د سیلابونو په وړاندې خویندیتوب

په بدخشان کې نوئ دیوال به د ۵۰٬۰۰۰ اوسیدونکو سره مرسته وکړی
24.08.1396
پرون د سیلاب په وړاندې د خویندیتوب د یوه دیوال د بنسټ ایښودلو مراسم د بدخشان ولایت د فیض آباد په ولسوالۍ کې پرځای شول. د کوکچې سیند د حوزې دولتي سکتوري ادارې او د افغان-المان د همکارۍ د پروګرام د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د ودانۍ ټولې چارې همغږي او پلۍ کوي. د المان حکومت ودانیز کارونه د شاوخوا ۱۳۶،۸۴ میلیونو افغانیو په ټول لګښت تمویلوي. د ۵۰٬۰۰۰ تنو نه زیات اوسیدونکي به له دې دیوال څخه په نیغه ګټه پورته کړي.

د مراسمو په ترڅ کې د بدخشان والي ښاغلي فیصل بیګزاد داسې وویل: «زه هیله لرم چې دا راز پروژې خلکو ته د دې واقعیت په اړه خبر ورکړي چې حکومت د دوی څخه پاملرنه کوي. مونږ د المان حکومت څخه د غورې همکارۍ او د دې مهمې پروژې په خاطر مننه کوو».

د سیلاب په وړاندې د خویندیتوب دیوالونه به د خلکو کورونه، کرنیزې مځکې او د فیض آباد او تالقانو تر منځ مواصلاتي لاره د سیلابونو څخه وژغوري. په اکثرو مواردو کې سیلابونه د کوکچې د سیند او د اوبولګولو د اوسنیو کانالونو څخه راځي. په تیرو کلونو کې شدیدو سیلابونو د کوکچې د سیند سره نږدې پراخې مځکې له منځه یووړې. اوسیدونکو د دې توان نه درلود چې د ګاونډیو ښارونو روغتیایي ځایونو، بازارونو او نورو ته لاسرسۍ ولري. خو اوس به د ۵۰٬۰۰۰ تنو نه زیات خلک د دغه خویندیتوب څخه نیغ په نیغه ګټه پورته کړي.

د خویندیتوب د دیوالونو ټولیز اوږدوالۍ ۱،۸ کیلومترو ته رسیږي چې سیمه ایزې اړتیاوې رفع کوي او شاوخوا ۱٬۵۰۰ جریبه (۳۰۰ هکتاره) مځکه تر پوښښ لاندې نیسي.

د شدیدو اقتصادي زیانونو په وړاندې د سیمې د ساتنې په موخه د سیلابونو په وړاندې د خویندیتوب د دیوالونو ودانول د بدخشان ولایت د اقتصادي پراختیا لپاره ډیر ارزښتناکه دی او په مهمو سړکونو باندې د ټرافیک د شنډیدو د مخنیوي سره مرسته کوي او په دې توګه اوسیدونکو ته امکان ورکوي چې کرنیز محصولات، سوداګري او ښوونې او روزنې او روغتیایي ځایونو ته لاسرسۍ وساتي او زیات یې کړي.

برسیره پردې، نوموړۍ وجهي صندوق هغه انجینران چې د کوکچې د سند د حوزې په اداره کې کارکوي روزي تر څو هغوی وکولای شي په راتلونکي کې ورته پروژې په خپلواکه توګه پلۍ کړي. په بدخشان کې د نوموړي صندوق مشر ښاغلي رفیع بهمن داسې ټینګار وکړ. «د خویندیتوب د دیوالونو ودانول د هغو زیانونو څخه چې د سیلابونو له امله د اوبو لګولو  سیستمونو ته رسیږي د پام وړ مخنیوۍ کوي. دا دیوالونه به د ځایي سیمو د ټولنیز-اقتصادي پراختیا په سمون کې مرسته وکړي. د دې راز پروژو پلۍ کول همدارنګه زمونږ د انجینرانو تخنیکي ظرفیت هم ډیر زیات لوړوي».

د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د المان د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ)  په استازیتوب تمویلیږي. د دې پروژې موخه داده چې د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزه بیخبنا سمون ومومي په داسې حال کې چې ولایتي ادارو ته توان ورکړل شي چې په راتلونکي کې پراختیایي پروژې په خپلواکه توګه طرحه او پلۍ کړي. د بیلګې په توګه، نوموړې پروژې د ۲۰۱۱ کال راهیسې لږترلږه ۱۶۰ کیلومتره سړکونه، ۵۰ کیلومتره د اوبولګولو کانالونه او د سیلابونو یا د مځکې د شړیدو په وړاندې د خویندیتوب ۱۱ بندونه تمویل کړي دي. د دې ترڅنګ د دې پروژې له لارې شاوخوا ۴۹۰ مسلکي سیمینارونه د ۲٬۳۰۰ تنو زیاتو ګډونوالو د پاره جوړشوي دي چې د راتلونکو بیخبنایي پروژو د خپلواکه پلۍ کولو زمینه برابروي.

 

Twitter icon
Facebook icon