اداري فساد سره مبارزه: افغانستان او اندون ز ییا خپ ې ل همکا رۍ ته رس ي م بڼه و رکوي

19.02.1397
جاکارتا، اندونیزیا، د ۲۰۱۸ کال د مې د میاشتې ۹مه نیټه – نن افغانستان او اندونیزیا د اداري فساد سره د مبارزې په ډګر کې راتلونکي همکاري رسمي بڼه غوره کړه. د افغانستان د اداري فساد سره د مبارزې او ارزونې ګډې خپلواکې کمیټې (MEC) او د اندونیزیا د اداري فساد د ریښو ایستلو د کمیسیون (KPK) تر منځ درې ورځنۍ غونډه پایته ورسیده. د افغان-المان د همکارۍ د پرانیستي تګلارې مشورتي وجهي صندوق (OPAF) دغه غونډه د اندونیزیا او المان د پارټنرانو سره همغږه کړې وه.

نوموړې غونډه د افغانستان او اندونیزیا – یعنې د پورتنۍ کمیټې او کمیسیون تر منځ د روانې همغاړې همکارۍ ته د رسمې بڼې ورکولو په لاره کې لومړۍ ګام ګڼل کیږي. پخوا دواړو سازمانونو د تخنیکي ظرفیتونو په باب د خبرو اترو او د راتلونکي ژمنې د شرایطو په اړه د مذاکرې په موخه غونډه کړې وه.

د اندونیزیا کمیشنر ښاغلي ساوت سیتومورانګ داسې تبصره وکړه: «زمونږ د سازمانونو تر منځ همکاري په ښه توګه وده کوي. دا د خوشحالۍ ځای دی چې د افغانستان د کمیسیون د همکارانو سره چې د اداري فساد سره مبارزې ته ژمن دي کار کوو. مونږ هیله لرو چې زمونږ تر منځ همکاري به د تجربو د شریکولو او زمونږ د پوهې د تبادلې په پایله کې غښتلې شي».

د غونډې په ترڅ کې نوموړې کمیټې د اندونیزیا څخه د تیرې لیدنې راهیسې خپل پرمختګ وڅیړه. په دې وروستیو کې دغې کمیټې د افغانستان د وزارتونو په اړه زیات شمیر د لوړ کیفیت لرونکي ریپوټونه او د اداري فساد په وړاندې د زیان مننې ارزونې وړاندې کړل. دغه کار قسماً د اندونیزیایي همکارانو د شریکې شوې پوهې پر بنسټ ترسره شو.

نوموړې غونډه یوه جامع اجندا درلوده. په بیلابیلو ناستو کې د افغانستان د اداري فساد سره د مبارزې او ارزونې ګډې خپلواکې کمیټې او د اندونیزیا د اداري فساد د ریښو ایستلو کمیسیون د دې فرصت پیدا کړ چې خپلې پوهې تبادله کړي او خپل ظرفیتونه لاهم زیات کړي. د روڼتوب د نړیوال سازمان د اداري فساد ضد بین المللی کارپوهانو د ټولو ناستو په بهیر کې خپلې نظریې ورکړې.

د کمیټې د اجرایي رئیس کفیل ښاغلي خیرالله سارنګ داسې وویل: «دا کمیسیون او کمیټه زیاتې ګډې وجهې لري. له همدې امله، مونږ غواړو چې د یو بل څخه د زده کولو لړۍ ته د اداري فساد ضد په نورو ډګرونو کې هم دوام ورکړو. همکاري همداراز د دوستۍ معنا لري او سولې لاره اواروي.» د غونډې تعقیبي ګامونه او په ګډه هوکړه شوې تګلاره به په نږدې راتلونکي کې برابره شي.

د پرانیستي تګلارې د مشورتي وجهي صندوق (OPAF) پروژه د Deutsche Gesellschaft für Internationale Zusammenarbeit (GIZ) GmbH د ادارې له خوا د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا د فدرال وزارت (BMZ) په استازیتوب پلۍ کیږي. دا پروژه د ۲۰۰۹ کال راهیسې په افغانی نهادونو کې د کارپوهانو ګمارل تمویلوي او د هغو کارکوونکي روزي تر څو ظرفیتونه جوړکړي او د ښې حکومتولۍ د معیارونو سره سم د اصلاحاتو په پلۍ کولو کې مرسته وکړي. د نورو کارونو له ډلې څخه دا پروژه تر اوسه پورې د دولتي نهاودونو د ۱۳۰تنو کارکوونکو لپاره روزنیز مسلکي کورسونه یا د دندې په مهال روزنې لکه د مالي چارو، د شمیرو او معلوماتو د تحلیل او د اداري فساد د څیړنې کورسونه جوړکړیدي. په عین حال کې دا پروژه د  اداري فساد پرضد د څارنې او ارزونې د ګډې خپلواکې کمیټې سره د اداري فساد په وړاندې د دولتي نهادونو د زیانمننې په باب د اتو ریپوټونو د جوړولو په لاره کې ملاتړ کوي.

Twitter icon
Facebook icon