په مزارشریف کې د دشت شور د سړک د بیارغونې څخه به ۱۳۴۰۰۰ تنه اوسیدونکي ګټه پورته کړي

10.10.1396
مزارشریف، بلخ، د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر د میاشتې ۳۱مه نیټه – نن د بلخ ولایت د مقام کارکوونکو او د المان د همکارۍ د پروګرام استازي د بلخ ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې د دوو کیلومترو په اوږدوالي د دشت شور د سړک د بنسټ ایښودنې په مراسمو کې په خپل ګډون سره برخه والو ته ویاړ وباښه. د دې دوه کیلومتریزه سړک بیارغونه به د ژمني د وقفو په شمول د ۲۳ میاشتو په موده کې بشپړه شي او د سیمې د یو شمیر اوسیدونکو لپاره به مستقیم یا غیرمستقیم کارونه منځته راشي. د المان حکومت د بیارغونی دا کار د ۱۰۰ میلیونو افغانیو په لګښت تمویلوي.
Dasht-e-Shor-Road

Dasht-e-Shor-Road

په دې مراسمو کې د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس ښاغلي انجینر عبدالبسیط امینی داسې وویل: «مونږ واقعاً د المان حکومت څخه د داسو پروژو د تمویلولو او د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا د وجهي صندوق (RIDF) په سر کې د KfW د پراختیایی بانک څخه د دوامداره تخنیکي ملاتړ له امله مننه کوو او هیله لرو چې په راتلونکي کې هم زمونږ څخه دغه تخنیکي ملاتړ وشي. زه همدارنګه د دشت شور د اوسیدونکو څخه مننه کوم چې د پروژې د پیل نه د پلۍ کولو تر پړاوه پورې د اداري لړیو له امله د پروژې د کارونو په ځنډ کې حوصله ښودلې ده. نوموړی وجهی صندوق د پروژې د پلۍ کولو سره موازي زمونږ انجینرانو ته هم روزنه ورکوي.»

د بلخ د ولایتي شورا مشر ښاغلي ډاکټر افضل حدید زیاته کړه: «د دشت شور د اوسیدونکو لپاره دا یو ښه خبر دی ځکه دوی په تیره بیا د ژمي په موسم کې په دې لاره کې ډیرې ستونزي لري. ټول هغه کسان چې په دې لړۍ کې ښکیل وو تر خپل توانه پورې د پروژې د پلۍ کیدو په پیل کولو کې زیار ایستلی دی. اوس مونږ د پروژې د پیل شاهدان یو او هیله لرو چې هغه په بریالي توګه سرته ورسوو تر څو د زیاتو کلونو د پاره دوام ومومي.»

بیخبنا د اقتصادي او ښاري پراختیا کلئ ګڼل کیږي. اوس مهال، د ورځې د ۱۰۰۰۰ نه زیات نقلیه وسیلې د دشت شور پر سړک تګ راتګ کوي. د اوسني سړک او د زیم ایستنې ویجاړه وضعه د ټرافیک مخینوۍ کوی او په سیمو کې د خلکو د ناخوالي سبب ګرځي. د نوموړي پروژې په بشپړولو سره به نوۍ ودان شوۍ سړک د نقلیه وسیلو د پاره یوه خویندي او اواره لاره برابره کړي او د خلکو د تګ راتګ او د کالیو او خدمتونو د لیږد کچه به لوړه کړي. برسیره پردې، د سړک په اوږدو کې د زیم ایستنې د سیستم سمون به په سیمه کې د سیلابونو څخه مخنیوی وکړي.

د دشت شور د سړک د بیارغونې د تمویل برسیره، د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) چې د المان له خوا تمویلیږي، د کلیو د بیارغوني او پراختیا د ریاست کارکوونکو ته روزنیز، ښوونیز او د کارروزنې اقدامونه هم برابروي. د دغو اقدامونو موخه داده چې د سړکونو د طرحه کولو، جوړولو او ساتنې او څارنې توان ته پراختیا ورکړي.

د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د المان د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ)  په استازیتوب تمویلیږي. د دې پروژې موخه داده چې د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزه بیخبنا سمون ومومي په داسې حال کې چې ولایتي ادارو ته توان ورکړل شي چې په راتلونکي کې پراختیایي پروژې په خپلواکه توګه طرحه او پلۍ کړي. د بیلګې په توګه، نوموړې پروژې د ۲۰۱۱ کال راهیسې لږترلږه ۱۶۰ کیلومتره سړکونه، ۵۰ کیلومتره د اوبولګولو کانالونه او د سیلابونو یا د مځکې د شړیدو په وړاندې د خویندیتوب ۱۱ بندونه تمویل کړي دي. د دې ترڅنګ د دې پروژې له لارې شاوخوا ۸۶۱ مسلکي سیمینارونه د ۴۴۰۰ تنو زیاتو ګډونوالو د پاره جوړشوي دي چې د راتلونکو بیخبنایي پروژو د خپلواکه پلۍ کولو زمینه برابروي. 

Twitter icon
Facebook icon