د روغتیایی او چاپیریالی نورمونو رعایتول

په هرات کې د کانونو د څارونکو روزنه
01.10.1396
نن د بادغیس، فراه، غور، هلمند، هرات او نیمروز ولایاتو د کانونو د ۱۲ تنو څارونکو په ګډون یو درې اونیزه تخنیکي روزنیز کورس پایته ورسید. پخوا د افغانستان د کانونو او پترولیم د وزارت مسئولو روزونکو، د روزونکو د روزنې په یوه کورس کې چې د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ټینګښت د پاره د المان د پروګرام له خوا جوړشوی وو، ګډون کړی وو. دغه پروګرام د کانونو د څارونکو د تخنیکې روزنې څخه هم د تخنیکي او مالي پلوه ملاتړ کوي.
Training of Minig Insectors in Herat

Mines inspectors from the provinces Badghis, Farah, Ghor, Helmand, Herat, and Nimruz participated in a Training of Trainers (ToT) 

په نوموړی روزنیز کورس کې د مځکې په سر او لاندې د کان ایستنې لړۍ، روغتیا او خویندیتوب، چاپیریالي اړخونه او د سروې تخنیکونه شامل وو. برسیره پردې، د کانونو څارونکو خپل مهارتونه په هرات کې د ډبرو د یوه کان او د مرمرو د ډبرو د پروسس په یوه فابریکه کې په عملي توګه وکارول. اوس دوی کولای شي ساحوي څارنې په ښه ډول ترسره کړي او دا آزموینه وکړي چې آیا استخراجي کړنې د نورمونو، معیارونو او مقرراتو سره سم دي او که نه. دوی همداراز اوس کولای شي وآزمویي چې آیا استخراج شوي حجمونه د هغو ارزښتونو سره چې په اړونده تړونونو کې ورباندې هوکړه شوې ده سرخوري او که نه. دا کار د مالیاتو او محصول صحیح تادیه تامینوی او د افغان دولت مالیاتي عواید لوړوي.

په نوموړي روزنیز کورس کې د هرات ولایت یو تن ګډون کوونکي داسې تبصره وکړه: «زمونږ د کار د پاره روزنه ډیره مهمه ده. مونږ د کان ایستنې د نورمونو، د سروي د تخنیکونو او ساحوي تجهیزاتو د کارونې په باب زیات شیان زده کړل. دا نوې پوهه به زمونږ سره مرسته وکړي چې خپلې دندې په ښه او اغیزمنه توګه ترسره کړو.» په منځني توګه، هر ګډون کوونکۍ په خپل ولایت کې د څه نا څه څلورو کانونو مسئولیت په غاړه لري.

افغانستان د منرالي سرچینو لکه مس، وسپنه، سره زر، لیتیوم، نادره خاوره او کوبالت له پلوه بډای دئ. دا سرچینې د هیواد د اقتصادي ودې، د نورو عوایدو د لاسته راوړلو او د کان ایستنې په سکتور کې د ۱۰٬۰۰۰ نه تر ۱۴٬۰۰۰ پورې[1] د کارځایونو د منځته راوړلو د پاره یو لوی پوتنسیال برابروي. خو د دې پوتنسیال د اغیزمنې کارونې د پاره باید د کان ایستنې کړنې ښه مدیریت او کنټرول شي او په شفافه توګه د هغو څخه څارنه وشي. اغلباً روغتیایي او چاپیریالي نورمونه نه رعایت کیږي، او ډیر مهال پیښې منځته راځي. له همدې کبله مهمه ده چې د کانونو څارونکي په بسیا توګه روزنه ومومي تر څو وڅیړي چې آیا اړونده معیارونه رعایت کیږي او که نه. تر اوسه پورې د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د ۲۰۱۳ کال راهیسې ۹۴ تنه افغانی څارونکي روزلي دي.

«د افغانستان په استخراجي سکتور کې د ښې حکومتولۍ د ودې» پروګرام د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. د افغانستان د کان ایستنې سکتور یو لو اقتصادي پوټنسیال لري چې کولای شي په هیواد کې اقتصادي ودې ته د پام وړ پرمختګ ورکړي. د دې لپاره چې دغه پوټنسیال په بشپړه توګه وکارول شي، نوموړۍ پروګرام په پام کې لري چې په استخراجي سکتور کې دولتي عواید زیات کړي، پانګونه وهڅوي او د افغانستان د اداري فساد سره مبارزه وکړي. دې پروژې، د نورو کارونو تر څنګ، د ۲۰۱۳ کال راهیسې د بیلابیلو موضوعګانو لکه د کان ایستنې د پلان جوړونې، د کان ایستنې د اقتصاد او د کان ایستنې د څارنې په باب ۲۱ روزنیز کورسونه د کانونو د ۳۱۰ تنو څارونکو او د کانونو او پټرولیم د وزارت او د هغه د ولایتي ادارو د نورو کارکوونکو لپاره جوړکړي دي. برسیره پر دې، دا پروژه د افغانستان د استخراجي صنایعو د روڼتوب د نوښت (AEITI) څخه د روڼتوب د ودې او اداري فساد سره د مبارزې په موخه ملاتړ کوي.

 

[1] World Bank Altai Study 2012 

Twitter icon
Facebook icon