زمونږ په اړه

افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د نسکوریدو وروسته یو بیسارۍ نړیوال ملاتړ – په تیره بیا د المان څخه – تجربه کړ هغه هیواد چې د پراخو پوځي او ملکي سرچینو په کارولو سره په افغانستان کې بوخت دئ. حتی که یو جامع کورنی سوله لا تر اوسه لرې ده - اوس افغانستان د اقتصادي، ټولنیز او د ټولنې د اړیکو له پلوه د پام وړ پرمختګ کړی دی. په لاندې مخو کې مونږ غواړو تاسو ته د افغانستان سره د المان د هراړخیزې همکارۍ په باب یوه لنډه کتنه وړاندې کړو. ځکه هغه بریالیتوبونه چې د افغانستان سره د المان د همکارۍ له لارې په لاس راغلي دي د ننګوونو سره سره چې تر اوسه هم دوام لري، په سترګو لیدل کیږي.

المان او افغانستان د ۲۰مې پیړې د پیل راهیسې نږدې اړیکې لري. په ۲۰۱۵ کال کې دواړو هیوادونو وکولای شول د المان-افغان د ملګرتیا سل کاله ولمانځي. نن المان د افغان دفاعي او امنیتی ځواکونو د روزنې، سلامشورې او مرستې تر څنګ، په تیره بیا د پراختیایي همکارۍ ، د ثبات جوړونې د اقدامونو او د بشرپالنې د مرستو له لارې د افغانستان څخه ملاتړ کوي تر څو په دې توګه د دې هیواد د ډموکراټیکې او سوله ایزې پراختیا سره مرسته وکړي او د ترهګرو په یوه خوندي ځای باندې د افغانستان د یو ځل بیا بدلیدو څخه مخنیوۍ وکړي.

نړیوالې ټولنې د افغانستان په باب د وزیرانو په غونډه کې چې په کال ۲۰۱۲ کې په توکیو کې جوړه شوې وه تر ۲۰۲۴ کاله پورې د خپلو ژمنو په دوام هوکړه وکړه چې بیا دوه کاله وروسته یعنې په کال ۲۰۱۴ کې په لندن کې او، بروسلز (2016) او په دې وروستیو کې په جنیوا (2018) کې. د افغانستان حکومت په پراخه توګه د اصلاحاتو ګامونو مسولیت په غاړه لري چې په ګډه سره د نړیوالې ټولنې سره موافق دی خو په دې ډګر کې د نړیوالې ټولنې اوږدمهالې ژمنې ته اړ دئ.

المان به په راتلونکې کې هم د افغانستان د ملکي بیارغونې په موخه د پام وړ مالي سرچینو په برابرولو سره د بېوزلۍ پرضد د مبارزې، د یوې ښې حکومتولۍ د جوړولو او د افغانستان د اقتصادي وضعې د سمون ورکولو او په دې توګه د پایښتونکي ثبات، امنیت او سولې د بنسټونو د منځته راوړلو د هڅو په لاره کې د دې هیواد څخه ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د المان د فدرال حکومت ملکي ژمنې د افغاني، الماني او نړیوالو کارپوهانو له خوا پلۍ کیږي چې په دولتي سازمانونو لکه د KfW پراختیایي بانک او دDeutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH په اداره  او همدارنګه په بیلابیلو نړیوالو او ملي غیرحکومتي سازمانونو کې د المان د فدرال حکومت په دستور په کار بوخت دي. د وروستیو کلونو په ترڅ کې د اعزام شویو کارپوهانو شمیر لږ شوی دی. ټاکل شوې پروژې په زیاتیدونکې توګه د افغاني کارپوهانو له خوا په پراخه توګه پرمخ بوول کیږي.

په افغانستان کې د المان د ژمنې موخه داده چې د یوه داسې دولت په جوړولو کې مرسته وکړي کوم چې د امنیت، نظم او قانون د اغیزمن تامین او همداراز د اقتصادي پراختیا پر بنسټ په ټول هیواد کې مشروعیت ولري او له دې لارې ثبات برابرکړي. یو تلپاتې پرمختګ د ژوند شرایطو او په افغانستان کې د خلکو راتلونکې راتلونکې ته چمتو کیدی شي، په دې توګه د سولې، امنیت او ودې پیاوړتیا.

په راتلونکې مخو کې به تاسې په افغانستان کې د ملکي بیارغونې او پراختیا څخه د المان د ملاتړ په اړه لنډه کتنه ولولی.