المان د افغانستان لپاره ۶،۴ میلیارده افغانۍ پانګونه کوي

نن د افغانستان حکومت او د المان د KfW پراختیایي بانک یوه مالي هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د هغه پر بنسټ المان د افغانستان دولت ته د ۶،۴۴ میلیاردو افغانیو په کچه مالي مرسته برابروي
02.09.1396
دغه پیسې به د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق (ARTF) ته اختصاص ورکړل شي. د دې صندوق د جوړولو د نیټې یعنې د ۲۰۰۲ کال راهیسې المان تر اوسه پورې ۴۷ میلیارده افغانۍ د نوموړي صندوق سره مرسته کړیده. المان د دې صندوق یو له لویو مرستندیو هیوادونو څخه ګڼل کیږی.

د هوکړه لیک د لاسلیک کولو د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي داسې وویل: «د افغانستان حکومت په هیواد کې د یوې ثبات لرونکي دموکراسۍ د جوړولو په لاره کې د المان د ملاتړ او مرستې څخه مننه کوي. دا ډول هوکړه لیکونه د افغانستان د بیارغونې په وجهي صندوق کې په ونډې اخیستنې سره د افغان حکومت سره مرسته کوي چې د اغیزمنتیا او خپل پایښت په لور وخوځیږي». په کابل کې د آلمان په سفارت کې د المان د همکارۍ د پروګرام مشر ښاغلي اووي ګیهلن داسې وویل: «د المان د همکارۍ واقعي لیوالتیا په دې کې نغښتې ده چې د افغانستان د خلکو سره د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د هغوی د خپل بسیاتوب د پیاوړي کولو په لاره کې مرسته وکړي. مونږ نوموړو موخو ته د رسیدو دپاره د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق سره د دوام لرونکي همکارۍ هیله لرو».

د پروګرام موخه داده چې د افغان دولت د ثبات جوړونې سره مرسته وکړي او په دې توګه د بې وزلۍ د کچې په ټیټولو کې ونډه واخلي. دا پروګرام د مالي ملاتړ په کولو سره غواړي چې د ملکي خدمتونو د سمې کړنې او په دې توګه د بنسټیزو ټولنیزو خدمتونو د تضمین په لاره کې مرسته وکړي. موخه داده چې افغانستان وکولای شي د عامو اقتصادي شرایطو او مالیاتي سیستم د سمون ورکولو او د قانون تر واکمنۍ لاندې د حکومتولۍ د یوه روڼ سیستم د پلې کولو له لارې لوړ عواید منځته راوړي. د افغانستان لپاره اوږدمهاله موخه داده چې خپله بودجه د بهرني مرستو څخه پرته تمویل کړي او بودجوي پیسې په اغیزمنه توګه او د د پراختیا په پام کې نیولو سره ولګوي. برسیره پردې، د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت تر منځ د سیاسي ډیالوګ یو پلاتفرم هم دی.

د افغانستان حکومت به دا بودجه د ښې حکومتولۍ، کرنې، د کلیو د پراختیا، بیخبنایي اقدامونو، او همداراز د بشري او ټولنیزې پراختیا په ډګرونو کې د پروژو د جوړولو او پلې کولو په لاره کې وکاروي. یوازې په ۲۰۱۶ کال کې ۹،۳ میلیونه افغانانو د دا ډول پروژو څخه ګټه پورته کړیده.

۳،۲۲ میلیارده افغانۍ د افغانستان د ولسي تړون پروژې ته تخصیص ورکړل شوي دي چې د هغه موخه د عامه خدمتونو د سمون له لارې د بې وزلۍ د کچې راټیټول او په افغان حکومت باندې د هیوادوالو د باور د کچې لوړل دي. د پراختیا ځائیزې شوراګانې د نوموړي تړون اساسي ستنې بلل کیږي. ۸،۵ میلیونه افغانان به د نوموړي پروګرام د لومړي پړاو څخه ګټه پورته کړي. په دې پروګرام کې یوه بله برخه د کډوالو او بیځایه شویو افغانانو او همداراز د هغو سیمو په اړه شتون لري چې دا افغانان مني او د هغوی کوربه توب په غاړه اخلي. ۱،۵ میلیونه نور افغانان به له دغې برخې څخه ګټه پورته کړي.

د KfW پراختیایی بانک د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق سره د المان د مالي مرستو مدیریت کوي. دا وجهي صندوق د نړیوال بانک له خوا اداره کیږي او موخه یې د افغان ثبات جوړنه ده. دغه صندوق ګڼ شمیر پراختیایي کارونه چې د دولتي بودجې له لارې ترسره کیږي تمویلوي او په دې توګه د افغانستان د حکومت سره د پراختیایي تګلارو د شفافه پلۍ کولو، د بې وزلۍ سره د مبارزې د کولو، د عوایدو د کچې د زیاتولو او د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د سمولو په لاره کې مرسته کوي. د ۲۰۰۲ کال راهیسې د ۳۰ نه زیاتو هیوادونو د ۸،۴ میلیارده یورو نه زیاتې پیسې نوموړې وجهي صندوق ته ورکړیدي. یوازې المان په دې موده کې د ۶۶۳ میلیونو یورو نه زیاته مرسته کړیده.

Twitter icon
Facebook icon