د انرژۍ رسونې سمونتیا: د بلخ ولایت شاوخوا ۹۰ زره تنه اوسیدونکي د برښنا د نوې بیخبنا څخه ګټه پورته کوي

10.03.1397
د خُلم ولسوالۍ، بلخ، د ۱۳۹۷ کال د غبرګلی د میاشتې ۱۰مه نیټه – پرون جلالتمئاب ولسمشر اشرف غني د بلخ په ولایت کې د برښنا یوه نوې بیخبنا پرانیستله. د خُلم په ولسوالۍ کې نوۍ سبستیشن به د دې ولسوالۍ کابو ۷۷ زرو تنو اوسیدونکو، د ګاونډیو سیمو او د پیر¬نخچیر د ښار اوسیدونکو ته د برښنا انرژي برابره کړي. برسیره پردې، د مارمول په ولسوالۍ کې د برښنا د ویشنې یوه نوې شبکه به په دې سیمه کې ۱۳۲۰ تنو کوروالو ته د برښنا انرژي برابره کړي. په ټولیزه توګه، شاوخوا ۹۰ زره تنه اوسیدونکي به د برښنا د نوې بیخنبا څخه ګټه پورته کړي. د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د دواړو پروژو د پلۍ کولو دنده په غاړه درلوده. د افغان-المان د همکارۍ اداره دغه بیخبنا د شاوخوا ۷۸۱ میلیونو افغانیو په لګښت تمویل کړې ده.

د انرژۍ رسونې سمونتیا: د بلخ ولایت شاوخوا ۹۰ زره تنه اوسیدونکي د برښنا د نوې بیخبنا څخه ګټه پورته کوي

په خُلم کې د پرانیستنې په مراسمو کې جلالتمئاب ولسمشر غني، د المان د حکومت استازو، د بلخ والي، د سکتوري وزارتونو لوړپوړې کارکوونکو او د افغانستان د برښنا ریاست استازو ګډون کړی وو. په دې مراسمو کې ولسمشر د خپلې وینا په ترڅ کې داسې وویل: «زه د المان حکومت د مرستې څخه مننه کوم. تیر کال د افغانستان خلک د انرژۍ په سکتور کې د لوړ پرمختګ شاهدان وو. د هیواد د نهو ولایاتو اوسیدونکي اوس په خپلو کورونو کې د برښنا د کارونې څخه خوند اخلي.»

په دې مراسمو کې ښاغلي یوآخیم بیشوف د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د وزارت (BMZ) په استازیتوب داسې وویل: «زه د افغانستان حکومت او د افغانستان خلکو ته د دې مهمې پروژې د بشپړیدو مبارکي وایم. غواړم ټینګار وکړم چې د افغانستان خلکو ته د لوړ کیفیت لرونکي خدمتونو د دوامداره تامینولو په موخه باید د دغې بیخبنا څخه په ښه توګه ساتنه او څارنه وشي.»

د شمال-ختیځې برښنا رسونې د سیستم (NEPS) پروګرام د افغان-المان د همکارۍ د ادارې له خوا د KfW د پراختیایي بانک له لارې تمویلیږي. د دې پروګرام موخه داده چې د هیواد په شمال کې د افغانستان اتباعو، شرکتونو او دولتي ادارو ته د اقتصاد د پایښتونکي ودې د هڅونې په موخه برښنا برابره کړي. د نیپس پروګرام، د نوموړو هڅو د یوې برخې په توګه، د سبستیشنونو د ودانولو او همدارزا د برښنا د لیزد او ویشنې د لینونو له لارې د هیواد شمالي ولایات د شمال-ختیځې برښنا د اوسني سیستم سره نښلوي. د برښنا رسونې ملي اداره یعنې د افغانستان د برښنا شرکت، د برښنا د شبکې سره د کوروالو نښلول تامینوي.

Twitter icon
Facebook icon