د نوې کیدونکې انرژۍ هڅونه: په کابل کې جوړه شوې غونډه ځوان متشبثین جذبوي او د انرژۍ په سکتور کې د ښځو رول ته پام اړوي

22.01.1397
کابل، د ۱۳۹۷ کال د وری د میاشتې ۲۲مه نیټه – نن د افغانستان د نوې کیدونکې انرژۍ اتحادیې په هیواد کې د متشبثینو په منځ کې د نوې کیدونکې انرژې او د انرژۍ د اغیزمنتیا د هڅولو په موخه په کابل کې یوه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د سکتوری وزارتونو، د برښنا د شرکتونو، خصوصي سکتور ، اکادمیسینانو، د پایښتونکې انرژۍ د پاره د ښځو نوښت او د ځوانانو د تشبثونو د ملاتړ نوښت شاوخوا ۱۲۰ تنو استازو ګډون کړی وو. د دې غونډې چلند د نارینه وو او ښځینه وو د پاره یوشان وو. د افغان-آلمان د همکارۍ پروګرام له دغه اقدام څخه ملاتړ وکړ.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت مرستیال ښاغلي  محمد گل خُلمی نوموړې غونډه پرانیستله او داسې یې وویل: " زه غواړم د خپلو شریکانو څخه د دې پیښې څخه مننه کوم چې د انرژۍ په سکټور کې د میرمنو پانګونې او ګډون ته وده ورکولو لپاره یو ښه فرصت دی".

خصوصي شرکتونو ۶۰ تنو مشبثینو ته خپل سوداګریز پلانونه وړاندې کړل، په دې سکتور کې فرصتونو ته یې اشاره وکړه او د روانو تګلارو لکه د انرژۍ د تغذیې د تلافی او د جوازونو د کړنلارو په باب یې څرګندونې وکړې. هغو د افغانستان د نوې کیدونکې انرژې د تولید په لوی پوټنسیال باندې لاټینګار وکړ.

د غونډې ګډونوالو همدارنګه په دې سکتور کې په ننګوونو باندې خبرې اترې وکړې لکه هغه ستونزې چې د مالي وجهو د لاسرسۍ په لاره کې شتون لري، امنیتی وضعیت، د ښځو د ګډون نشتوالۍ، او داسې نور. هغو همداراز د فرصت نه په ګټې اخیستنې سره د نوموړو ستونزو د رفع کولو په ډګر کې د حکومت ملاتړ وغوښت. یوه ښځینه سوداګر داسې تبصره وکړه:

" نن یو ښه فرصت دی چې پدې سکټور کې د فرصتونو او ستونزو زده کړه وکړي. زه د خپلې سوداګرۍ لپاره د سوداګرۍ سوداګرۍ په توګه د نوي وړ انرژی سرچینو کارولو کې د خپل هیواد ملاتړ لرم".

ګډون کوونکي متشبثین چې ۳۰ تنه یې نارینه او ۳۰ تنه نور یې ښځینه وو اوس د پایښتونکې انرژۍ د پاره د ښځو د نوښت او د ځوانانو د تشبثت د ملاتړ په نوښت کې برخه نیسيي. دواړه نوښتونه د هیواد د ځوانانو لپاره روزنیز پروګرامونه لري تر څو د هغو د مشرتوب او تشبثي مهارتونو ته سمون ورکړي او د افغانستان د انرژۍ په سکتور کې هغوی د کسب او کار د پیل کولو د پاره چمتو کړي.

په تیره بیا د ښځو دپاره، تشبثت درلودل یو بیسارۍ فرصت دی چې خپلې اقتصادي او ټولنیزې وضعې ته سمون ورکړي او په عین حال کې د افغانستان په پایښتونکي پراختیا کې ونډه واخلي. په دې وروستیو کې، د افغانستان حکومت د برښنا د پراختیا یو پلان پیل کړی دی ترڅو تر ۲۰۲۱ کاله پورې په کلیوالي او ښاري سیمو کې نوې کیدونکي انرژۍ ته د خلکو د لاسرسۍ  کچه ۸۰ سلنه لوړه کړي. ښځې د هیواد د انرژۍ د ترټولو لویو مستهلکینو څخه شمیرل کیږي او د نوې کیدونکې انرژۍ په وده او د انرژۍ په اغیزمنتیا کې د هغو ونډه ډیره مهمه ده.

په افغانستان کې د انرژۍ د نهادي پراختیا پروګرام (IDEA) د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي . د نوموړي پروګرام موخه داده چې افغاني ټولنې ته د دې توان ورکړي چې د نوي کیدونکو سرچینو څخه انرژۍ ته لاسرسۍ پیداکړي او په دې توګه اقتصادي ودې ته پرمختګ ورکړي، فقر او بی وزلي کمه کړي او د ژوند چاپیریال وساتي. نوموړۍ پروګرام د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت سره د راز راز کارونو په ډګر کې همکاري کوي چې د برښنا د ډاډمنې رسونې د پاره عمومي شرایط منځته راوړي. د مثال په توګه، نوموړي پروګرام د ۲۰۱۵ کال راهیسې د خصوصي او دولتي ښکیلو موسسو او ادارو د پاره د نوی کیدونکي انرژۍ، د انرژۍ د پوهاوي او د انرژۍ د اغیزمنتیا په باب ۲۱ کنفرانسونه او ورکشاپونه جوړکړي دي. په همدې مهال، دغه پروګرام د انرژۍ د دولتي او خصوصي سکتور شاوخوا ۴۳۰ تنو افغانانو لپاره د کار په اړه د روزنې ځانګړي کورسونه جوړکړي دي.

Twitter icon
Facebook icon