په کندز کې د برېښنا رسونه: د برېښنا نوې شبکه ۲۰،۰۰۰.۰۰ وګړو ته ګټه رسوي

23.02.1397
د کندز ښار، کندز ۱۳۹۷ کال د وری ۲۳مه – د افغانستان برښنا شرکت (DABS) د کندز ښار مرکز ته د برښنا یو اضافی مزئ وغځولو او یوه نویې رغول شوې برښنا هم د کندز په ښار کې فعالیت کوی. اوس مهال شاوخوا ۲۰۰۰۰ وګړی د باوری برښنا څخه ګټه اخلی. د ولایت پراختیایی کمېټې (PDC) په ۱۳۹۵ کال کې نوموړې پروژه منظوره کړه. د رغولو چارو یې دوه کاله واخیستل. د آلمان د سیمه ایزو بېخبیناوو پراختیایی پانګې (RIDF) او د افغانستان برښنا شرکت نوموړې پروژه پلې کړه، چې څه نا څه ۲۱۷ میلیونه افغانۍ لګښت یې له افغانستان سره د آلمان همکاریو ورکړ.

په کندز کې د برېښنا رسونه: د برېښنا نوې شبکه ۲۰،۰۰۰.۰۰ وګړو ته ګټه رسوي

د تلپاتې اقتصادی ودې، د وګړو د ژوند د پراختیا او کاری چارو لپاره برښنا ته لاسرسئ یو شرط او یوه اړتیا ده. په تېروخت کې، د سر دورې په سیمې د استوګنې په چاپریال کې د برښنا رسونه نا سمه او بې باوره وه. اوس استوګن په خپلو کورونو، ښونځیو، مارکېټونو، کار ځایونو او سوداګریو کې خوندی برښنا ته له لاسرسی څه خوند اخلی 

نوې شبکه اوس مهال له ۲۶۰۰ ډېرې کورنۍ له برښنا سره نښلولې دی. دغه شمېره به په راتلونکې کې ۳۰۰۰ کورنیو ته لوړه شی. د اداری چارو لپاره یوه اضافی ودانۍ رغول شوې وه ترڅو د برښنا رسونه باوری کړی. دغه نوې آسانتیاوی: دفتر خونې او د زخیرې خونې وړاندې کړي کوم چې د برښنا شبکې ته د لا ښو چوپړتیاوو او حفاظت لاره هواروی.

د سردورې یوه اوسېدونکي نور محمد وویل: ˮمخکې له دې چې دغه سیمه له برښنا سره ونښلي خلک په نوموړې سیمه کې د کورونو جوړولو ته زړه نا زړه وو. اوس، خلک کورونه، دکانونه او مارکېټوله ودانوی. چې دغه کار ډېرې دندې رامنځ ته کړې دی. په دغه سیمه کې د ملکیتونو او ځمکو قیمتونه هم اوس لوړ شوی دی “

د رغونې چارو د پانګونې ترڅنګ، له افغانستان سره د آلمان همکاریو د هغه مدیرانو او انجینیرانو لپاره د دندې په لړ کې روزنه، ښونې او لارښونې هم پشنهاد کړې،  دغه کړنو د پراختیا چارو له ګډون کونکو سره مرسته وکړه او د افغانستان د برښنا شرکت DABS’  يې په دې یې وتوانول ترڅو په راتلونک کې د برښنا یی شبکو طرحه، رغونه او ساتنه په خپلواکه توګه ترسره کړای شی. خوندې برښننا دندې را منځته کوی، اقتصاد ته وده او د ژوند شرایطو ته پراختیا ورکوی.

 د سیمه ایزیو بېخبناوو د پراختیا پانګه (RIDF) د آلمان د فدرالی هېواد د اقتصادی او پراختیایی همکاریو وزارت (BMZ) په استازیتوب د آلمان د پراختیایی بانګ KfW له لوری پلی کېږي. نوموړي پروګرام د افغانستان په شمال کې د اقتصادی پراختیا او ټولنیزو بېخبناوو سره مرسته کوی ترڅو ولایتی ادارې په دې وتوانېږی چې پراختیایی پروګرامونه په لا خپلواکه توګه پلان او پلي کړی. په تېرو اوو (۷) کلو کې نوموړي پروګرام له ۱۶۰ کیلومتره ډېر د ډېرو سرکونو د روغونې او بیا رغونې پانګونه کړې، نږدې ۵۰ کیلومتره اوږد د ابو لګونې لویه ویاله او د سېلابونو په وړاندې ۱۱ ساتونکې ډمونه یې د بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان او اوس مهال په سمنګانو ولایت کې د یوه ښونځي د بیا رغونې چارې پلی کوی.  په ورته وخت کې RIDF ۴۹۰ ځانګړې دندې، او له ۲۳۰۰ ډېرو انجینیرانو، او د دولت کارکونکو د دندې په لړ کې روزنې، ښونې او سیمینارونه او د راتلونکې لپاره یې د زېر بینایی پروژو د خپلواکې پلې کونې اسانتیاوې برابرې کړې دی

Twitter icon
Facebook icon