د مځکې لاندې اوبو د دوامداره کارولو په باب په کابل کې د رسنیو غونډه

پرون په کابل کې د مځکې لاندې اوبو د دوامداره کارولو په باب د رسنیو غونډه جوړه شوه
25.12.1395
د مځکې د لاندې اوبو څلورو تنو کارپوهانو او د رسنیو د ۷۰ تنو زیاتو استازو په دې غونډه کې برخه اخیستې وه. په ټولیزه توګه هغوی دې پایلې ته ورسیدل چې د افغانستان د مځکې لاندې باید په مناسبه توګه مدیریت شي تر څو د حد نه زیاتې کارونې او ناولتیا څخه مخنیوی وشي. د افغانستان په شمال کې د ژورنالیستان ټولنیزې ټولنې (سنجا) او د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د دې غونډې کوربه وو.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت د هایدرولوژۍ د ریاست مشر، د افغانسان د ښارې اوبورسونې او کانالیزاسیون شرکت مشر، د KfW د پراختیایي بانک د اوبو د پروژې همغږکوونکۍ او همدارنګه د مدنې ټولنې یو فعال د غونډې د موضوع په باب – د مځکې لاندې اوبه ولی باارزښته دي او څنګه کیدای شي دغه اوبه دوامداره شي؟ – لنډې ویناوې وکړې.

د افغانستان د انرژۍ او اوبو د وزارت د هایدرولوژۍ د ریاست مشر ښاغلي انجینر محمد نعیم توخي داسې وویل: "په تیره بیا په لویو ښارونو لکه کابل کې د مځکې لاندې اوبه د دوو نګوونو سره مخامخ دي: تر حد زیاته کارونه او ناولتیا." د افغانسان د ښارې اوبورسونې او کانالیزاسیون شرکت مشر ښاغلي حمیداله ییلاني زیاته کړه چې د کانالیزاسیون د مناسبو سیستمونو له لارې د اوبو دناولی کیدو څخه مخنیوی کیدلای شي. هغه څرګنده کړه: "اوس مهال، د افغانستان د ښارې اوبورسونې او کانالیزاسیون شرکت د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې څخه په ۲۱ ولایتونو کې خدمتونه ترسره کوي. په نږدې راتلونکي کې به مونږ وکولای شو د افغانستان د حکومت او نړیوالو شریکانو په مرسته به په پاتې ولایتونو کې د ناولیو اوبو د مدیریت غوښتنې هم رفعه کړو."

د KfW د پراختیایي بانک د اوبو د پروژې همغږکوونکي ښاغلي سلیمان صالحی د دې پوښتنې په اړه چې څنګه د مځکې لاندې اوبو کارول لا اغیزمنه شي، د کانالیزاسیون یوه پراخه سیستم ته اشاره وکړه چې په کابل کې پلان شوی دی: "د کابل ښار د پاره د کانالیزاسیون ماسټرپلان د ناویلو اوبو د اغیزمن مدیریت په لاره کې یو مهم ګام ګڼل کیږي. تر ۲۰۱۹ کاله پورې چې دا پروژه بشپړه کیږي المان به د ۳ میلیونو نه زیاتې افغانیو مالي مرسته وکړي."

د مدنې ټولنې فعال او د اوبو کارپوه ښاغلي صلاح کبیر وویل چې د تخنیکي تجهیزاتو تر څنګ د بیلابیلو لوریو تر منځ همکاري هم ډیر زیات اهمیت لري. هغه داسې ټینګار وکړ: "افغان حکومت، مدنې ټولنه او رسنۍ باید لاس سره یو کړي چې د مځکې لاندې اوبو زیرمې وساتي." ټولو ویناکوونکو د مځکې لاندې اوبو د اغیزمنې کارونې د پوښتنې په اړه د خلکو تر منځ د پوهاوي د کچې د لوړولو په لاره کې د رسنیو بنسټیز رول ته هم اشاره وکړه.

"په ۲۰۱۷ کال کې د رسنیو غونډه – د افغانستان د رسنیو ټولنیزه دنده" د هغو منظمو غونډو لړۍ ده چې د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام او سجنا له خوا په ګډه جوړیږي. په دغې غونډه کې د دولتي سکتور، مدني ټولنې، پراختیایي سازمانونو کارپوهانو او د رسنیو استازي  د مهمو پراختیایي مسئلو په باب د خبرو اترو په موخه ګډون کوي.

 

Twitter icon
Facebook icon