په بغلان کې شپږ پروژې بشپړ شوې

شاوخوا ۱۰۰۰ تنه اوسیدونکي در هغو نه ګټه پورته کوي
07.10.1396
پرون د افغان-المان د همکارۍ پروګرام نوي ودان شوي او بیارغول شوي خوني او همداراز یو شمیر تجهیزات د بغلان د نجونو دریو ښوونځیو ته وسپارل. برسیره پردې، د پلخمري د ښار د تنظیف ادارې ته د کثافاتو څو خونه ایزه کانټینرونه او د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د آفسیت د چاپ یو ماشین وسپارل شول. نوموړي اقدامونه د المان د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا د پروګرام (RCD) له خوا د ۵ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویل شول.

 د پرانیستلو د رسمي مراسمو په ترڅ کې د بغلان والي ښاغلي عبدالحی نعمتی داسې وویل: «نن مونږ په بغلان کې د شپږو بیلابیلو پروژو د بشپړیدو شاهدان یو چې د افغان-المان د پروګرام له خوا ترسره شوي دي. مونږ د دغو نوښتونو او د الماني ملګرو د ارزښتناکه ملاتړ څخه مننه کوو.»

د مرکزي بغلان د ولسوالۍ د نجونو په زرینه ښوونځي کې د لوست درې خونې بیاورغول شوې او په ۱۲۰ میزونو او چوکیو سمبال شوې. د پلخمري د ولسوالۍ د نجونو د دوهم نسوان ښوونځي هم په همدې شمیر میزونه او چوکې په لاس راوړل. نوي خونې او فرنیچر د شاوخوا ۹۶۰ تنو ښځینه زده کوونکو دپاره د زده کړې یو بسیا چاپیریال تامینوي. برسیره پردې، د نجونو د کرم علی په شوونځي کې چې هغه هم د پلخمري په ولسوالۍ کې پروت دی، د څه نا څه ۴۹ تنو ښوونکو دپاره د ښوونکو دوې خونې جوړې شوې.

 همدارنګه، د افغان-المان د همکارۍ ادارې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست ته د آفسیت د چاپ یو نوۍ ماشین برابرکړ. د نوموړې ریاست مشرې میرمن شکریه اصیل داسې ټینګار وکړ: «مونږ د المان د ملاتړ څخه مننه کوو. د بغلان ولایت ټول سکتوري ریاستونه اوس کولای شي ورځپاڼې، کتابونه، بروشورونه او د خپرونو نور ډولونه چاپ کړي. دا کار مونږ ته ددې امکان په لاس راکوي چې د خلکو سره د نږدې نه په یوه ډیالوګ کې ښکیل شو.»

د دې ترڅنګ، د افغان-المان د همکارۍ ادارې په پلخمري کې د کثافاتو څلور څو خونه ایزه کانټینرونه د پلخمري د ولسوالۍ مسئولینو ته وسپارل چې د ښار د کثافاتو د لري کولو د پلان په پلې کولو کې به مرسته وکړي. د دې اقدام موخه داده چې د کثافاتو د غیررسمي تخلیو کچه راټیټه شي او د فاضله توکو سورتبندي وهڅول شي.

د ۲۰۱۰ کال راهیسې د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره د المان د اقتصادی همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا (RCD) پروګرام پلۍ کوي. د دي پروګرام موخه داده چې افغان ولایتی او ولسوالۍ ادارو ته توان ورکړی چې اداري دندې په خپلواکه توګه ترسره کړي او د خلکو دپاره عامه خدمتونه په بسیا توګه برابرکړي. په دې توګه، دغه پروګرام تر اوسه پورې د عامه خدمتونو کارکوونکو، حکومتي مامورینو او د ولایتي شورا د غړو په شمول لږترلږه ۳۹٬۰۰۰ کسانو ته د ۷۳۰ نه زیات مسلکي او د دندې په اړه روزنیز کورسونه جوړ کړي دي. نوموړي پروګرام په ځائیزو اداري ارګانونو باندې د خلکو د باورتیا د زیاتولو په موخه د محلي حکومت د کړنو په باب د عامه پوهاوي ۳۴۵ غونډې جوړې کړي دي چې له هغو نه په ټولیزه توګه لږترلږه ۵۰٬۰۰۰ تنو ښاریانو ګټه پورته کړې ده.

Twitter icon
Facebook icon