په افغانستان کښې د آلمان د همکاریو د تازه پیدا ګېرنو، پېښواو رپوټونو، مطبوعاتی خبرونو ریښتینو او تازه خبرونه د ولایت، نېټې او خبری طرحې په بنا د نورو معلوماتو لپاره د خپرونو، ویدیو ییاو تصوری ګالرۍ او د اړوندو لنکونو او خبری برخو او یا هم کتاب  تونونو ته د تلون په اساس په لمړیتوبونو ویشلی دی

فلتر

پايلې 426
23.11.1397 | خبرپاڼه
د ۱۳۹۷ کال د سلواغه د میاشتې ۲۲ پرون، کابل. په دې اونۍ کې، د ځوان مسلکیانو په اړه د افغانستان انرژۍ سکټور د بازار غوښتنې ارزولو لپاره د کابل پولیتخنیک په پوهنتون (KPU) کې یو ورکشاپ جوړ شو. په دغه ورکشاپ کې تقریباً ۱۰۰ تنه لوړ پوړو چارواکو او د پوهنتونونو استازو، خصوصي سکتور او نورو اړونده ادارو غړو ګډون کړی وو. ګډونوالو پر دغه موضوع باندې بحث وکړ چې د اړونده پوهنتون تعلیمي نصاب څه ډول اصلاح شي څو د افغانستان د انرژۍ مارکيټ اړتیاوې پوره شي. د افغان جرمن همکارۍ د افغانستان برېښنا سکټور د ودې پروګرام (AESIP) له دغه ورکشاپ څخه ملاتړ وکړ.
23.11.1397 | خبرپاڼه
تېره شنبه په کابل کې د اماني د هلکانو ښوونځي، د جمهوریت لیسې او د عایشه دراني د انجونو ښوونځي څلورم ټولګي لپاره د نوو زده کونکو د شاملیدو درې ورځنۍ پروسه پاې ته ورسوله. شاوخوا ۱۰۰ ماشومانو، انجونو او هلکانو د کمپیوټر پدغه عصري ازموینه کې ګډون ګړې وه. د افغان-آلمان د همکارۍ پروګرام چې کابل کې د آلمان هیواد لخوا ملاتړ کیدونکي ښوونځي پياوړي کوي، د دغې ازموینې پراختیا څخه ملاتړ وکړ.
18.11.1397 | خبرپاڼه
نوی ډهلي، هند، د ۲۰۱۹ زېږدیز کال د فبروۍ میاشتې اوومه نېټه – نن ورځ، د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز (ACJC) ۱۲ مهمو غړو د هند په نوي ډهلي کې د پیسو د تطهیر او د ترهګرۍ د تمویل پر ضد د مبارزې په اړه په ځانګړي شوي روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. له ۲۰۱۸ زېږدیز کال را پدېخوا، له افغانستان سره د آلمان همکارۍ ادارې د مشورتي فنډ پرانیستې پالیسۍ (OPAF) د افغانستان له فساد سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د ټولټال ۲۸ مهمو کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو لپاره درې پر له پیسې روزنیز پروګرامونه تمویل او برابر کړل. اوس دوی کولای شي چې خپل مهم کارونه په خورا مهارت او اغېزمنتیا سره ترسره کړي
18.11.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۷ کال د سلواغه میاشتې ۱۸مه نېټه - پرون ورځ، د افغانستان اقتصاد وزارت او له افغانستان سره د آلمان د همکارۍ د څارنې، ارزونې او عامه اړیکو پروګرام (MEC) د ۲۰۱۹ زېږدیز کال لپاره د تخنیکي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. له ۲۰۱۵ زېږدیز کال را پدېخوا، د افغانستان د ملي پراختیایي پروژو د څارنې او ارزونې لپاره د اقتصاد وزارت ظرفیتونو لوړول د ګډو هڅو موخه ده. دا کار به د دې ډاډ رامنځته کړي چې دا هڅې به اغېزمنې، مؤثره، اړونده، دوامداره وي او د افغان ولس په ګټو باندې به یو رېښتینی اغېز ولري. د دې همکارۍ ټولټال بودیجه له ۸.۶ میلیونو افغانیو څخه زیاته ده.
17.11.1397 | خبرپاڼه
مزار شریف، بلخ ولایت، د ۱۳۹۷ کال د سلواغه د میاشتې ۱۷مه نېټه – پرون ولایتي چارواکو او افغانستان لپاره د آلمان همکارۍ ادارې استازو پرون د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې د دشته شور بیارغول شوی سړک پرانیست. دا سړک به له ۱۳۴۰۰۰څخه زیاتو خلګو ته ګټه ورسوي. د بلخ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د بیارغونې له کارونو څخه څارنه کوله کوم چې له مهالوېش څخه اووه میاشتې وړاندې بشپړ شول. د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) له دغه پروژې سره مالي مرسته کوي چې ټولټال لګښت یې شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ کېږي.
