیزې په دوامداره توګه ښه والۍ ومومي، د المان حکومت د ستراتیژۍ د پلۍ کولو پرمختګ څاري اود بیلابیلو پروګرامونو پایلو ته کره کتنه کوي. اقدامونه په منظمه توګه ارزول کیږي.  

اړوند >