لومړنیو زده کړو ته سمون ورکول: د ۴۰ نه زیات کارپوهان د راتلونکي کړنو په باب خبرې اترې کوی

24.11.1396
نن د دارالمعلمینو، د ولایاتو د ښوونې او روزنې د ریاستونو او د ښوونکې د روزنې د ریاست د ۴۰ تنو نه زیاتو کارپوهانو د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د ښوونکي د روزنې د سمون ورکولو په برخه کې د راتلونکو اړینکو کړنو په باب خبرې اترې وکړې. دغه غونډه په افغانستان کې د لومړنیو زده کړو د سمون ورکولو دپاره د افغان-المان د همکارۍ پروګرام (BEPA) له خوا د ټولو افغانانو د ښوونې او روزنې د کیفیت د کچې د لوړولو په موخه جوړه شوې وه.

د ښوونې او روزنې وزارت د پلان جوړونې او ستراتیژۍ مشر ښاغلي عبدالواسع ټینګار وکړ ”د ښوونې او روزنې وزارت په لمړي توبونو کې دي ترڅو د ښوونکو ظرفیت لوړ کړي او د لومړنیو زدکړو لپاره د وړ ښوونکو شمیر ډېر کړي. موږ د دې مسئلو د حل لپاره د افغانستان-آلمان د همکارۍ د ملاتړ ستاینه کوو‟.

روزل شوي ښوونکي د لوړ کیفیت پوهنې شرط ګڼل کیږي. ښوونه او روزنه په خپل نوبت په اوږدمهال کې اقتصادي پرمختګ زیاتوي او د بې وزلي کچه را ټیټوي. له همدې کبله، په غونډه کې ګډون کوونکو کارپوهانو په افغانستان کې د ښوونکو د اغیزمنې روزنې په موخه خپلې نظریې له یو بل سره شریکې کړې او ورباندې یې خبرې اترې وکړې. هغو یوه دوه کلنۍ اجندا نهایي کړه چې په هغه کې په هیواد کې د ښوونې او روزنې د کیفیت د سمون په موخه راتلونکي کړنې څرګندې شوې دي.

په راتلونکي کلونو کې به د ۲۰۰ تنو نه زیات ښوونکي او ۹۰۰۰ تنه د دارالمعلمینو زده کوونکي د تدریس د میتودولوژۍ، جندر او د بشر د حقونو د روزنو څخه ګټه پورته کړي. برسیره پردې، د ټیټو ټولګیو د ښوونکو لپاره به یو نوی تعلیمي نصاب جوړ شي چې د افغانستان په ټولو ښوونځیو کې به د تدریس کیفیت ته سمون ورکړي. هم د ښوونې او روزنې ریاست او هم د بیپا پروګرام به نوموړي پلان شوي کړنې په عمل کې پلۍ کړي.

د ښونکو د روزنې د اکاډ میکو چارو رییس ښاغلي رحیمتي وویل، "موږ د آلمان د امتیاز په اړه ډیره خوشحاله یو ترڅو په ټول هیواد کې ځینې فعالیتونه ترسره کړي.‟

د افغانستان لپاره د لمړنیو زده کړو پروګرام د پام وړ پایلې په لاس راوړي دي. د بیلګې په توګه، عملي تدریس او د سولې زده کړې اوس په ټول هیواد کې د ښوونکو د روزنې یوه برخه ګرزیدلې ده. بیپا همدارنګه دارالمعلمینو ته د ښځو لاسرسۍ آسانه کړی دی او په ښوونځیو کې د نجونو شاملول یې پیاوړی کړی دی.

د لومړنیو او ثانوي زده کړو پروګرام (BEPA) د  Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراخیتا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د دې پروګرام موخه د ښوونکو د روزنې او درسي نصابونو د تدورین په ډګر کې د افغانستان د پوهنې وزارت سره د مرستې له لارې په افغانستان کې د لومړنیو زده کړو کیفیت ته سمون ورکول دي. د ۲۰۰۸ کال راهیسې، بیپا د ۲۵۰۰۰ تنو نه زیاتو ښوونکو لپاره روزنه برابره کړې ده. برسیره پردې، د دې پروګرام په مرسته د ښوونکو د روزنې ۲۲ مرکزونو د راتلونکو ښوونکو دپاره د کارپیژندنې حتمي دورې په خپلو پروګرامونو کې ترویج کړي دي. په پایله کې، د افغانستان په شمال کې اوس شاوخوا ۱۵۸۰۰ تنه د پوهنتونونو او ۸۸۳۰۰ تنه د ښوونځیو زده کوونکي د سمون ورکړل شوي ښوونې او روزنې څخه ګټه پورته کوي. هغوی اوس د روزنې یو تخصصي، د عمر سره سم او شاګرد محوره سیستم ته لاسرسۍ لري.

Twitter icon
Facebook icon