د کانونو په سکتور کې دجندر برابرښت: په پروان ولایت کې د پوهاوی ورکشاپ

07.04.1397
چاریکار، پروان ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۷مه – پرون ورځ د پروان ولایت د کانونو او تېلو ریاست ۲۰ کسه نارینه او ښځينه کارکونکو د کانونو په سکتور کې د جندر د رول په اړه دری ورځنئ روزنیز ورکشاپ بشپړ کړ. د ښځو چارو وزارت او د سیمه ایزې حکومتولۍ استازیو په دغه غوڼده کې ګډون کړی وو. د افغانستان د کانونو د را اېستنې په برخه د آلمان د همکاریو ښې حکومتولۍ ته د ودې ورکولو پروګرام د دغه پروګرام پانګونه وکړه او د فغانستان د کانونو او تیلو وزارت (MoMP) سره یې په ګډه دغه ورکشاپ پلی کړ.

اوس مهال د افغانستان د کانونو صنعت او ورته ادارې د ښځينه ماهېرینو له کمښت سره مخه دی. د کانونو او تېلو د ریاست مشر ښاغلی عبد الحد ټینګار وکړ: ” نن ورځ، د کانونو په سکټور کې د ښځينه کارکونکو شمېره خورا لږه ده. موږ باید سخت کار وکړو ترڅو دوی په پراختیایی سکتور کې نارینه وو ته ورته لوبغاړې جوړې کړو“

اوس مهال د پروان ولایت د کانونو او تېلو په ریاست کې له شل کسه کارکونکو څخه یواځې دوه کسه یې مېرمنې دی. خو دوی د رهبري په څوکیو نه دی. نوموړی ورکشاپ د جندر د پوهاوی په اړه په راتلونکی کې د ریاست د کارکونکو په منځ کې دا حس را پورته کړ چې په راتلونکې کې د د ښځینه کارکونکو لپاره لا زیاتې آسانتیا وې برابرې کړی.   

د کانونو او تېلو وزارت د جندر د برخې د پلان مدیرې آغلې وږمې غنی بابری وویل: ” د افغانستان حکومت ژمن دی چې په دولتی ادارو کې د د مېرمنو د کار ونډه ۳۰٪ سلنه ډېره کړی، آن دا چې دغه روزنې دنومړی موضوع د اهمیت په اړه هم پوهاوی ډېر کړ ترڅو نوموړو عناصرو ته وده ورکړی اومؤخې ته ورسېګی“

ګډونوالو د جنس او نوعیت، د جندر د مساواتو او کیفیت او همداراز د کانونو په سکتور کې د مېرمنو د اوسنی حالت په اړه زده کړل. ګډونوالو همدا شان د جندر د تولې په ګټو او د کاری چاپېریال په اړه هم خبرې وکړی. کارکونکی باید په راتلونکی کې د کارکونکو د په کار ګومارنې به بهیر کې خپلې نوې لازمې زده کړې تجربې وکاروی. 

د دې لپاره چې د جندر پوهونې ته پراختیا ورکړو، د کانونو او تېلو وزارت د جندر څانګه پراخه فعالیتونه ترسره کوی. نوموړې څانګه بلا اخېره د وزارت  د په کار ګومارنې د کمېټې یوه برخه شوه تر څو د مېرمنو په ړاندې د تبعیض کچه را ښکته کړي. له افغانستان سره د آلمان همکارۍ د جندر له څانکې سره د وړتیا په جوړونې د فعالیتونو په پلې کولو او د جندر د تګلارې په جوړونه کې  کې مرسته کوی کوم چې د افغانستان د کانونو په سکتور کې د ښځینه کارکونکو ګومارنې ته وده ورکوی.

په افغانستان کې د کانونو د راېستنې په برخه کې د ښې حکومتولۍ پروګرام د آلمان د اقتصادی او پراختیایی چارو د وزارت (BMZ) په استازیتوب د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH له لوری پلئ کېږی. د پروګرام مؤخه داده ترڅو د افغانستان د کانونو سکتور بشپرړتیا، د دولت د عایدو کچې لوړول او له اداری فساد سره په مبارزه توانول دی. نوموړې پروژې خپلو کاری شریکانو ته روزنه ورکړې ترڅو باوری شی چې د کانونو فعالیتونه د قانو سره سم او د نړی والیو معیارونو سره سم په رڼه توګه مخ ته ځی. د نورو فعالیتون سره سره، نوموړې پروژې له ‍۱۳۹۲ کال را په دېخوا د کانونو د پلانکونې، د کانونو د اقتصادی ودې او د کانونو د سوپرویژن په اړه له ۳۱۰ څخه ډېرو د کانونو معاینه کونکو د کانونو او تېلو په وزارت د نورو کارکونکو او ولایتی چارواکو ته ۲۱روزنیز کورسونه برابر کړی. او په ورت وخت کې نوموړي پروګرام د افغان مېرمنو لپاره د ۱۳ سکالرشیپونو پانګونه کړې ترڅو په دغه سکتور کې د ښځینه کارکونکو ونډې ته پراختیا ورکړی. او په نوره کې نوموړي پروګرام په افغانستان کې د کانونو د را اېستنې په صنعت کې روڼتیا او اونوښت (AEITI) ه د ودې ورکولو په مؤخه ملاتړ کړی، ترڅو روڼتیا ته وده ورکړی او له اداری فساد سره مبارزه وکړي

Twitter icon
Facebook icon