د هوکړې لاسلیک: المان د افغانستان سره د ۵،۴ میلیاردو افغانیو په کچه نوره مالي مرسته کوي

09.09.1397
کابل، د ۲۰۱۸ کال د نوامبر د میاشتې ۳۰مه نیټه – په روانه اونۍ کې د افغانستان په اړه د ژنیو غونډه د سویس په هیواد کې جوړه شوه. په دې غونډه کې نړیوالې ټولنې د سولې او سوکالۍ په لاره کې د افغانستان د خلکو او حکومت د هلوځلو سره خپل پیوستون څرګند کړ. په دې مناسبت، آلمان د KfW د پراختیایی بانک له لارې د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) ته د ۵،۴ میلیاردو نورو مالي مرستو د برابرولو ژمنه وکړه. په ۲۰۰۲ کال کې د نوموړي صندوق د بنسټ ایښودلو راهیسې چې نړیوال بانک یې مدیریت کوي تر ۲۰۱۷ کاله پورې کابو ۱۱،۵ میلیونو افغانانو ته ګټه رسیدلې ده. د المان حکومت د ۶۲ میلیاردو افغانیو نه زیات د دې وجهي صندوق سره مرسته کړیده چې له دې امله یو تر ټولو لویو دوه اړخیزه ډونرانو له ډلې څخه شمیرل کیږي.

© StäV Genf / Hildebrandt

د نوموړې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د مالیې وزیر پروفیسو محمد قیومي او د KfW د پراختیایي بانک مشر ښاغلي کریستیان کریمر د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت د مرستیال ښاغلي مارتین ییګر په شتون کې د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق د تمویل په باب د هوکړې د لاسلیک مراسم پرځای کړل. په دغه هوکړه لیک کې په نوموړي وجهي صندوق کې د المان د مالي ژمنې جزئیات تسجیل شوي دي.

په دغو مراسمو کې ښاغلي ییګر داسې وینا وکړه: «د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د حکومت د اصلاحاتو د مهمو لړیو د اوچتولو او د ډونرانو د همغږۍ د پیاوړي کولو له لارې په افغانستان د ښې حکومتولۍ د هڅونې لپاره د یوه ډیر اړونده ابزار په توګه پاتې کیږي. له همدې امله د المان حکومت د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) له لارې په نوموړي صندوق کې د خپلې ونډې ته ژمن پاتې کیږي او باور لري چې دا وجهي صندوق به د پخوا په شان د هیواد د اړتیاوو سره سم تکامل وکړي او تر ۲۰۲۴ کاله پورې به خپل بسیاتوب ته ورسیږي.»

د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د افغان حکومت د بودجې او د لومړیتوب د ملي پروژو د تمویل لپاره یو منسجم او همغږۍ میکانیزم برابروي. برسیره پردې، دغه صندوق د نړیوالي ټولنې او افغان حکومت تر منځ د سیاسي ډیالوګ لپاره یو پلاتفرم جوړوي او موخه یې د افغان حکومت د ثبات او پایداري څخه ملاتړ او د لوږې په وړاندې د مبارزې سره مرسته ده. دا صندوق د هیواد پوهنې، روغتیا، کرنې، د کلیو د پراختیا او حکومتولۍ  په مهمو سکتورونو کې فعاله دئ.

د نورو اقدامونو تر څنګ د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق، «ولسي تړون» چې د هیواد د لومړیتوب د ملي پروګرامونو په ډله کې راځي، تمویلوي. د دې تړون موخه داده چې سیمو ته د اصلي بیخبناوو او ټولنیزو خدمتونو برابرول د سیمه ایزو پراختیایي شوراګانو د پیاوړي کولو له لارې سمون ورکړل شي. د دې صندوق بله برخه د کډوالو او کورني بیځایه شویو او د هغو د کوربه ځایونو څخه ملاتړ کوي چې ۱،۵ میلیونه افغانانو ته یې ګټه رسولې ده. تر ۲۰۲۱ کاله پورې به ولسي تړون ۸،۵ میلیونو افغانانو سره مرسته وکړي چې نیم یې شځې دي. د المان د مالي مرستې څخه به ۲،۶ میلیارده افغانۍ ترجیحاً د ولسي تړون د پلۍ کولو په لاره کې ولګول شي.

ولسي ټړون د ملي پیوستون د پروګرام پر ځای منځته راغی چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ کابو ۲۸،۶ میلیونو افغانانو ته چې نیم یې ښځې وې ګټه رسیدلې ده.

د KfW پراختیایی بانک د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق سره د المان د مالي مرستو مدیریت کوي. دا وجهي صندوق د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي او موخه یې د افغان ثبات جوړنه ده. دغه صندوق ګڼ شمیر پراختیایي کارونه چې د دولتي بودجې له لارې ترسره کیږي تمویلوي او په دې توګه د افغانستان د حکومت سره د پراختیایي تګلارو د شفافه پلۍ کولو، د بې وزلۍ سره د مبارزې د کولو، د عوایدو د کچې د زیاتولو او د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د سمولو په لاره کې مرسته کوي. د ۲۰۰۲ کال راهیسې د ۳۰ نه زیاتو هیوادونو د ۸،۸ میلیارده یورو نه زیاتې پیسې نوموړې وجهي صندوق ته ورکړیدي. یوازې المان په دې موده کې د ۷۲۵ میلیونو یورو نه زیاته مرسته کړیده.

Twitter icon
Facebook icon