د کرنیز پرمختګ وده: ماهېران او خبریالان د رسنیو په رول خبرې اترې کوی

08.04.1397
په دغه اونۍ کې په مزار شریف کې د رسنیو ۱۷مه غونډه ترسره شوه. څلور کسه ماهېرانو او له ۵۰ کسه ډېرو خبریالانو د کرنیزې ودې په اړه د رسنیو په رول باندې خبرې وکړې. غونډه د مدیوتیک افغانستان لخوا جوړه شوه او له افغانستان سره د آلمان همکارۍ یې کوربه وو.

د بلخ ولایت د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست (DAIL) رئیس ښاغلی ذبیح الله زوبین ټینګار وکړ: ” کرنه د اقتصادی ودې کلۍ ده په افغانستان کې شاوخوا د ۱۵ میلیونه وګړو ژوند په دغه سکتور پورې تړلی دی. سربېره په دې، د افغانستان د لېږد (صادراتو) ډېرئ برخه کرنیز محصولات دی“

په غونډه کې څلور کسه ماهېرانو خپل نظرونه څرګند کړل. دوی تآکید وکړ چې افغانی رسنۍ کولای شی د بزګرانو او دولت ترمنځ د اړیکو په رامنځته کولو سره د کره معلوماتو په ورکولو سره د کرنې په پرمختګ کې لویه ونډه واخلی. سربېره په دې رسنۍ کولای شی کروندګرو ته د کره اوتازه پوهې په رسولو کې مرسته وکړي او نوموړی سکتور ته د بریالیو قصو په راپور ورکولو سره وده ورکړی.   

د بلخ ولایت د کرنیزو کوپراتیفونو رئیس، ښاغلی غنی فقیریار زیاته کړه: ” له ۱۳۳۳ کال راهیسې کرنیز کوپراتیفونه هم په ډېرو موارېدو کې د کروندګروسره مرسته کوی. اوس مهال د بلخ ولایت کوپراتیف د لبنیاتو، د خوراکی غوړیو او مېو د پروسس په شمول په مختلفو برخو کې کار کوی“

له افغانستان سره د آلمان د همکاریو د تلپاتې اقتصادی پرمختیا پروګرام (SEDEP) مرستیال مشر ښاغلی رابرټ ګلاس د رسنیو اهمیت ته په اشارې سره وویل: ” اړیکی زموږ د کار یوه مهمه برخه ده. اړیکې ځینې خنډونه له منځه وړی. موږ د شریکانو، سوادګرو، دولتی چارواکو او کروندګرو په شمول خبرو اترو ته لاره هواره کړه. موږ همداراز د پوهاوي یو بریالی کمپاین ترسره کړ. چې غږ یې د افغانستان په شمال کې د رډیو ګانو له سټشنونو خپرېګي“

په دې اړه د نئ رئیس چې په مزار شریف کې د آزادو رسنیو سره مرسته کوی وویل: ” رسنۍ کولی شی د پرمختګ لپاره د وګړو په هڅونه او خوځونه کې مرسته وکړي. آن تردې که نا لوستی هم وی دودیزه رسنۍ کولی شی د کرنې په اړه د پوهاوی اړوندو خپرونو په خپرولو سره له کرونګروسره مرسته وکړي.“

ورسته کوربانه (پنلستان) له ګډونوالو خبریالانو سره ازادو خبرو اترو ته ودانګل او د دوی پوښتنو اوګروېږنو ته یې ځوابونه وویل. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو له اړخه ښاغلی ګلاس پورونو ته د لاسرسی په څرنګوالی رڼا واچوله: ” درسنیو په ملاتړ سره د کوپراتیفونو او کروندګرو ترمنځ تړاو په دې توګه رامنځ ته کېدی شی، کروند ګر د پورونو د پتې په شمول د فرصتونو په اړه خبرېدی شي. د بېلګې په توګه، کروندګر کولای شی چې د افغانستان د وړو پورونو په لمړنی بانک FMFB کې د کرکیلی پورونو اخیستلو غوښتنه وکړی.“

رسنیزې غونډې دهغو منظمو ناستو لړۍ ده چې له افغانستان سره د آلمان د همکاریو له لوری د ژورنالستانو د اتحادیې په همکاری اداره کږي. دغه غونډې د عامه سکتورونو، مدنی ټولنو، پراختیایی مؤسسو او رسنیو څخه ماهېران را ټولوی ترڅو په مهمو پراختیایی موضوع ګانو خبرې اترې وکړی. تردې دمه په کابل، مزار شریف، هرات او فیض آباد کې ټولټال ۱۶ رسنیزې غونډې ترسره شوی دی په اوسط توګه د رسنیو ۸۰ کسه استازیو په هره ناسته کې ګډون کړی دی.

 

Twitter icon
Facebook icon