په کندز کې د ۱۰۰۰ کسه زده کونکو لپاره د ښونکو د روزنې نوی مرکز(TTC)

08.04.1397
له افغا نستان سره د آلمان همکاریو د کندز د پوهنې ریاست (DoE) ته د ښونکو د روزنې مرکز وسپاره په دشت ارچی کې نوموړئ مرکز تر ۱۰۰۰ زده کونکو پورې د زده کړې وړتیا لری. له سل ۱۰۰ کسه ډېر نارینه او ښځينه ښونکي به هر کال له دغه مرکز څخه فارغ شی، په شمال کې د ثبات پروګرام ددغه مرکز د روغونې چارې د ټول ټال نږدې ۴۳ ملیونه افغانیو لګښت پانګونه وکړه. د پوهنیې ریاست (DoE) د نوموړې پروژ د پلې کېدنې څارنه کوله او په راتلونکې کې به د ښونکو د روزنې د مرکز TTC په توګه ورنه ګټه واخلی.

د پوهنې رئیس ښاغلی محمد رستم احمدی ټینګار وکړ: ” د ښونکو د روزنې نوی مرکز د ارچی د دښتې  او کندز ولایت په اوسېدونکو کي نویې هیلې را ټوکولې دي. دا مرکز د هغه زد کونکو لپاره چې مخکې یې له کندزه بهر زده کړې کړېدی د زده کړې مناسب چاپېریال برابروی“

مخکې وختوکې، د دشت ارچی د ښونکو د روزنې مرکز خپلې آسانتیاوې نه درلودې. د ښونکو روزنې به له معمول سره سم به په کرایی او یا هم شخصی کورونوکی ترسره کېدې. نوې ودانۍ ۲۴ درسی خونې، آته ۸ اداری خونې، د اوبو عصری زېربنا او د قرطاسیې آسانتیا وې لری. د ښونکو دروزنې مرکز  د دشت ارچی او ګاونډیو ولسوالیوله ۴۷ څخه د ډېرو ښونځیو څخه د فارغو شوو زده کونکو لپاره کورسونه وړاندې کوی. د کندز د پوهنې ریاست او سیمه ایزه ټولنه به اوس د نوموړی مکرز د خوندی ساتلو اوچلونې مسؤلیت ولری.

د دشت ارچی ولسوال ښاغلی نصرالدین سعدی د آلمان له هېواد څخه د زړه له تله مننه وکړه: ” زه د ښونکو د روزنې نوی مرکز ته ډېر خوشاله یم. دغه مرکز د زده کونکو او ښونکو لپاره خوندی علمی چاپېریال را منځته کړ او په سیمه کې د ښونې کیفیت ته پراختیا ورکوی“.

د آلمان پراختیایی بانک KfW د آلمان د فدرالی هېواد د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب د افغانستان په شمال کې د ثبات پروګرام  (SPNA) پلئ کوی. د پروګرام مؤخه د افغانستان په شمال کې د سیمه ایزې حکومتولی جوړښت غښتلی کول او په لرې پرتو سیمو کې د اوسېدونکو ژوند ته پراختیا ورکول دی. ځکه خو نوموړئ پروګرام ډول ډول بنسټیز او د وړتیاوجوړونې اړوند فعالیتونه ترسره کوي.  تراوسه پورې، SPNA  د بدخشان، کندز،تخار او بغلان له ۵۰ څخه په ډېرو ولسوالیو کې له ۳۸۰ ډېرې پروژې پلې کړی دی. په ورته وخت کې دغه پروژې د ولایتی شورا کارکونکو له ۱۸۰۰۰ ډېرو کارکونکو ته د دندې اړوندې روزنې وړاندې کړې دی. له ۱۳۸۹ څخه تر ۱۳۹۷ پورې نوموړې پروګرام ټولټال له ۷ بیلیونو افغانیو څخه ډېرې پیسې لګولې دی

 

Twitter icon
Facebook icon