چارواکو او ونډه لرونکو د افغانستان د کان اېستنې د صناعیو د روڼتیا AEITI په اړه پوهاوئ تر لاسه کړ

25.02.1397
کابل د ۱۳۹۷ کال د غویی ۲۵- پرون په کابل کې د AEITI د پوهاوی په اړه یو سیمه ایز ورکشاپ دایر شو. له کابل، پروان، لوګر، کاپیسا او وردګو ولایتونو څخه نږدې ۳۰ تنه کسه ګډونوالو د نوښت د فعالیتونو په اړه زده کړل. ګډونوالو دولتی چارواکی، له مدنی ټولنو، خصوصی سکتور او رسنیو څخه ونډه وال هم په بر کې لرل، AEITI او د کانونو او صنایعو وزارت (MoMP) نوموړئ ورکشاپ پلئ کړ. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو ترچتر لاندې د افغانستان د کانونو د اېستنې په سکتور کې د ښې کحومتولۍ پروګرام ددغه فعالیت پانګونه او ملاتړ وکړ.

AEITI د افغانستان د کان اېستنې د سکتور د اصلاحاتو او روڼتیا په وده کې رغنده رول لری. د AEITI د اړیکو د څانګې مشر ښاغلی عبدالمالک عاصم تائید کړه ” AEITI دمدنی ټولنې ترمنځ د پوهاوی لوړولو او د سکتور اړوند راپورونو په خپرولو سره د کانونو په سکتورکې روڼتیا ته وده ورکوی“

  د نن ورځې ناستې حاضرینو ته د نوښت په اړه په توضېحاتو کې مرسته وکړه. ګډونوالو د افغانستان د کانونو د سکتور اووه ۷ کلنې زړې تګلارې، همدا راز د پانګونې د فرصتونو د فعالیتونو په اړه زده کړ ګډونوالو همداررنګه د AEITI د تېر کال د تائیدۍ په راپور باندې هم خبرې اترې وکړې کوم چې د کانونو او صنایعو وزارت ته یې د ګټې وټې په اړه د راټولوشویو معلوماتو یو سپړلئ راپور چمتو کړي وو-یوه داسې مرحله وه چې روڼتیا یې ښه کړه.

دغه ناسته د دولتی چارواکو او AEITI د استازو ترمنځ په یوه بحث راټوله شوه. یوه تن ګډونوال وویل: .”د کانونو سکتور د افغانستان د اتقصادی ودې لپاره خورا مهم دی. د پوهاوی ناستې له مدنی ټولنې سره مرسته کوی چې د AEITI په لړۍ کې ونډه واخلی او له شخصی سکتور او دولتی چارواکو سره یې تعقیب کړی“

EITI په هېواد کې د تېلو، کاز او مدنی سرچینو د اداره کولو لپاره نړیوال معیار دی. حکومتونه، شرکتونه او مدني ټولنې دا معیارونه پلې کوي. غړی هېوادونه او غوښتونکي د مالیاتو ورکړه، جواز، قراردادونه، تولید او دنورو طبعی سرچینو را ایستنې او نورو کلیدی عناصرو په اړه معلومات ښکاره کوی. افغانستان په ۱۳۸۹ ام کال کې ورته نوماند شو.

د کانونو یو ښه پرمختایی او د معدنی زېرمو رڼه را ایستنه د افغانستان د پایښت د اقتصادی پراختیا لپاره خورا مهمه ده. د کانونو د روڼتیا په اړه به نور د پوهاوی نور ورکشاپونه به په راتلونکې میاشت کې ترسره شي.

په افغانستان کې د کانونو د را ایستنې په اړه ښې حکومتولۍ ته وده ورکول د آلمان د اقتصادی او پراختیایی چارو وزارت په استازېتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له لوری پلئ کېږی. د کانونو د اېستنې په اړه د افغانستان پوره توانولو مؤخه د دولت ګته ډېرول، په سکتور کې د پانګونې وده او د فساد سره مبارزه ده. دغه پروژه ونډه والو ته روزنه کوی ترڅو د کانونو په اړه کړنې رڼې د قانون مطابق او همداراز د روغتیا او چاپریال د نړی والو معیارونو سره سمې ترسره شی. د نورو کړنو سره سره، دغه پروژې له۱۳۹۲ کال را پدېخوا د ۳۱۰ څخه زیاتو د کانونو معاینه کونکو او د کانونو او صنایعو په وزارت او ولایتونو کې نورو کارکونکو ته  ۲۱ روزنیز کورسونه لکه: د کانونو پلان کول، د کانونو اقتصاد او د کانونو څارنه دایر کړی دی. په ورته وخت کې، نوموړي پروګرام د افغان مېرمنو لپاره د ۱۳ بورسونو پانګونه کړې ترڅو په سکتور کې د مېرمنو ونډه اوچته کړی. پروګرام په راتلونکې کې د افغانستان د کان اېستنې د صناعیو د روڼتیا AEITI ملا تړ کوی ترڅو روڼتیا ته وده ورکړي او له فساد سره مبارزه وکړي

Twitter icon
Facebook icon