د ښوونې کیفت ته سمون ورکول: د ښونځیو د وړکتونونو څخه ۱۰۰ تنه ښوونکي ګټه پورته کوي

22.11.1396
مزارشریف، بلخ، د سلواغه د میاشتې 22مه نیټه – د افغان-المان د همکارۍ د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا پروګرام (RCD) د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې دوو ښوونځیو ته وړکتونونه وسپارل. د نوموړو ښوونځیو شاوخوا ۱۰۰ تنه ښوونکي اوس کولای شي د ښوونې په ترڅ کې خپل ماشومان په نویو وړکتونو کې د ساتنې او څارنې د پاره پریږدي. دغه کړنه د بلخ ولایت د ښوونې او روزنې د ریاست له خوا د ښوونې د کیفیت د سمون په موخه پیل او ترسره شوه. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د نوموړو وړکتونو ودانول د ۲،۲ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښټ تمویل کړ.

د بلخ ولایت د ښوونې او روزنې رئیس ښاغلي صبغت الله مستقیم د وړکتونو د پرانیستلو په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې داسې ټینګار وکړ: «زموږ ښوونکي به د زده کړې په وخت کې ډیر تمرکز ولري  ځکه چې د دوی ماشومان به د افغان - آلمان د همکارۍ له امله، په یو ښه چاپیریال کې وي(په نوی وړکتون کې) ».

د میرولي او ګوهرشاد بیګم زیات شمیر ښوونکي واړه ماشومان لري. پخوا کله چې هغوې خپلې دندې ته تلل، دیته اړین وو چې خپل ماشومان په کور کې یوازې پریږدي. دا کار د دې لامل کیده چې ښوونکي و نشي کولای په ښه توګه ښوونې ته خپل پام واړوي او په دې توګه د ښوونې کیفیت خرابیده. د دې ستونزې رفع کول د بلخ ولایت د ښوونې او روزنې ریاست یو له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیده.

یو ښوونکي وویل، :«نوی وړکتون زما د وخت څخه یادونه کوي کله چې زه په ټولګي کې وموم مګر په کور کې زما د ماشوم په اړه فکر کوم. په راتلونکې کې، زه کولی شم د خپلو زده کوونکو په تدریس باندې تمرکز وکړم.»

د نوموړ وړکتونو ودانیز کار څلور میاشتې وړاندې پیل شو چې دوې خونې، یو پخلنځۍ، او یو تشناب لري. برسیره پردې، دا وړکتونونه په فرنیچر او د کوچنیانو په لوبو سمبال شوي دي.  کارکوونکي به د شاوخوا ۱۸۰ تنو کوچنیانو څخه څارنه وکړي. اوس د ښوونځیو ښوونکي کولای شي خپله دنده د فکر په سوکالۍ او لږ غیابت سره ترسره کړي او په دې توګه د زده کوونکو دپاره د تدریس او ښوونې کیفیت ته سمون ورکړي.

د ۲۰۱۰ کال راهیسې د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH اداره د المان د اقتصادی همکاریو او پراختیا فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د سیمه ایز ظرفیت د پراختیا (RCD) پروګرام پلۍ کوي. د دي پروګرام موخه داده چې افغان ولایتی او ولسوالۍ ادارو ته توان ورکړی چې اداري دندې په خپلواکه توګه ترسره کړي او د خلکو دپاره عامه خدمتونه په بسیا توګه برابرکړي. په دې توګه، دغه پروګرام تر اوسه پورې د عامه خدمتونو کارکوونکو، حکومتي مامورینو او د ولایتي شورا د غړو په شمول لږترلږه ۳۹٬۰۰۰ کسانو ته د ۷۳۰ نه زیات مسلکي او د دندې په اړه روزنیز کورسونه جوړ کړي دي. نوموړي پروګرام په ځائیزو اداري ارګانونو باندې د خلکو د باورتیا د زیاتولو په موخه د محلي حکومت د کړنو په باب د عامه پوهاوي ۳۴۵ غونډې هم جوړې کړي دي چې له هغو نه لږترلږه ۵۰٬۰۰۰ تنو ښاریانو ګټه پورته کړې ده.

Twitter icon
Facebook icon