15.11.1397 | خبرپاڼه
مزار شریف، بلخ، د ۳۹۷ کال د سلواغه میاشتې ۱۵ نېټه – پرون د بلخ ولایت د پوهنې ریاست او د افغان – آلمان د همکاریو ادارې په بلخ ولسوالۍ کې د ایلقیچي د نجونو عالي لیسې د یوې ودانۍ د جوړولو تړون لاسلیک کړ. دا یوه منزله ودانۍ به اته (۸) په بشپړ ډول تجهیز شوي ښوونځي ولري. دا به له ۴۳۰ څخه زیاتو ښځینه زده کوونکو لپاره په کافي اندازه د زده کړې چاپېریال برابر کړي. د افغانستان او آلمان همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) له دغه پروژې سره مالي مرسته کوي چې ټولټال لګښت یې ۱۹.۵ میلیونه افغانۍ کېږي.
28.10.1397 | خبرپاڼه
د مرغومی د میاشتې ۲۸ نېټه، د کندز ولایت امام صاحب ولسوالي، پرون د کندز ولایت معارف ریاست ته د افغان جرمن همکارۍ د نجونو یو نوی جوړ شوی ښوونځی وسپاره. نوموړی ښوونځی ۸ ټولګي لري او د امام صاحب ولسوالۍ په اورتابولقي کلي کې موقعیت لري. له ۲۴۰ څخه زیات نجونې چې د ۱۱ کلیو څخه ښوونځي ته ځي، له دغه ښوونځي څخه به ګټه اخلي. دغه نوی ښوونځی به کورنۍ وهڅوي څو خپلې نجونې ښوونځي ته واستوي، ځکه چې دغه ښوونځی نږدې دی او په اسانه سره ورته لاسرسی کېږي. دغه ښوونځی په د افغانستان په شمال کې د افغان جرمن د ثبات پروګرام (SPNA) د ۱۹.۶ میلونه افغانیو په لګښت جوړ کړی.
13.10.1397 | خبرپاڼه
د تخار ولایت تالقان ولسوالۍ، د ۱۳۹۷ کال د مرغومی میاشتې ۱۰ مه نېټه: پرون د افغانستان او آلمان همکارۍ او ولایتي چارواکو د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې د اوبو لګولو یو کانال چې ۸ کلومتره اوږدوالی یې درلود، په رسمي توګه پرانیستل. له دغه نوی جوړ شوي کانال څخه به د بنګي ولسوالۍ په غورچي، ګروج، لوی قشلاق او جمشید کلیو کې له ۷۵۰۰ څخه زیات ځایي اوسېدونکي ګټه پورته کوي. دغه کانال د افغان جرمن همکارۍ د سیمه ییزې بنسټیزې پراختیا وجهي صندوق (RIDF) په مالي مرسته جوړ شو چې ټولټال لګښت یې تقریباً ۱۰۱.۸ میلونه افغانۍ کېږي. دغه کانال تقریباً په ۱۶ میاشتو کې جوړ شو.
02.10.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۱۳۹۷ کال د مرغومی د میاشتې 2 مه نیټه – پرون د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د مرکز لپاره چې د ۳۶۰ بسترو په ظرفیت په مزارشریف کې د بلخ د سیمه ایز روغتون په انګړ کې ودان شوی دی د طبي او غیرطبي تجهیزاتو د پیریدلو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون د لاسلیک په مراسمو کې د افغانستان د اجرائیه رئیس لومړی مرستیال، د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د هغه مرستیالان، او د اجرائیه رئیس منشی هم ګډون کړی وو. د افغان-المان د همکارۍ پروګرام د دې مرکز ودانول او همداراز د نوموړو تجهیزاتو پیریدل تمویل کړي دي.
25.09.1397 | خبرپاڼه
کابل، د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر د میاشتې ۱۴مه نیټه – پرون د افغان-المان د همکاری پروګرام د کډوالو د چارو د معینیت لپاره په کابل کې د یوه سیمینار په جوړولو کې مرسته وکړه. د ۲۰۱۷ کال راهیسې د دغه پروګرام د پرانیستې تګلارې مشورتې وجهي صندوق (OPAF) د ظرفیت جوړونې د بیلابیلو کړونو له لارې د افغانستان د مهاجرو د چارو د معینیت سره د هغه د ۲۰۱۵-۲۰۱۹ کلونو د ستراتیژیک پلان د پلي کولو څخه ملاتړ کوي. مهمې موخې دادي چې د افغانستان اتباعو ته د خدمتونو وړاندې کول سمون ومومي او همداراز د وازرتونو او دولتی ادارو تر منځ د مهاجرت په اړه چارې همغږي شي.