د بغلان ولایت د ۱۰٬۰۰۰ تنو اوسیدونکو په ګټه د برښنا یوه نوې بیخبنا

29.12.1396
نن د بغلان ولایت د پلخمري په ښار کې د برښنا یو تمدیدشوی مزۍ او یوه نوې شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کرکر د سیمې شاوخوا ۱۰٬۰۰۰ اوسیدونکي اوس د ډاډمنې برښنارسونې څخه ګټه پورته کوي. د دې پروژې ودانیز کارونه په دوو کلونو کې بشپړ شول. د سیمه ایزې بیخنبا د پراختیا وجهي صندوق او د افغانستان د برښنا ریاست دغه پروژه پلې کړه. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام دغه بیخبنایي کار د ۱۱۵،۵ میلیونو افغانیو په ټولیز لګښت تمویل کړ.

 ډاډمنه برښنا رسونه د پایښتونکي اقتصادي پراختیا او د خلکو د ژوند او کار د شرایطو د سمون شرط ګڼل کیږي. دغه نوې بیخبنا د پلخمري د ښار د کرکر د اوسیدنې سیمې ته برښنا برابروي. پخوا به د دې سیمې اوسیدونکو چې شمیر یې ۱۰٬۰۰۰ تنو رسیږي د برښنا د لاسته راوړلو دپاره دیته اړ وو چې د کوچنیو او ګرانو جنراتورونو څخه کارواخلي. خو اوس، ارزانې او پاکې انرژۍ ته لاسرسۍ لري. د افغانستان د برښنا ریاست د خپلو مشتریانو د نوم په ثبتولو پخوا پیل کړی دئ.

نن، نوموړې شبکه د ۱۲۰۰ نه زیات کوروال د برښنا د شبکې سره نښلوي او په راتلونکي کې به د هغې ظرفیت نورو ۸۰۰ کوروالو ته زیات شي. په نوموړې پروژه کې د کرکر د سیمې سبستیشن ته نږدې د یوې اداري ودانۍ جوړول هم شامل وو. په دې ودانۍ کې د نوموړي ریاست له خوا د پروژې د کارونو د سرته رسولو او د شبکې د اغیزمنې ساتنې او څارنې یو دفتر په نوموړې ودانۍ کې شتون لري.

د ودانیزو کارونو په ترڅ کې، د افغان-المان د همکارۍ ادارې د افغانستان د برښنا ریاست انجینرانو او مدیرانو ته د دندې په بهیر کې روزنه، لارښوونه او سلامشوره هم برابره کړه. د دغو کړنو موخه داده چې په راتلونکي کې د برښنا د انرژۍ د شبکو د طرحه کولو، ودانولو او ساتنې او څارنې په ډګر کې د نوموړي ریاست ظرفیتونه پراختیا ومومي.

د سیمه ایزې بیخبنا د پراختیا وجهي صندوق (RIDF) د المان د KfW د پراختیایي بانک له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ)  په استازیتوب تمویلیږي. د دې پروژې موخه داده چې د افغانستان په شمال کې اقتصادي او ټولنیزه بیخبنا سمون ومومي په داسې حال کې چې ولایتي ادارو ته توان ورکړل شي چې په راتلونکي کې پراختیایي پروژې په خپلواکه توګه طرحه او پلۍ کړي. د بیلګې په توګه، نوموړې پروژې د ۲۰۱۱ کال راهیسې لږترلږه ۱۶۰ کیلومتره سړکونه، ۵۰ کیلومتره د اوبولګولو کانالونه او د سیلابونو یا د مځکې د شړیدو په وړاندې د خویندیتوب ۱۱ بندونه تمویل کړي دي. د دې ترڅنګ د دې پروژې له لارې د کار اړونده شاوخوا ۴۹۰ سیمینارونه د ۲۳۰۰ تنو نه زیاتو ګډونوالو د پاره جوړشوي دي چې د راتلونکو بیخبنایي پروژو د خپلواکه پلۍ کولو زمینه برابروي.

Twitter icon
Facebook icon