په کندز کې د پوهنتون ۵۰ تنو ښځینه فارغانو د کارزده کولو دوره بشپړ کړه

په بلخ کې ۳۵۰ کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسۍ وموند
25.08.1396
په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ د هڅونې د پاره د افغان-المان د همکارۍ پروګرام (RCD) په دې وروستیو کې د بلخ او کندز په ولایاتو کې د څو بیلابیلو پروژو څخه ملاتړ کړی دی چې زیات شمیر اوسیدونکي د هغو څخه ګټه پورته کړیده. د بیلګې په توګه، د پوهنتون د ۵۰ تنو ښځینه فارغانو څخه ملاتړ وشو چې د کار د زده کولو په پروګرام کې د تجربې د په لاس راوړلو، د کارموندنې د وړتیا د سمون ورکولو او په دولتي نهاودونو کې د ښځو د شاملولو په موخه ګډون وکړي. برسیره پردې، اووه نیم ژورې څاګانې جوړې شوې چې اوس د بلخ په ولسوالۍ کې د ۳۵۰ کورنیو دپاره د څښاک اوبه برابروي. د المان حکومت دواړه پروژې د ۳ میلیونو (۳٬۰۰۰٬۰۰۰) افغانیو په ټول لګښت تمویل کړې.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د آر سی ډي په مرسته د پوهنتون د ښځینه فارغانو د کارزده کولو پروګرام پلۍ کړ. دغه پروګرام شپږ میاشتې دوام وکړ. د لومړیو دریو میاشتو په موده کې ښځینه ګډون والو نظري روزنه وموندله چې په هغې کې بیلابیلې موضوعګانې شاملې وې لکه د ملکي خدمتونو قانون او د دفتر د منجمنت اصول. د کارزده کولو د دورې په دوهمه نیمایي کې د عامه خدمتونو په بیلابیلو شعبو کې عملي کارونه شامل وو. په دې پړاو کې د کارزده کړې د دورې ګډونوالو ارزښتناکه تجربې په لاس راوړې او د دې امکان یې پیدا کړ چې خپله نوې په لاس راغلې پوهه په عمل کې پلۍ کړي.

د نوموړې دورې څلورو تنو ګډونوالو وکولای شول پخپله دنده په لاس راوړي چې دوه تنه یې په دولتي ښوونځیو او دوه تنه نورې یې په خصوصي شرکتونو کې په کار وګمارل شوې. د کارزده کولو د دورې یوې ګډونوالې میرمن نفیسه د دې پروګرام له امله خپله مننه څرګنده کړه او داسې یې وویل: «په نظري روزنه کې په ګډون او په مستوفیت کې په کار کولو سره ما په دولتي او نورو سازمانونو کې د کار دپاره توانونه او مهارتونه په لاس راوړل. زه د دې فرصت له امله ډیره مننه کوم». د نظیفې په نامه په پروګرام کې یوې بلې ګډونوالې زیاته کړه: «زه ډیره مننه کوم چې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام دغه روزنه برابره کړه. هیله لرم چې دا ډول پروژې په کندز کې د ښځو او نجونو د ملاتړ په موخه دوام ومومي».

نوموړۍ پروګرام د افغانستان د بدخشان، بغلان، بلخ، کندز، سمنګان، او تخار په شپږو ولایاتو کې د ۲۰۱۴ کال د آګست د میاشتې راهیسې د پوهنتون د فارغونو دپاره د کار د زده کولو پروګرامونه جوړوي. په ټولیزه توګه تر اوسه پورې د پوهنتون ۴۸۰ ښځینه فارغونو د نوموړي اقدامونو څخه ګټه پورته کړې ده.

د بلخ د ولسوالۍ پراختیایي شورا د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا د ریاست او د آر سی ډي د پروګرام تر نظر لاندې په هغه ولسوالۍ کې اووه نوې جوړې شوې څاګانې مدیریت کړلې. د دې نه وړاندې، اوسیدونکي اړ وو چې د څښاک د پاکو اوبو د لاسته راوړلو دپاره اوږده واټونه ووهي. دغه وضعیت اوس بدلون موندلی دی. د نور محمد په نامه د نوموړې پروژې څخه یو ګټه اخیستونکي داسې وویل: «زما کور ته نږدې د څښاک اوبو ته لاسرسۍ زمونږ ژوند ډیر آسانه او روغ کړ. د دوبي د تیرو موسمونو په ترڅ کې مونږ دې ته اړ وو چې د نږدې ویالو څخه ککړې اوبه وڅښو چې مونږ یې ناروغه کولو. له دې نه وروسته به مونږ د دغې ستونزې سره نور مخامخ نشو. زه د ټولو اشخاصو او سازمانونو څخه چې په دې پروژه کې ښکیل وو، مننه کوم».

برسیره پردې، آر سی ډي د بلخ ولایت لپاره د ستراتیژیک ولایتي پلان نوي کول د ۱٬۲ میلیونو (۱٬۲۰۰٬۰۰۰) افغانیو په ټولیز لګښت تمویل کړ. د دولتي ریاستونو کارکوونکو، د مدنې ټولنې سازمانونو، خصوصي سکتور او ولایتي شورا په ګډه نوموړۍ پلان نوی کړ. د بلخ ولایت مرستیال ښاغلي محمد بشیر توحیدي د ټیم د ښه کار ستاینه وکړه او داسې وویل: «ستراتیژیک نوی شوی ولایتي پلان د لاډیرې ښې همغږۍ او زمونږ د ولایت دپاره د اړتیاوو پر بنا پراختیایي اقدامونو لپاره لاره اواروي». نوموړۍ نوی شوی پلان به د دې ولایت اقتصادي او ټولنیزه پراختیا آسانه کړي او د افغانستان د پایښتونکي پراختیا د موخو د پلۍ کولو په لاره کې به مرسته وکړي. په راتلونکې اونیو کې به نوموړۍ پلان خپور شي.

د ۲۰۱۰ کال راهیسې د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره د المان د اقتصادی همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا (RCD) پروګرام پلۍ کوي. د دي پروګرام موخه داده چې افغان ولایتی او ولسوالۍ ادارو ته توان ورکړی چې اداري دندې په خپلواکه توګه ترسره کړي او د خلکو دپاره عامه خدمتونه په بسیا توګه برابرکړي. په دې توګه، دغه پروګرام تر اوسه پورې د عامه خدمتونو کارکوونکو، حکومتي مامورینو او د ولایتي شورا د غړو په شمول د ۳۹٬۰۰۰ تنو زیاتو کسانو ته شاوخوا ۷۳۰ مسلکي او د دندې په اړه روزنیز کورسونه جوړ کړي دي. نوموړي پروګرام په ځائیزو اداري ارګانونو باندې د خلکو د باورتیا د زیاتولو په موخه د محلي حکومت د کړنو په باب د عامه پوهاوي ۳۴۵ غونډې جوړې کړي دي چې له هغو نه په ټولیزه توګه لږترلږه ۵۰٬۰۰۰ تنو ښاریانو ګټه پورته کړې ده.

Twitter icon
Facebook icon