د تخار ولایت د هزار سموچ ولسوالۍ ۱۴۰۰۰ وګړو ته د برښنا رسونه

07.06.1397
تالقان، تخار، د وږي ۷مه ۱۳۹۷ کال ¬ـ پرون ورځ، د تخار ولایت د بښنا شرکت ریاست (DABS) او له افغانستان سره د آلمان همکاریو د تخار ولایت د هزار سموچ ولسوالۍ ته د برښنا رسونې هوکړه لیک لاسلیک کړ. کله چې نوموړې پروژه په کار پیل وکړی د ګنبد، کنجک او هزار سموچ د کلیو له ۱۴۰۰۰ ډېر وګړي به ورنه ګټه واخلی. له افغانستان سره د آلمان د همکاریو د سیمه ایزو زېربناء وو پراختیا پانګې (RIDF) د افغانستان د برښنا له ریاست سره مرسته وکړه تر څو دغه پروژه په ګوته او اوس یې د پلې کولو ټول ټال ۱۲۴ میلیونه لګښت ورکوی.

د تړون لیک د لاسلیک کولو په غونډه کې د تخار والی ښاغلی فضل الله مجددی څرګنده کړه: " موږ په خپل ولایت کې د آلمان د پرلپسې پراختیایی فعالیتونو منندی یو. ځکه خو ما له قراردادی کمپنۍ وغوښتل ترڅو د رغونې چارې په ښه کیفیت ترسره کړی. دغه کړنه به موږ ته د باوری زېربناء وو د درلودلو ډاډ راکړی". د افغانستا د برښنا شرکت رئیس زیاده کړه: "دغه پروژه به د خلکو کورونو روښانه او د الیکین له تېلو او جنراتورونو له ډېزلو به بې غمه شی. او دا پروژه به په سیمه کی د کچونیو سوداګریو لپاره لاره هواره کړی".

اوس مهال د ګنبد، کنجک او هزار سموچ کلی برښنا ته لاسرسئ نه لري. ځکه خو به نوموړي پروژه د تخار ولایت شته برښنا دغه کلیو ته وغزوي. د رغوني په چارو کې ۱۳ کیلو متره د برښنا لږدونکي مزی شامل وی: پنځه فرعی ستشنونه به له ۱۵ کیلو متره نه ډېره برښنا وویشی چې هر څانګه به یې شاوخوا ۱۶۰۰ کارونکی په بر کې ولري.

اقصادی او ښاری پرمختګ په کلکه په زېربناء وو پروې تړی دی. د برښنا رسونه به په سمیه کې د ټولو استوګنو داستوګنې وضیعت ته د پام وړ پراختیا ورکړی، عماه چوپړتیاوې، ښونځی، ماکېټونه، روغتیایی کلینیکونه، د پولیسو مرکزونه او نور دولتی دفترونه به له دغه پروژې ګټه واخلی. د ګڼ شمیر استوګنو لپاره د داندې آسانتیاوې هم برابرې شی.

د برښنا رسونې د رغونې سره مل به، د سیمه ایزو زېربناوو پراختیایی پانګه به د تخار ولایت د برښنا شرکت انجینیرانو، او مدیرانو ته د دندې په لړ کې ښونې، لارښونې او روزنې هم برابرې کړی. دغه ډول کړنې د افغانستان د برښنا شرکت په دې توانوی ترڅو په راتلونکې کې دې ته ورته پروژه په خپلوا که توګه په ګوته کړی پلی یې کړی او د ساتنې چارې په غاړه واخلی.

 

د سیمه ایزو زیربناء وو پراختیایی پانګه RIDF د آلمان د فدارلی هېواد د افتصادی او پراختیایی مرستو  د وزارت (BMZ) په استازیتوب د المان د پراختیایی بانک KfW له لوری پلی کږی. د پروګرام مؤخه د افغانستان په شمال کې د ټولنیزو زېربناوو او ولایتی ادارو توانول دی ترڅو په راتلونکی کې په خپلواکه توګه  پراختیایی پروګرامونه پلان او پلی کړی د بېلګې په توګه: د سیمه ایزو زیربنا وو پراختیایی پانګه  RIDF د ۱۳۹۰ کال راهیسې د شاوخواد ۱۶۰ کیلومتره سړک، ۵۰ کیلومتره د ابولګولو ویالې او د سېلابونو او غونډیو د ښویېدو دمخنیونکو۱۱ ډنډونو پانګونه کړې. په ورته وخت کې، نوموړي پروژې د دندې اړوند د ۳۰۰۰ ډېرو هغه خپلواکه خلکو لپاره چې په راتلونکې  د زېربنایی پروژو لپاره ورباندې باور کېږی  ۹۰۰ روزنیز سیمینارونه برابر کړی. 

Twitter icon
Facebook icon